تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ننني عصر کي خوش اخلاقي
  تعلیم الاسلام
  July 11, 2012
  0
رالېږونکی: محمد شریف حلیم
 
نن سبا د هر شي معنی بدله سوې ده، د هر شي مفهوم سرچپه سوئ دئ، حتی د اخلاقو مفهوم هم بدل سوئ دئ. نن صرف د یو څو ظاهري حرکاتو نوم اخلاق دئ یعنی چی دا سي وویل سي: ستا په لیدو خوشحاله سوم د ټلیفون څخه دي مننه، چي ستا ږغ مي ووارېدی ډېر خوشحاله سوم، ستا په مریضۍ پرېشانه یم ا وداسي نور.  په خوله خو دا خبري کوي خو په زړه کښي یې د حسد اور بل وي. مخامخ  خو يې دوست بولي خو په زړه کښي يې د عداوت او نفرت پیاله موجونه وهي.  ته له ځانه سر فکر و کړه چي اخلاق دا سي وي؟ که له ځانه سره لږ فکر هم و کړې نو وبه وا یې چي دغه ډول اخلاق یوازي د اخلاقو نوم دئ.
 
او ګورئ! زموږ په ټولنه کي یو بله بدمرغي لا دا همده چي د اخلاقو په نامه کتابونه لیکل کیږي ترڅو خلک له خپل ځان څخه متاثر کړي او هغه انسانان چي له ده سره ناسته پاسته کوي هغه دا فکر وکړي چي والله فلانی کس ډېر اخلاقي دئ.  دا په اصل کي اخلاق نه دي دا د نفرت اور ته لمن وهل دي. نو دې ته د اسلام له نظره هیڅ ډول خوش اخلاقي نه سو ويلای بلکي دې ته  ریا کاري ویلاي سو.  دا یو مرض دئ او بد اخلاقي ده، پر خپل ځان د راټولولو یوه بهانه ده. د اخلاقو سره هیڅ ډول تعلق نه لري.  الله جل جلاله مو دي له دغسي  ناوړه اعمالو څخه وساتي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته