تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ايا موږ د ميلې او تفريح هدفونه پيژنو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 21, 2023
  0

ايا موږ د ميلې او تفريح هدفونه پيژنو؟


لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د‌ موټر او موټر سيکل ځغلولو سبب او شرطونه: 


که څوک يو ځای زيات ضروري کار ولري او ځنډېدل سخت تاوان ورته کوي، نو هغه کس د ژر رسېدلو لپاره خپله وسيله د دغو دوو اساسي شرطونو په نظر کي نيولو سره ځغلولای سي: لومړی شرط: پر خپل لاس او ټرافيکي جهت ځي. دوهم شرط: پر خپله وسيله باندي کنټرول لرل.


اوس خپلي موخي ته راځو چي د مېلې او تفرېح اساسي هدف دئ، د ميلې او تفريح اساسي هدفونه دادي، چي د جسمي او روحي ارامتيا اسباب انتخاب سي، تر څو د تيري اونۍ ستړياوي ليري سي او د نوي اونۍ لپاره تازه او نشيط سي.


د دغو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مناسبه ده، چي د خپلو وسائلو په ذريعه په ارامي سره پر لاره ولاړ سو، تر څو له يوې خوا د لاري له هوا، دښتونو، غرونو، غونډيو، شيلو، دکاندارانو او لارویانو له ليدلو څخه خوند او لذت واخلو او بله داچي سالم ورسيږو؛ خو له بده مرغه زموږ اکثره ځوانان د ميلې او تفريح د هدف نه پيژندلو په اساس د رخصتۍ وختونه داسي تېروي، چي تر پخوا لا خسته سي، حتی ځيني خو د رخصتۍ څخه د استفادې او تفريح په نيت خپل موټران او موټر سيکلان داسي ځغلوي، چي له يوې خوا د لاري له خوندونو محروم وي او له بله اړخه د نورو لارویانو تر څنګ د لاري اوسېدونکي او دکانداران ورڅخه آزار سي او کله - کله خو د داسي ټکر سبب سي، چي د مالي تلفاتو تر څنګ د ځاني او عضوي تلفاتو سبب هم سي.


د تفريح څخه د استفادې پر ځای تفريح او ميله د‌ هغه او د‌ هغه د فامیل او نورو لپاره د‌غم سبب جوړ سي. يوازي د ارغنداب او شاه ولي کوټ په ساحو کي د څو ټکرونو شاهدان يو، حتی د يوه ټکر نتيجه خو د وسيلې چلوونکي د مړيني سبب سو.


نوټ: د امنيتي اشخاصو او ارګانونو دا مسئوليت دی، چي د غير قانوني سرعت او وسائل و چلولو مخه ونيسي؛


بل نوټ: د هري کورنۍ مشران مکلفيت لري، چي خپلو تر لاس لاندي کسانو ته تر هغه وخته د وسائلو چلولو اجازه ورنکړي، چي د هغوی له خوا مطمئین نه وي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته