لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
با احساسه او اجتماعي انسان
انسان چي با احساس او ټولنيز وي هيڅوخت چا ته د توان سره منفي جواب نه ورکوي ځکه احساس په انسان کي د غمخوارۍ، همکارۍ او احترام فکر پيدا کوي چي هيڅ انسان د ځان څخه بېل نه بولي او د هيچا سره په زړه کي د شرعي استثناءاتو څخه پرته کرکي او نفرت ته ځای نه ورکوي.
با احساسه او اجتماعي انسان تل د ټولني په وړاندي ځان مسئول ګڼي ځکه اجتماعي انسان هغه نه دی چي په ټولنه کي ژوند کوي بلکي اجتماعي انسان هغه دی چي په ټولنه کي د ټولو قشرونو په وړاندي خپل مسئوليتونه پېژني او سر ته يې رسوي.
www.taleemulislam.net