تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت محمد(ص )دغریبانو سره مینه او مهرباني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 18, 2021
  0


 دحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) دغریبانو سره مینه او مهرباني


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په مسلمانانو کي اميران هم وو او غریبان هم، بدایان هم وو اوبېوزلي هم، لیکن حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)  به وددغو ټولو سره یو راز پیش آمد کاوه، بلکي د غریبانو سره به يې داسي پیش آمد کاوه، چي د دنیوي دولت محرومتیا به د هغو زړونو ته صدمه نه رسوله، یو ځل د بشري غوښتنو په اثر له دوی څخه د دغه کار پر خلاف يو وضعیت صادر شو، چي د دې کار په اثر د لوی خدای (جل جلاله)له دربار څخه له دوی څخه پوښتنه وشوه، د مکې واقعه ده، چي د حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) م سره د قریشو څو مشران ناست وو، چي حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)  هغو ته د اسلام بلنه ورکوله، په دې وخت کي اتفاقاً عبد الله بن ام مکتوم چي په سترګو ړوند او معذور او غریب و دغه ځای ته راغی، او هغه هم د دغو خلکوسره کښېنستي، او د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)ه سره يې په خبرو اترو پیل و وکړ، هر کله چي د قریشو رئیسانډېر کبرجن او مغرور خلک وو پر هغو دغه وضعیت ښه ونه لګېد، حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) و ابن ام مکتوم ته هیڅ توجه ونه کړه، او په دې هیله او امید يې د هغو سره د خپلو خبرو سلسله جاري وساتله چي شاید په دې ترتیب د دې بدبختانو د اسلام نېکمرغي په برخه شي او دوی اسلام قبول کړي او د دوی زړونه د اسلام د لذت سره آشنا شي، ليکن د خدای دا امتیاز خوښ نه شو او دا آیات نازل شوء .

عَبَسَ وَتَوَلَّى ﴿١﴾  أَن جَآءَهُ ٱلْأَعْمَى﴿٢﴾  وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّى﴿٣﴾  أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكْرَى﴿٤﴾ أَمَّا مَنِ ٱسْتَغْنَى﴿٥﴾  فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّى ﴿٦﴾ وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى ﴿٧﴾  وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسْعَى ﴿٨﴾وَهُوَ يَخْشَى ﴿٩﴾  فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّى ﴿١٠﴾كَلَّآ إِنَّهَا تَذْكِرَة ﴿١١﴾  فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ﴿١٢﴾  فِى صُحُفٍ مُّكَرَّمَة 
 [عبس: ۱-۱۲]

پیغمبر تندی تریو کړ، او مخ يې واړاوه چي ده ته یو ړوند راغی ای پیغمبر!. ته څه خبر يې چي ستا په خبرو هغه پاک شوي وای، او یا نصیحت قبول کړي وای او نصیحت هغه ته ګټه رسولي وای لیکن څوک چي بې پروايي کوي هغه ته ته متوجه کېږې او په دې کي ستا څه تاوان دئ چي هغه پاک و صاف نه شي، لیکن هغه شخص چي تا ته په منډ و منډو راځي او هغه د خدای څخه بېرېږي هم، نو ته د هغه سره بې اعتنايي او بې پروايي کوي، نه هيچري ته دا یو عام نصیحت دئ، څوک چي غواړي دا نصیحت دي قبول کړي". همدا غریبان او مفلسان وو چي د ټولو نه لومړی له دوی څخه داسلام سرښندونکي جوړ شوي وو، او هر کله محمد(صلی الله عليه وسلم) د دوی سره حرم ته د لمانځه لپاره ورته نو د قریشو رئیسانو چې به دوی په دغه خپل خراب حالت کي ولیدل نو د ټوکو او مسخرو په ډول به یې ویل: (أهؤلاء من الله عليهم من بيننا). دا هغه خلک دي چې خدای موږ پرې ایښي يو او پر دوی باندي يې احسان کړي دئ.


لیکن حضرت محمد ته به د دوی دغه ټوکي او مسخرې په ډېره خوشحالي زغملې. د حضرت سعد بن ابی وقاص (رضي الله عنه)نه په مزاج کي څه قدر لويي وه، او ده به ځان د غریبانو څخه ځان لوړ ګاڼه، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)دی مخاطب کړ او ورته ویې ویل: ستاسي چي کوم بری په برخه کېږي او یا څه روزي چي لاس ته درځي هغه د همدې غریبانو برکت دی .


حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)و اسامه بن زيد ته وویل: زه د جنت په دروازه کي ودرېدم او و مي لیدل چې په جنت کي د خلکو ډېره برخه د مفلسانو او غریبانو وه.


د عبدالله بن عمرو بن العاص نه روایت دئ، چي يو ځل زه په نبوي مسجد کي ناست وم او د غریبو مهاجرینو یوه ډله د حلقې او دایرې په ډول د مسجد يوې خوا ته ناسته وه، په دې وخت کي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)مسجد ته راغی او د دغو خلکو سره په حلقه او دایره کي کښينستی، هر کله چي ما دا وضعیت ولید نو زه هم د خپل ځاي نه پورته شوم او د هغو سره کښېنستم. حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) وويل، چي: د مهاجرینو فقيرانو ته دي زېري وي چي هغوی به له بډایانو څلوېښت کاله وړاندي جنت ته ورننوزي.


عبد الله بن عمرو وايي چي ما ولیدل چي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)غه د دې وینا په اثر د دوی مخونه د خوشحالۍ نه وځلېدل، په دې خبره ماته ډېر ارمان راځي، چي ارمان زه هم په دې ډله کي وای.


يو ځل حضرت محمد غه په يو مجلس کي ناست و، چي په دې   وخت کي يو شخص د دوی له مخي څخه تېر شو، دوی د یو شخص څخه چې د دوی په څنګ کي ناست و پوښتنه وکړه، چې د دې شخص په خصوص کي ستا څه فکر دئ؟ هغه ورته په جواب کي وويل، چي داده بډایانو له طبقې څخه یو سړی دئ او زما دي په خدای (جل جلاله) قسم وي چي دا يو داسي شخص او د دې خبري لايق دئ چي که د چا سره خپلوي وغواړي نو باید وکړای شي او که د چا سفارش وکړي نو باید هغه ومنل شي د دې خبري په اورېد و حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) چپ پاته شو ، لږ ساعت وروسته یو بل صحابي پر همدغه لار تېر شو، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) بیا د هغه نه پوښتنه وکړه چي ته د دې شخص په باره کي څه وایې؟ 


هغه عرض وکړ چي یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)! چي دی د فقيرانومهاجرینو د ډلي څخه دئ او د دې خبري لايق دئ چي که د چا سره دخپلوۍ غوښتنه وکړي باید ونه منل شي او که سفارش وکړي نو باید رد کړه شي او که څه ويل غواړي نو باید وانه ورېدل شي. 
حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دې شخص ته په جواب کي وویل، چي: که دمځکي ټول مخ له دغه راز بډایانو څخه ډک وي نو د هغو ټولو نه دايوغریب ډېر ښه دي.


حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) به ډېر وخت پخپلو دوعاګانو کي ويل چي"اې خدایه! ما مسکین ژوندی ولره او مسکین مي پورته کړه او د مسکینانو په ډله کي مي بیرته ژوندی کړه.


حضرت عایشې (رضي الله عنهما)نه پوښتنه ورڅخه وکړه، چي : یا رسول الله(صلی الله عليه وسلم)دا ولي؟


حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)ورته وویل : ځکه چي دوی له بډایانو څخه لومړی جنت ته ځي". بیا یې وویل، چي: "اې عایشې ! مسکین له دروازې څخه نامراده مه رخصتوه، که څه هم دکجورو یوه ټوټه هم وي.


اې عایشې ! د بېوزلو سره مینه کوه او هغوی ځان ته رانژدې کوه، نو خدای به هم تا ځان ته نژدې کړي".


يو ځل یو څو غریب مسلمانان د پیغمبر(عليه السلام) حضور ته راغلل او عرض يې وکړ، چې: یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)! بډایان هم له موږ څخه د آخرت په درجو کي وړاندي کېږي، ځکه لکه څنګه چي موږ لمونځ او روژه پر ځای کوو دوی يې هم پر ځای کوي، ليکن د صدقو او خیراتونو په اثر چي د دوی کومي نېکۍ او ثوابونه په برخه کېږي له هغو څخه موږ بې برخي یو.


حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)ته ورته وویل، چي: "آیا تاسي ته یوه داسي خبره در ونه ښیم چي په هغې خبري سره به تاسي د پخوانو سره یو شان او برابر شئ او د وروستيو خلکو نه به زیات شي او بیا به ستاسي سره څوک برابري ونه کړاي شي".


خلکو عرض وکړ، چې هو! یا رسول  الله (صلی الله عليه وسلم)له موږ ته دغه خبره وښيه.


حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل، چي: "تر هر لمانځه وروسته ۳۳-۳۳  واره سبحانه الله، الحمد الله او الله اكبر وایاست".
څو ورځې وروسته دغه وفد او جرګه بیا د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)حضور ته راغله او عرض یې وکړ، چي یار سول الله (صلی الله عليه وسلم)! زموږ بډ ایانو وروڼو هم دغه وظيفه واورېده او د هغې وظيفې په کولو یې پیل وکړ.


حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم)ورته په جواب کي وویل: "ذلک فضل الله يوتيه منيشاء " یعني دا د خدای دین د هر چا ته چي یې خوښه شي ورکوي.


د مسلمانانو څخه چي به کوم زکوة اخیستل کېده، د هغه زکوة په خصوص کي دا حکم و، چي: (تؤخذ من أمرائهم و ترد على فقرائهم)، د هري قبيلې يا ښار د بدایانو څخه اخیستل کېږي او د هماغو ځایونو پرغریبانو وېشل کېږي.


اصحابو به د دې حکم ډېره ښه پابندي کوله، او د یو ځای او منطقي زکوة به يې بل ځای او منطقې ته نه لېږه. دا واقعه د مساوات په بيان کي په مفصل ډول ذکر شوې ده، چي یو ځل حضرت ابوبکر په څه خبره حضرت سلمان او حضرت بلال (رضي الله عنه)ته چې دوی د مهاجرینو د فقيرانو له ډلي څخه وو، په قهر شوی و، حضرت محمد علی حضرت ابوبکر (رضي الله عنه) ته وویل، چې: دا خلک خو به تا خپه کړي نه وي؟
 د دې خبري په اورېد و حضرت ابوبکر (رضي الله عنه)دوی ته راغی او معافي یې ورڅخه وغوښتله او دغو خلکو دی معاف کړ.


په عوالي نومي ځای کي یوه ښځه اوسېدله چي هغه ناروغه پرته وه او د رغېد و امید يې نه و، خلکو دا خیال کاوه چي دا به درنګ ساعت ته مړه شي، حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم). خلکو ته وویل، چې که دا مړه شوه نو د دې د جنازې لمونځ به زه پخپله کوم او تر دې وروسته دي ښخه کړه شي، شپې ناوخته مړه شوه او هر کله چي د دې جنازه تیاره او راوړل شوه نو په دغه وخت کي حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم) آرام او استراحت کړی و،


 اصحابو په دغه وخت او حالت کي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له ته تکلیف ورکول مناسب ونه ګڼل او په هغه شپه یې ښخه کړه، هر کله چي سهارحضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د دغي ښځي د حالت پوښتنه وکړه نو خلکو ورته واقعه عرض کړه، هر کله چي حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم) واقعه واورېدله نو پورته شو او اصحاب يې د ځانه سره کړل او د هغې قبر ته ولاړل او بيا دوباره یې د هغې جنازه وکړه. 


حضرت جبير (رضي الله عنه) وایي چې له دې نه یوه ورځ وړاندي موږ بیا دحضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)ته په حضور کي ناست وو، چي د مسافرو یوه غونډه قبیله د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) حضور ته راغله، د دې خلکو ظاهري حالت دومره خراب وو چي دوی ټولو ډېر زاړه او شلیدلي کالي اغوستي وو، ډېر پکښې لڅ لغړ او پښې یبلي وو او د څارویو پوټکي یې په ځانونو پوري تړلي او توري يې په غاړو کي اچولي وې، د دې خلکو د دغه حالت په لید و حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ډېر خپه شو او د مبارک مخ رنګ یې بدل شو، د ډېر خپګان نه څو واره کور ته ولاړ او بیرته راغی له دې وروسته يې حضرت بلال (رضي الله عنه) ته د آذان حکم وکړ، تر لمانځه وروسته دوی یوه خطبه ولوستله او پخپله دغه خبطه کي يې ټول مسلمانان دوی مرستي ته چمتو او آماده کړل.


ماخذ : نبوي اخلاق صفحه ۱۵۲ - ۱۵۸ 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته