تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډالۍ (تحفي) ورکولو ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2018
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اسلام ټولنیز نظام دی او انسانان ئې هم و ګډ اوسېدو، میني، الفت او یو د بل سره و احسان کولو ته رابللي دي. موږ په ټولینز ژوندانه کي یو د بل سره ډول ډول مرسته کوو، او زموږ پر شا او خوا د دوستانو او ملګرو  لاس نیوی کوو، په درد ئې دردیږو او د خوشحالۍ په وخت کي خوشحالي ورسره کوو. 


و نورو مسلمانانو ته د ګټي رسولو په لړ کي یو هم و هغوی ته تحفه ورکول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تحفي قبلولې او هم ئې د تحفو ورکولو ته نور هڅول. حدیث شریف کي راځي:


قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم: تَهَادَوْا تَحَابُّوا . (رواه البخاري في “الأدب المفرد”)
تحفي ورکړی او محبت سره وکړی.


څه شي ډالۍ کم؟
و ملګرو ته مو داسي تحفي ورکړی، چي هغوی ضرورت ورته ولري او یا په خوشحاله کیږي. 


مثلاً: موږ د زرګونو افغانیو مبائل ورته ډالۍ کړو، خو هغه به یوه ډېر ارزانه کمپیوټر ته ضرورت لري او یا به په خوشحاله کیږي. ددې لپاره باید ملګري ته وویل سي: زه ډالۍ در کوم (فرض که تر ۳۰۰ افغانیو پوري) نو اوس ته ووایه څه غواړې؟ د کتابونو بسته، کیبورډ، جالب قلم او که ....


حیرانول: ځیني کسان غواړي خپل ملګري حیران (سرپرایز) کړي، نو دا نه خوښوي چي ورته ووایي: زه ډالۍ درته کوم. نو دغه کسانو ته بیا لازمه ده چي مخکي معلومات وکړي چي هغه و څه شي ته ضرورت لري، بیا هغه څه ورته ډالۍ سي.


د ډالۍ ورکولو اداب:

  • ډالۍ به د الله جل شانه د د رضا په خاطر ورکوي. 
  • ددې امید به نه کوي، چي ما و دده ته ډالۍ ورکړه نو دی دې ماته ډالۍ راکړي.
  • تر ډالۍ ورکولو وروسته به بیا بیا خپله ډالۍ نه ورپیادوي، چي ما و تاته ډالۍ درکړه.
  • د ډالۍ ورکولو په وخت کي به ځان د غرور، تکبر او د هغه د کوچنۍ بللو څخه ساتي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته