تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مشرانو لپاره د خښم او غضب تاوان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مشرانو لپاره د خښم او غضب تاوان


قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"إِذَا اسْتَشَاطَ السُّلْطَانُ، تَسَلَّطَ الشَّيْطَانُ. (المعجم الکبير: ۱۳۸۸۲)


ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چي واکدار ډېر په خښم سي نو شيطان ورباندي مسلط سي.


توضيح: يعني کله چي مشر او واکدار دومره په خښم سي چي د ډېره خښمه څخه خپل کنټرول له لاسه ورکړي نو شيطان پر ده باندي مسلط کيږي او ممکن ډېر ناوړه کارونه په وکړي.


محدثينو ليکلي دي: دلته د سلطان څخه هر واکدار مراد دی که لوی باچا او امير وي، که والي او قاضي وي، که سرپرست او بادار وي او که د ښځي خاوند وي، هر څوک چي وي کله چي ډېر په خښم سي نو شيطان ورباندي غالب او مسلط کيږي او په ده باندي داسي کارونه کوي چي ممکن دده او د نورو د هلاکت سبب جوړ سي.


درس او عبرت: انسان چي په هر موقف کي وي؛ که باچا وي، که والي وي، که قاضي وي، که ولسوال وي، که رئيس وي او که بل مشر وي لومړی خو بايد ځان د ډېر خښم څخه وساتي که بالفرض ځيني وختونه خښم ورته راځي نو بيا خپل خښم دي کنټرول کړي تر څو د شيطان د تسلط او غلبې څخه وساتل سي او د خښم په سبب ناوړه کارونه ورڅخه ونسي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته