تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 2, 2023
  0

د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(پنځمه برخه) 

 

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلګو ته د نصیحت کولو له پاره هر وخت او هر ځای غنیمت ګڼئ، کله چي به موقع په لاس ورغلله، خلګ به یې د الله جل جلاله دین ته رابلل.


په بازار کي به یې دوی د هغه څه په اړه چي له الله جل جلاله سره یې دي، ترغیب او هڅول او په لاره به یې خپل معبود دوی ته ور په یاداوه.
یوه ورځ یې ابن عباس رضی الله عنه له ځان سره پر مرکب سپور کړی وو، پر نیمه لار یې هغه ته مخ ور وګرځاوه، مخکي له دې چي فرصت ضایع سي وویل: "اې ځوانه! زه تاته څو خبري در زده کوم: الله جل جلاله راضي وساته، ترڅو ستا ساتنه وکړي، الله جل جلاله راضي وساته، هغه به په خپل مخ کي ووینې، که څه دي غوښتل، له الله  یې وغواړه او که مرسته غواړې، نو له الله څخه یې وغواړه."


بل وار یې معاذ بن جبل رضی الله عنه له ځان سره پر مرکب سپور کړ، په نیمايي لاره کي یې هغه ته وویل:" اې معاذه! آیا پوهېږې پر بندګانو د الله جل جلاله حق څه دئ او بندګان پر الله څه حق لري؟ پر بند‌ګانو د الله تعالی حق دادی چي یوازي د هغه عبادت وکړي او له هغه سره شریک و نه نیسي او پر الله بیا د بندګانو حق دادی، هر چا چي له هغه سره شریک نه دئ نیولی، هغه ته به عذاب ور نه کړي." بلکي له قبرونو سره د خلګو راټولېدل به یې هم د دوی له پاره د لارښووني په خاطر غنیمت باله.


امام احمد له برا بن عازب رضی الله عنه څخه روایت کړی چي ویلي یې دي: په داسي حال کي چي د الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، ناڅاپه یې یوه ډله ولیدله، نو و ې ویل:" دوی د څه له پاره راټول شوي دي؟"


و ې ویل: غواړي قبر وکیندي.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم  اندېښمن سو او په تلوار هغه لوري ته ولاړی، قبر ته چي ورسېدی، ترڅنګ یې کښېناستی.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوازي لویانو ته توجه نه کوله، بلکي کوچنیانو، لویانو، غلامانو او آزادو کسانو ته یې په یوه اندازه توجه او پاملرنه وه.


بخاري شریف روایت کړی پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر سو، چي یو تنکی یهود ځوان د ناروغۍ پر بستر پروت دئ، انس رضی الله عنه ته یې وویل: راځه د هغه لیدلو ته ورسو، کله چي یاد تنکي ځوان ته ورغلل، هغه یې په داسي حال کي د ناروغۍ پر بستر ولیدی چي پلار یې هم تر څنګ ؤ.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: "فلانیه! ووایه: لا اله الا الله" تنکي ځوان د خپل پلار لوري ته وکتل، پلار یې څه و نه ویل. پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیا خبره تکرار کړله، تنکي ځوان بیا د پلار لوري ته وکتل. پلار یې وویل: د ابو القاسم  اطاعت وکړه او خبره یې ومنه.


تنکي ځوان وویل: شاهدي ادا کوم چي له الله  پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نه دئ او ته د الله پیغمبر ئې.


د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څېره له خوشحالۍ وځلېدله، وروسته پورته سو او په داسي حال کي بهر سو چي ویل یې: "الحمد لله! چي هغه یې زما په سبب له اوره وژغورئ."


که لږ فکر وکړو، یو تنکی ځوان چي نه یې مال درلودی او نه قبیله، په داسي حال کي چي د مرګ پر بستر هم پروت وو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دغه وجود په اسلام راوړلو خوشحاله کېږي، ځکه چي د دوږخ له اوره یې نجات حاصل کړی دئ.

 

د هغه وخت په اړه فکر وکړه، چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه دباندي وایستل سو، قریشو هغه چا ته چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قتل ورسوي، جایزه ټاکلې وه.


مبارک صلی الله علیه وسلم د هغوی د سترګو په وړاندي چي دښمنانو یې نه لیدی، له مکې مکرمې څخه وزي او په یو داسي غار کي چي له مارانو او لړمانو ډک دئ، پناه اخلي.


کله چي تر درو ورځو تېرولو وروسته په ګردونو ککړ، ستړی ستومانه د مدینې لوري ته روان وو، چي په لاره کي یې بریده بن حصیب ولیدی، خپله ټوله ستړیا او حالت یې هېر کړ او هغه یې د اسلام منلو او د بتانو د عبادت پرېښوولو ته دعوت کړ.


په دې کار کي یې دومره زړه سوی وکړ، چي بریده اسلام قبول کړ او خپل قوم ته بيرته ستون سو او دوی ټول یې اسلام ته دعوت کړل، چي له ډلې یې ۳۰ کسانو اسلام راوړی.


وروسته یې هغوی په تیاره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوستل او له هغه  سره یې د ماخستن لمونځ ادا کړ.


بېره، لوږه او ستړیا یې د دې لامل نه سوله چي د الله جل جلاله لوري ته د خلګو له رابللو لاس پر سر سي.


زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم آن د خلګو د هدایت په لاره کي تر خپلو حقونو او اړتیاوو تېرېدی.


په صحیحینو کي له جابر رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي دوی نجد ته نژدې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای جهاد ته ولاړل، پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر یوې وني لاندي پیاده سو، خپله توره یې د وني پر ښاخ ځوړنده کړله او تر وني لاندي بیده سو، اصحاب (رض) هم د نورو ونو سیوري ته تیت او خواره سول، په دې وخت کي یو کس آرام- آرام ځان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورساوه، په داسي حال کي چي هغه مبارک بیده وو، توره یې را واخیستله، له پوښ څخه یې و ایستله او د هغه سر ته ودرېدی، په لوړ ږغ یې وویل: اې محمده! څوک به زما مخه ونیسي "یعني څوک به تا له ما وژغوري!؟" پیغمبر صلی الله علیه وسلم سترګي خلاصي کړې او داسي یو کس یې ولیدی، چي سترګي یې سرې او له توري یې د مرګ بوی ځي او وايي: (څوک به دي له ما وژغوري!؟، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: الله! هغه سړي ټکان وخوړی، توره یې له لاسه ولوېدله او خپله هم پر مځکه غوځار سو.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم ولاړ سو، توره یې پورته کړله او و یې ویل: "څوک به زما مخه ونیسي؟" هغه کس وویل: هېڅوک! (و یې نه ویل چي لات او عزی!)


پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: اسلام قبول کړه!


 هغه کس وویل: نه! خو ژمنه کوم چي هيڅکله به له تاسره جګړه و نه کړم او نه به له هغي ډلي سره یو ځای سم چي له تاسره جګړه کوي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم بخښنه ورته وکړه او آزار یې ور نه کړ، هغه کس د خپل قوم سردار ؤ، دوی ته یې وویل: زه تر ټولو ښو خلګو سره راځم، په داسي حال کي چي له قوم سره یو ځای یې اسلام قبول کړی وو او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته بيرته راوګرځېدی. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل ملګري او صحابه هم په همدې طریقه روزل او دا یې ورته فرمایل:"زما حدیثونه او خبري نورو ته رسوئ، که څه هم یوه خبره وي."


هیڅوک یې د دعوت په پرېښولو کي معذور نه ګڼئ او حق ته بلنه یې د هر مسلمان مسئولیت ګڼئ.


د مسلم شریف په هغه روایت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته خطاب وکړ، داسي راغلي دي:"په الله قسم که مهربان څښتن عزوجل ستا په لاس یو کس ته هدایت په برخه کړي، دا ستا له پاره تر سلو اوښانو غوره دئ."


خلګ یې د علم زده کړي او نورو خلګو ته نصیحت کولو ته هڅول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترمذي شریف په روایت کي فرمایي: الله جل جلاله فرشتې یې، د مځکو او آسمانونو اوسېدونکي حتی مېږیان په خپلو غارونو کي او کبان په سیندونو کي په هغه کس چي خلګ نېکۍ ته را بلي او نېکي خبري ورته کوي، درودونه وایي.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو هم د خپل خوږ دوست دا تګلاره تل څارله، پر دې لاره یې تګ کاوه او د دین خپرول یې داسي یو هدف وو، چي د همدې له پاره یې ژوند کاوه او په دې لاره کي یې خپل سرونه قربانول.


د حضرت ابوبکر صدیق صلی الله علیه وسلم په لاس د دعوت په لومړیو ورځو او شپو کي دېرش تنه د اسلام په مبارک دین مشرف سول، چي د هغو له ډلي شپږ تنه یوازي د عشره مبشره (لسو جنتي صحابه کرامو) څخه دي.


د حضرت عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم هم په دې لاره کي بې شمېره قربانۍ ورکړلې او زیات وخت یې له کفارو سره د جهاد په میدان کي تېراوه، د دې له پاره چي اسلام د خلګو په منځ کي نشر سي او همداسي ګڼ شمېر ولسونه او ډلي- ډلي قومونه به په اسلام مشرف کېدل او د بتانو عبادت به یې پرېښاوه.


دوی داسي خلګ ول، چي د الله  سره یې خپلي وعدې رښتیني کړې او دوی په حقیقت کي غوره او نېک خلګ ول، ځکه نېکیو ته د خلګو په رابللو او بدیو څخه د خلګو منع کولو په لاره کي یې ملاوي تړلي وې.


الله جل جلاله د سورت فصلت ۳۳ او ۳۴ آیتونو کي فرمایي:"او د هغه چا له خبري څخه به ښه خبره د بل چا وي چي هغه د الله خوا ته بلنه ورکړه او نېک عمل یې وکړ او ویې ويل چي زه مسلمان يم او [اې پیغمبره!] نېکي او بدي يو ډول نه دي، ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دي لكه صميمي دوست ګرځېدلى دئ."


صحابه کرامو نه ستړي کېدونکي کوښښونه کول، تر څو یوازي خپل مهربان څښتن له ځانونو څخه خوشحاله کړي او تل به یې یوازي الله جل جلاله ته سر کښته کاوه او په عبادت به یې خوند حاصلوی، مګر له بل اړخ څخه کافرانو هم تل خپلي هڅي کولې او حتی خپل مالونه یې هم په دې لاره کي مصرفول، ترڅو خلګ د الله جل جلاله له بندګۍ څخه راوګرځوي او په اوس وخت کي هم کفارو د خپلو مخکنیو مشرانو همدا تګلاره غوره کړې ده، چي د مال او پیسو په ښندلو سره یې د ډېرو مسلمانانو ایمانونه رانیول او د اسلام پر ضد یې وکارول.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته