تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دلمانځه مکروهات لس (۱۰) دانی دی.
 
  February 18, 2016
  0

 

لیکنه: قاري عبدالبصیر حکیمي او قاري کریم الله کریمي

دشروط الصلوة پښتو ترجمه

دلمانځه مکروهات لس (۱۰) دانی دی.

۱ :- چارزانو ناسته ده بېله عذره . 
۲ :- دآیتونو شمیرل دی په لاس سره .
۳ :- په سجده کی دبازوګانو غوړول دی  لکه دګیدړی په شان .

۴ :- په سترګوسره چپه یارسته طرفته کتل دی . 
۵ :- دسترګو پټول دی بیله عذره داکار دیهودو سره مشابهت دی.
۶ :- دسجدی دځایه څخه دډبرو لیری کول دی بیله عذره . 

۷ :- سوستی کول دی په لمانځه کی .
۸ :- ارږمی کښل دی داښه ندی خوله دی پټه کړی کی دخولی دټولیدوقدرت یی نه درلودی نوبیادی لستوڼی یارسته لاس پرخوله کښیږدی .
۹ :- ساتیری یا(بازی) کول دی په جامی یا په لاس اویاپه ژبه سره. 

۱۰ :- دصف شاته یوازی پر لمانځه دریدل که چیری په صف کی خالی ځای وی داټول مکروه دی . ددغه ټولو شیانو څخه پرهیز کول دی چی لمونځ یی مکروه نسی .

دلمانځه فاسدوونکی څورلس(۱۴)دانی دی.

۱ :- دغاړی تازه کول دی بیله عذره . 
۲ :- دنږونکی دپاره یرحمک الله ویل دی . 
۳ :- چی ملا غلط سوی نه وی فتح ورکوی .
۴ :- که یوڅوک سلام درواچوی اوته پرلمانځه ولاړوی اوته کلیمه ووایی کی دسلام جواب دده په کلیمه ورکړی فاسد دی که دی مطلب داوچی زه پرلمانځه ولاړ یم نوبیا لمونځ نه فاسیدیږی . 

۵ :- دعورت لڅیدل دی .
۶ :- دژړا پورته کیدل دی دسببه ددرده اویادغمه اوکه ژړا دسببه دجنت یا ددوزخ ونوبیا لمونځ نه فاسیدیږی .
۷ :- جواب ورکول دی دسلام په لاس یا په ژبه سره .
۸ :- دقضایی لمانځه په یادول چی ترتیب نه وی ساقط سوی . 

۹ :- ډیر کار کول که په لاس یا په بل شی سره وی . 
۱۰ :- خبری کول دی په قسده یاپه هیره سره .
۱۱ :- خوراک یاڅیښاک کول دی .
۱۲ :- اه  یا اوُه ویل دی .

۱۳ :- په زوره یاکرار خندل دی .
۱۴ :- بیهوښی یا بیسدی ده . دغه ټول شیان لمونځ فاسیدوی که په قصده یا په هیرسره وی بیا له سره لمونځ راګرځول دی .
 
 
-------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
مخکنۍ ليکني:
 
د لمانځه مستحبات
 
د لمانځه شروط، ارکان، واجبات، او سنتونه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته