لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
صبر څه ته وايي
(لومړۍ برخه)
صبر د لفظ په لحاظ کوچنی دی، خو په معنوي لحاظ خورا زیات دروند مفهوم په ځان کي رانغاړي، ځکه انساني نفس ډیري بې ځایه غوښتني لري، صبر دی چي انسان نه پریږدي تر څو دغه خواهشات پوره کړي. صبر د منع، شدت او قوت د كلمو څخه اخستل شوی دی او د نفس د منع كيدلو په معنی دی یعني دا چي صابر انسان خپل نفس را كنټرول كړي او د هر ډول بې صبرۍ او بيتابۍ ، بي قرارۍ، ناروا، چيغو، فرياد، ډار او هيلو څخه منع وكړي.
د مؤمن مسلمان د مهمو ځانګړنو څخه یوه داده چي په خپل ژوند کي به د صبر او زغم څخه کار اخلي او د ژوندنیزو ناکراریو، بې دردیو او سختیو پر وړاندي به د صلابت ( ثبات) څخه کار اخلي او ټینګ به پاته کیږي چي دا په مؤمن مسلمان کي یو ډېر غوره او حمیده صفت دی کوم چي اسلام هم ورباندی ټینګار کړی دی.
د صبر د څرګندومعناوو څخه یوه هم داده چي: پر الهي پرېکړو باندی قناعت درلودل او له نواهیو (منع شوو کارونو ) څخه یې په کلکه توګه سره ځان ژغورل دي.
هر کله چي په اسلامي تاریخ کي د سترو شخصیتونو، مجاهدینو او نوم وتو اتلانو ژوند ته کتنه وکړو؛ نو د دوی له کارنامو څخه موږ ته جوتیږي چي په ژوند کي له راز راز ستونزو، ناکراریو او ډول ډول شدائدو سربېره بیا هم دوی څومره له خورا صبر څخه کار اخیتسی او مخ پر وړاندی تللي دي او شاه تګ ېې نه دی کړی، په ځانګړی توګه په دوی کي هغه کسانو په ژوند کي ډېري سختۍ ګاللي او ناکرارۍ يې لیدلي دي چا چي تل د خیر د ټاکل شوو احکامو په لوري نورو ته بلنه ورکړې ده او د انبیاؤ علیهم الصلاة والسلام په څېر يې د حق منکرانو ته الهي پیغامونه رسولي دي. دا د همدوی د بې ساري سرښندنو او قربانیو نتیجه وه چي لوی څښتن تعالی د دوی د ژوند هلي ځلي او مبارزې د راتلونکو نسلونو لپاره ګټور درسونه وګرځول، تر څو د دوی څخه به تاسي ( پیروي) سره دوی هم د ژوند د مصیبتونو او شدائدو (ستونزو) پر وړاندي له صبر څخه کار اخلي.
د صبر لغوي او اصطلاحي معنا
صبر په لغت کي بندول ته وایي او په اصطلاح کي په مينه او دوامداره شکل د نيکيو کول، له بديو منع کيدل او د تکليف په وخت له جزو پزو ځان ساتلو ته صبر وايي.
یا صبر د ارادې يوه اخلاقي قوه ده چي انسان د ستونزو، سختيو، دردونو او مشكلاتو په وړاندي تياروي او هغه له بې قرارۍ، آه او فرياد، شورماشور، ډار، او نورو نفسي غوښتنو او غريزو څخه ليري كوي.
يا صبر په لغت کي د ځان حبس یا بند ساتلو ته وايي، لکه په عربي ژبه کي وايي: هو صَبَر عَلَی الْأَمْر ــ یعني فلاني شخص له خورا زغم څخه کار واخیست، له ژړا او انګولا څخه يې ځان وژغوره.
صبر په اصطلاح کي
د ژوند په درې ګونو ډګرونو کي له خورا زغم څخه کار اخیستلو ته صبر وايي چي اوس به يې لنډه یادونه وکړو:
لومړی: د الله تعالی په طاعت او بندګۍ باندی صبر کول؛
دوهم: له مُحرماتو او مُنهیاتو څخه په ځان ژغورلو کي صبر؛
درېیم: د قضاء او قدر په دردونکو پيښو کي له صبر څخه کار اخیستل.
د صبر څانګي
صبر دوه اساسي څانګې لري:
الف - بدني صبر:
بدني صبر: د ستونزو، مشكلاتو، سختيو او سختو كارونو د سر ته رسولو په وړاندي مقاومت كول دي.
ب : نفسي صبر:
نفسي صبر د فطري او غريزي غوښتنو او هوسونو څخه ځان ژغورل دي. چي پراخ ميدان او بېلابېل نومونه لري. مثلا ً: كه د مصيبت په وړاندې وي نو دې ته صبر ويل كېږي. كه د جنګ په وړاندې وي نو شجاعت ورته ويل كېږي. كه د نفساني او شهواني غوښتنو په وړاندې وي نو عفت ورته ويل كېږي. كه د غضب په وړاندې وي نو حلم ورته ويل كېږي.
د صبر اقسام
۱ـ د نيکيو په کولو صبر: دا په دې معنی ده چي د الله تعالی له لوري پر بنده کوم احکام لازم شوي وی، هغه په ورین تندي ومني او تل یې عملي کړي.
۲ـ له بديو څخه د ځان ساتلو صبر: د اهغه صبر دی چي کله نفس ګناه او بدیو ته میلان وکړي، اسباب ورته برابر وي خو بیا هم د هغې مخالفت وشي.
۳ - په کړاوونو او ستونزو صبر: د الله تعالی لخوا په راغلیو ستونزو له صبر څخه عبارت دی، د دې صبر معنی داده چي مخلوق ته خپل شکایت ونه شي، ناروا الفاظ له خولې ونه ویستل شي.
نور بیا...
ماخذ: د موضوع شنني له کتاب څخه