تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښو اخلاقو په اړه څو نبوي ويناوي
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2011
  0


د ښو اخلاقو په اړه څو نبوي ويناوي

ترتيب: مولوي نور احمد


الحمد الله الذي خلق کل شييءِ فاحسن خلقه وترتيبه و ادب نبينا محمدًاصلی الله علیه وسلم فاحسن تاديبه.

وبعد: واقعًا ښه اخلاق د انبياؤ صديقينو اوصالحينو د لوړو صفاتو څخه يو غوره صفت دئ چي، په وسيله يې لوی درجې او لوړ مقامونه ترلاسه کيږي الله جل شانه د خپل ګران پيغمبرصلی الله علیه وسلم ستاينه په يوه داسي مبارک آيت سره کړې ده چي ښه خويونه او ښکلي طورونه ټول ورپکښي نغښتي دي لکه چي فرمايي: اويقينًا تاسو اي نبي! پرلوۍ خوۍ اوخصلت ياست ، القلم آيت٤۰

ښه اخلاق مينه اومحبت رامنځته کوي او بد اخلاق بغض، کينه، اونفرت زيږوي. نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو په ښه پلي کولو هڅونه کړې او په خپله وينا کي يې ښه خوى د تقوي سره سم ذکرکړئ، لکه چي فرمايي هغه خويونه چي ترټولو زيات خلګو لره د جنت داخلونکي دي تقوا او ښه اخلاق دي. رواه الحاکم والترمذي

ښه اخلاق څه دي؟ ورين تندي، غوره خويونه خپلول، د خلکوڅخه د ضررمخه نيول، ښې اوخوږې خبري کول، غصه څيښل اود بل مسلمان له طرفه ضرر زغمل. ګران پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ابوهريره رضی الله عنه ته يو ستر وصيت وکړ نويې وفرمايل : ابوهريره ! ښه خوى خپل کړه، ابوهريره رضی الله عنه عرض وکړ: اې د الله جل جلاله رسوله صلی الله علیه وسلم!  ښه خوى څه شي دئ؟ د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: څوک چي درسره خپلوي وشکوي ته د هغه سره خپلوي ساته، او څوک چي درباندي تېرى وکړي بخښنه ورته کوه ، اوڅوک چي دي په کوم شي  ياد نه کړي ته يې مه هېروه ۰رواه البيهقي.

 ګرانه وروره ! ته هغه لوئ ثواب ته هم توجه واړوه چي د دغه ستا يل سوي کمال او غوره خوى په اړه راغلى دئ، د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم داسي فرمايي : يقيناً (مومن) وګړي د خپل ښه خوئ په وسيله د روژه نيونکي، اوتهجد کونکي لوړ مقام ترلاسه کوي ،رواه احمد. او ګران پيغمبرصلی الله علیه وسلم ښه اخلاق د ايمان کمال اوبشپړتيا ګڼلې او دا سي يې فرمايلي: تر ټولو کامل مومن هغه څوک دئ چي تر ټولو ښائسته اخلاق ولري، رواه احمد وابوداود. او اې مسلمانه! ته د نبي صلی الله علیه وسلم دغه وينا هم خپله او پلې کړه: ترټولو خوښ انسان الله جل جلاله  ته هغه څوک دئ چي خلګوته يې ترنورو زياته ګټه رسيږي، او تر ټولو خوښ عمل الله جل جلاله  ته هغه خوشحالي ده چي ته يې د مسلمان زړه ته راولې يا دا چي ته د هغه څخه يوغم پورته کړې يا پور ورڅخه ادا کړې يا دهغه لوږه ورڅخه ليري کړي او دا چي زه د خپل مسلمان ورور په يوه حاجت کي روان سم ، واقعًا ماته دغه کار زيات خوښ دئ تر دې چي زه يوه مياشت د الله جل جلاله په کور کي اعتکاف وکړم. (رواه الطبراني) او مسلمانان په دې امر سوي دئ چي خبره نرمه او پسته وکړي د دې لپاره چي د دوئ د نيکيو په تله کښي جمع سي.

د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ښه خبره هم صدقه ده (متفق عليه)  خبره خو لا پرېږده هغه موسکا (نرمه خندا) چي مسلمان ته هيڅ زور هم نه غواړي مسلمان ورباندي ثواب ګټلاى سي لکه چي نبي صلی الله علیه وسلم  فرمايي : ستا د مسلمان ورور په وړاندي ستا نرمه خندا هم صدقه ده. (رواه الترمذي) هغه نبوي ويناوي چي پر ښو اخلاقو او تکليف زغملو را پارونه کوي بيخي زياتي مشهوري دي .او نبوي سيرت داسي يو قالب دئ چي د ښو اخلاقو په هره برخه کي ځان ورباندي سمسورېداى سي ، که د ځان سره معامله وي، که د خپلو ښځو سره ژوند وي ، که د ګاونډيانو سره ګذاره وي يا د نورو بېوزله مسلمانانو سره او يا د جاهلانو او ناپوهانو سره تېر او بېر وي حتي د يوه کافرسره ښه چلن لا هم موږ ته ښودل سوى دئ .الله جل جلاله فرمايي: ژباړه او د خلګو سره دښمني او عداوت مو بايد د هغوى سره بي عدالتي کولوته ونه هڅوي بلکي عدل کوى همدا عدل تقواى ته زياته ورڅېرمه دئ  (المائده ۸آية) د ښو اخلاقو لپاره يو څو نښي وي چي په لاندي خويونو کي جمع سويدي، مسلمانه وروره! هيله ده چي ته هغه خويونه وپېژنې او له ځانه سره يي تل ولرې:

۱ـ انسان به ډېر حيا لرونکى وي.
۲ـ ضرر رسوونکئ به نه وي.
 ۳ـ نيک عمله به زيات وي.
۴ـ رښتينى به وي.
۵ـ خبري به يې لږ خو کار به يې زيات وي.
۶ـ تېروتونکى  به کم وي.
۷ـ له عبثو کارو څخه به ګوښه وي.
۸ـ نيک چلنده او د خپلوۍ ساتونکى به وي.
۹ـ د درنښت خاوند، صبر کونکئ او شکرګذاره به وي
۱۰ـ رضا ښندونکى او د فراخي سېنې خاوند به وي
۱۱ـ پاک لمنى ، نرم او مهربان به وي
۱۲ـ لعنت ويونکئ اوښکنځل کونکى به نه وي
۱۳ـ چغلي يا غيبت کونکئ به نه وي
۱۴ـ بي زړه، بخيل، نفس تنګه، او په زړه کښي خيره، حسد ساتونکئ به هم نه وي.

بلکي له دغو پرته همېشه بايد خوشحاله اوتروتازه وي. چي مينه اومحبت به يې خالص د الله جل جلاله په خاطر وي ، له چا څخه خوښي به يې هم د الله جل جلاله لپاره وي ، او د چا په وړاندي قهر اونا خوښي به يې هم يوازي د خپل مالک جل جلاله په رضا کښي وي. اې الله جل جلاله! هرمسلمان ورور دغه لرغوني انساني فطرت ته را ستون کړې.آمين  خو د ښو خويونو سرچينه چي ذکر سوي صفات ټول ورڅخه زيږي دوه شيان دي.

لومړي: عاجزي ، يعني ستا د ضمير د ژبي دا اقرار، چي زه د خداى تعالي جل جلاله يو پاته او درمانده مخلوق يم او په خپل ځان کي هيڅ نه يم .

دوهم: لوړ همت ، ښه انسانيت ، يا اعلي ظرفيت. د ښو خويونو په څېر بد اخلاق هم په پيل کښي د دوو شيانو څخه زيږي لکه تکبر يعني په خپل زړه کښي ځان تر نورو لوړ ګڼل او چټل نفسي يعني خباثت او کم ظرفي، فخر ، نخره بازي، لويي، خود اعتمادي، حسد سرکښي، غټ بازي، ظلم، بې رحمي ، بالا دستي، د حق کار څخه سرغړونه، د حق وينا څخه مخ اړونه، خود رايې، دعزت غوښتنه ، د لوړ مقام او سرداري خوښ ساتل ، د خلګو له خوا توصيف خو ښونه او دي ته ورته ځيني نور خويونه دا  ټول هغه څه دي چي د بد اخلاقۍ د لومړۍ سر چينې (تکبر) څخه پيدا کيږي. ددې تر څنګ ددرواغو ويلو ګناه، سپک وضيعت، خيانت، ريا، چمبازي، خطاايستل ، طمع کول، وار خطايي ، کم دلي، بخل، حوصله بايلنه، سستيا، د الله جل جلاله د ذات پرته بل چاته سرټيټول، د کفارو له خوا په معمولي ورکړه خپله لويه شتمني بايلل، او داسي نور بد خويونه دا ټول هغه څه دي چي د بدو اخلاقو ددوهمي ريښې (خيانت او چټل نفسئ) څخه وجود پيدا کوي.

د قدر وړ لوستوونکو! ګمان کوم چي تاسو ته به د ښو او بدو اخلاقو د اساساتو د پېژندلو سره سم طبعاً دغه اندېښنه پيداسوي وي چې زه څرنګه بايد وکړاي سم چې د ښو خويونو دواړه بنسټونه يعني عاجزي او لوړ ظرفيت لاسته راوړم او يا يې نور هم ښه وده ورکړم ، همدا راز د بدو خويونو دريښو(تکبر او چټل نفسي)څخه څه ډول خپل ګران وجود وساتم؟ ستاسود دغه پر ځاي انديښنې په جواب کښي به يو څو قيمتي اصول درته عرض کړو چي په مټ يې زما او ستا په څېرهر مسلمان ورور د ښايسته اخلاقو يوه روښانه ډيوه جوړېداى سي.

اول: د قران کريم د تفسير او ترجمې سره مينه ساتل البته د يوه جيد عالم تر نظارت لاندي.
دوهم: د پاکو او لوړفکرو انسانانو سره ملګرتيا کول.
دريم: د غربي او ټولو غير اسلامي تهذيبونو او ميډياوو څخه جدي پرهېزکول.
څلورم: د يوازي ژوند او ګرځېدلو څخه ځان ساتل.
پنځم: د اهل الله او تارک الدنيا علماؤ مجلسو ته حاضرېدل.
شپږم: د خرابو او چټلو ځايو څخه همدا راز د عکسو او بدمرغه څېرو څخه خپلي ستر ګي ساتل.
اووم: د انبياؤ علیهم السلام او صحابه کرام ورضی الله عنهم د ژوندانه مطالعه کول.
اتم: د حرامي نفقې څخه جداًپرهېزکول.

 (والسلام عليکم).

 

سرته