تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو زريني کرښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2021
  0
څو زريني کرښي
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
۱. خدمت غواړه خو مسئوليت مه غواړه.
 
۲. خدمت په ځان کي منحصر مه ګڼه خو ځان په خدمت کي منحصر ګڼه.
 
۳. مسئوليت چي هرڅومره سپک وي خو کولو ته يې ځان ژمن وبوله.
 
۴. مسئوليت تر هغه وخته پوري کوه چي کولای يې سې کله چي يې د کولو څخه پاتي راسې نور نو ځان مه ورباندي مصروف کوه بلکي هغه چاته يې وسپاره چي کولای يې سي.
 
۵. د هغه چاسره چي درکړی مسئوليت درڅخه واخلي په زړه کي عقده مه پيدا کوه بلکي د ځانه سره محاسبه وکړه، خپله نيمګړتيا پيدا کړه او تجربه حاصله کړه.
 
۶. تجربه حاصلول علم دی په حاصلولو کي به يې ارومرو ستونزي مخي ته راځي بايد استقامت له لاسه ورنکړې.
 
۷. پر هغه چا باندي بدګمان مکوه څوک چي پرتا باندي بدګمان کوي يوه نه بله ورځ به دی هم پدې حقيقت باندي پوه سي.
 
۸. چاته چي دي مسئوليت ورکړی وي که ته د هغه څخه د مسئوليت ښه سرته رسول غواړې نو هغه ته هم وخت ورکړه ترڅو خپلي ستونزي ستاسو سره شريکي کړي.
 
۹. که چاته وايې: څه دي راوړيدي؟ نو دا هم ورته وايه : څه غواړې؟
 
۱۰. پر چا باندي دي چي باور وکړ بيا ورسره داسي خبره او معامله مکوه چي پر هغه باندي ستا پر بې باورۍ دلالت وکړي.
 
۱۱. کڅه هم اوسنی سياست ټوله درواغ دی او سياسيون ډيری يې درواغجن او د اسلام څخه ناخبره خلګ دي خو پدې باندي خپل سر سم خلاص کړه چي اصلي او حقيقي سياست د اسلام نه بېلېدونکی جزء دی نو بايد په پيژندلو او زده کولو کي يې خپل ټول توان ولګوې او عملي کولو ته يې ژور پلان جوړ کړې.
 
۱۲. پدې باندي ځان پوه کړه چي د مسلمانانو ناکامي د هغه وخت څخه راپيل سوه چي حکومتونه او واک يې د لاسه ولاړی نو که د ځان او ټولني ژغورل غواړې د اسلامي حکومت او خلافت لپاره دي هڅي ګړندۍ کړه.
 
۱۳. تر ټولو خلګو د مجاهدينو سره مرسته ډېره مفيده ده او ډېر ثواب لري.
 
۱۴. هغه چاته مجاهد وايه چي اوس عملا په جهاد باندي بوخت وي څوک چي يو وخت يې جهاد کړی وي بيا يې وروسته ژوند په فسق، فساد او غلامۍ کي تېر کړی وي هغه ته مجاهد ويل لوی درواغ دي او هغه مجاهد ګڼل ستر خيانت دی.
 
 ماخذ : اسلامي مقالې 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته