تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او پلار (لومړۍ برخه/ سریزه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 9, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مور او پلار 
(لومړۍ برخه) 

مور او پلار د شریعت په رڼا کي


مور د الله جل جلاله  له ډیرو لویو نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی، چي  هغه یې په موږ او تاسو باندي پیرزو کړی ده، دا لوی نعمت په هره ثانیه، د قیقه او هرساعت کي زموږ د خوښیو لپاره زیار باسي او تل په دې هڅه کي وي چي د خپل اولاد د خدمت کولو او خوشحاله ساتلو جوګه وګرځي خو هغه مهربانه مور چي نهه میاشتې یې موږ او تاسي په خپله مبارکه ګیډه کي ګرځولي یو او له هغه وروسته یې بیاهم زموږ لپاره شپه او ورځ یوه کړی ده .


مور او پلار ته الله جل جلاله ډیر لوړ مقام ورکړی ده چي په دې هکله حضرمحمد صلی الله علیه وسلم  فرمایې (جنت د میندو تر پښولاندي دی) که چیري موږ غواړو چي جنت تر لاسه کړو او په دې د نیا او یا په هغه دنیا کي کامیاب واوسو نو موږ باید د پورته حدیث مطابق د خپل ګران خوږ پلار او د شاتو په څیر خوږي او مهربانۍ مور خدمتونه وکړو چي پدې کار سره الله جل جلاله هم له موږ څخه راضي کیږي.


له چا سره چي د مور او پلار دعاګاني شتون ولري هغه په خپلو کارنوکي بریالی وي؛ خو ترټولو به هغه څوک زیات خوښ چانس وي چي مور او پلار یی ژوندي وي او د هغو خدمت کوي که موږ اوتاسې د مور د خدمت کولو له اجرونو څخه خبر شو بیا به همیشه د خپل پلار او مور خدمت کوو چي پدې اړه یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د مور او پلار حقوق او د هغوی د خدمت کولو اجرونه داسي بیان کړل.


( له هغه اولادونو چي مور او پلار را ضې وي له هغه څخه الله جل جلاله هم راضې وي او له هغو کسانو څخه چي مور او پلار نا راضه وي له هغو څخه الله جل جلاله هم ناراضه وي) نا څاپه یوکس له مجلس څخه را ولاړشو او له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  نه یې پوښتنه وکړه چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه چا چي مور په کوچینوالې کي مړه شوې وي، هغه باید څه وکړي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  یی په ځواب کي و ویل چي هغه باید د مور د خور (خاله) خدمت وکړي چي له دې اجرونو څخه برخمن شې.


په یو بل حدیث شریف کي هم راغلي دي چي یوکس حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته راغلی چي ماته نصحت وکړه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  هغه ته ۳ ځلي و فرمایل چي ( د مور خدمت وکړه، د مور خدمت وکړه، د مورخدمت وکړه او په څلورم ځل یې ورته و ویل چي د پلار خدمت وکړه او که د چا پلارو فات شوی وي نو د پلار د ملګرو خدمت دي وکړي، چي له دې اجرونو څخه برخمن شي) که د چا مور او پلار وفات شوي وي کورنۍ ته یې صبر جمیل او والدینو ته دې الله ج جنت ور په برخه کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته