تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( اُوه ویشتمه برخه) د مُؤْتَه غزا
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  December 30, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( اُوه ویشتمه برخه) 
د مُؤْتَه غزا
 
o د آتم هجري کال په جمادي الاولی میاشت کي د مسلمانانو او غَسَاسِنَه تر منځ د مُؤته ستره غزا وشوه، که څه هم په دې جګړه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ګډون نه درلود، خو بیا هم غزا بلل کیږي، ځکه الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته په داسي حال کي چي په خپله يې په مدینه کي تشریف درلود د دې غزا ځیني پېښي وروښودلې.
 
o د دې غزا سبب د غساسنه له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استازي؛ حارث بن عُمَیْر رضي الله عنه وژل (په شهادت رسول) و.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لیک د حارث بن عُمَیر رضي الله عنه په لاس په شام کي د بُصرَی پاچا ته استولی و، هلته شَرَحْبِیْل بن عمرو غَسَّاني راپاڅېد او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا استازی یې د اسلام په ګناه په شهادت ورساوه.
 
o هغه مهال هم د سفیرانو او استازیو وژل ستر جرم ګڼل کيده، عادت، دود او دستور دا و چي د سفیرانو او استازیو سرونه به په امن وو او چا به یې مخه نه نیوله.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د غَساسنه قبیلې په خلاف د جګړې د تیارۍ امر وکړ، دری زره مجاهدین تیار شول، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت له ورځي تر هغه مهاله د غازیانو د شمېرې له پلوه تر ټولو ستر لښکر و.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مولی (آزاد کړی شوی غلام) زید بن حارثه رضي الله عنه د دې لښکر قومندان وټاکه او امر یې وکړ چي د زید له شهادت وروسته به جعفر بن أبي طالب رضي الله عنه د لښکر قومندان وي.
 
o زیاته یې کړه: که جعفر رضي الله عنه شهید شو، بیا به عبدالله بن رواحه رضي الله عنه د قومندانۍ مسؤولیت اخلي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم سپین بیرغ پورته کړ او زید بن حارثه رضي الله عنه ته یې وسپاره.
 
o په دې غزا کي خالد بن ولید رضي الله عنه هم ګډون درلود، او دا یې په اسلام له مشرفېدو وروسته لومړنۍ جګړه وه.
 
o دا دری زره کسیز لښکر روان شو څو د مَعَان سیمي ته ورسېد، غازیان هلته خبر شول چي د مقابلې له پاره یې د رومیانو له مرستو برخمنو غَساسنه وو دوه سوه زره وسله وال تیار کړي دي.
 
o د اسلام غازیانو له دومره ستر لښکر سره د مقابلې ګومان او اټکل نه و کړی، خو چي ورسره مخامخ شول د دښمن د شمېرې زیاتوالي یې پر روحیاتو او جذباتو څه منفي اغیزه ونه کړه، وېرې یې د ایمان په نور منورو زړونو ته لاره ونه شوی موندلی.
 
o زید رضي الله عنه خپل لښکر داسې وویشه: میمنه (ښۍ خوا) او قومندان یې قُطْبَه بن قتاده. میسره (چپه خوا) قومندان یې عَبَايَه بن مالک انصاري.
 
o د اسلام لښکر مخکي لاړ څو د مُؤْتَه سیمې ته ورسېد، چيرته چي د اسلام او کفر لښکرې سره مخامخ شوې. فکر وکړئ دری زره غازیان له دوه سوه زره کفارو وسله والو سره جګړه او مقابله کوي!
 
o همدلته مُؤته کي سخته جګړه ونښته، په رښتیا چي ډېره سخته او ستره جګړه وه چي اصحابو رضي الله عنهم یې په ترڅ کي داسي نه هېرېدونکي اتلولۍ وښودې چي ان دښمنان یې حیران کړل.
 
o زید بن حارثه رضي الله عنه بیرغ اوچت کړ او په نره یې د کافر دښمن مقابله کوله، مسلمان غازیان ټول په مېړانه جنګېدل څو قومندان یې زید رضي الله عنه شهید شو.
 
o زید رضي الله عنه چي په شهادت ورسېد جعفر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت مطابق د اسلام بیرغ پورته کړ او تر هغې په پوره شجاعت او همت وجنګېد څو شهید شو.
 
o د جعفر رضي الله عنه له شهادت وروسته عبدالله بن رواحه رضي الله عنه د اسلام بیرغ پورته کړ او په داسي حال کي یې د دښمن پر عسکرو مرګوني ګوزارونه کول چي پر آس سپور و او تر هغې یې جګړې ته ادامه ورکړه څو په شهادت ورسېد.
 
o الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم هلته مدینه کي د غزا له ځینو پېښو خبر کړ، کله چي د اسلامي لښکر قومندانان یو په بل پسې د مُؤتَه په میدان کي شهیدان  شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا یَسُرُّهُمْ أنَّهُمْ عِنْدَنَا» رواه البخاري: دوی له دې ځایه هلته (آخرت کي) ډېر خوشاله دي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره هغو نعمتونو ته په پام سره وکړه چي شهیدانو ته له شهادت وروسته ور په برخه شوي وو، رضي الله عنهم أجمعین.
 
o عبدالله بن رواحه رضي الله عنه چي شهید شو د اسلام بیرغ پر ځمکه پرېوت، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده ځای ناستی نه و ټاکلی، نو ثابت بن أقْرَم رامخکي شو او بیرغ یې پورته کړ.
 
o په دې سره ټول غازیان چي خالد بن ولید رضي الله عنه هم و په کي د ثابت شاوخوا ته راغونډ شول، همدلته ثابت رضي الله عنه د اسلام بیرغ خالد رضي الله عنه ته وسپاره او هغه هم قبول او پورته کړ.
 
o خالد رضي الله عنه چي کله د اسلام بیرغ پورته کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کي خپلو اصحابو ته وفرمایل: «أخَذَ الرَّایَةَ سَیْفٌ مِنْ سُیُوْفِ اللهِ». بیرغ د الله تعالی له تورو یوې توري پورته کړ.
 
o خالد رضي الله عنه وتوانید خپل لښکر له سره داسي تنظیم کړي، چي د دښمن د یرغل په وړاندي ټینګ ودریږي او د کفر سپایان تر بریدونو لاندي ونیسي.
 
o په دې توګه خالد رضي الله عنه وکولی شوی غازیان وساتي او اسلامي لښکر په خاص تکتیک سره بې له کومو تلفاتو د جګړې له ډګره وباسي او په خیر مدینې ته ستانه شي.
 
o د مُؤتَه دغه لښکر چي کله د جګړې له ډګره په شا شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَیْسُوْا بِالفُرَّارِ وَ لَکِنَّهُمْ الکُرَّارُ اِنْ شَاءَ اللهُ»: دوی د جګړې له ډګره تښتېدونکي نه، بلکي که خدای کول (له نوي عزم سره) بېرته ورته ورګرځیدونکي دي، دا حدیث ابن اسحاق په خپل کتاب کي په ضعیف اسناد روایت کړی دی.
 
o خلکو به ویل چي له جګړې راتښتېدلي، څو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا  پورتنی حدیث وفرمایه. (أخرجه ابن اسحاق في السیرة باسناد ضعیف، قال الحافظ ابن کثیر: و هذا مرسل و فیه غرابة).
 
o جعفر رضي الله عنه چي په مُؤته غزا کي شهید شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې د کورنۍ پوښتنه او پالنه کوله. اسلامي لښکر چي مدینې ته راورسېد رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلي کورنۍ ته امر وکړ: «اِصْنَعُوا لآلِ جَعفَرٍ طَعَامًا؛ فَقَدْ أتَاهُمْ مَا يَشْغَلُهم، أو أمْرٌ يَشْغَلُهم». رواه ابن ماجه واسناده حسن: د جعفر کورنۍ ته خواړه تیار کړئ، ځکه هغوی په غم اخته شوي دي.
 
 نوربیا... 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته