تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۲۲)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  October 21, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(دوویشتمه برخه) 
 
پاچایانو او مشرانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونه
 
o د حدیبیې له تړون وروسته چي مسلمانان له یوه لوري په امن او ډاډه شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدغه فرصت د دې له پاره غوره ولید چي د دعوت وړانګې د عربي جزیرې له پولو د باندي هم خورې شي.
 
o د حدیبیې له سولې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو او عجمو پاچایانو ته له خپلو استازیو سره لیکونه واستول او ټول یې د اسلام منلو ته راوبلل.
 
o انس رضي الله عنه ویلي: «أنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ كَتَبَ إلى كِسْرَى، وإلَى قَيْصَرَ، وإلَى النَّجَاشِيِّ، وإلَى كُلِّ جَبَّارٍ، يَدْعُوهُمْ إلى اللهِ تعالَى،». رواه مسلم.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم  کسری (د فارس واکمن)، قیصر (د روم واکمن)، نجاشي (د حبشې واکمن) او بل هر یوه جابر او زورواکي ته لیکونه واستول او د الله تعالی لور ته یې راوبلل.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د حبشې پاچا (نجاشي) ته خپل لیک د عمرو بن أُمیه الضَّمْري رضي الله عنه په لاس ولېږه.
 
o د لیک له برکته نجاشي په اسلام مشرف شو رضي الله عنه، او د نبي صلی الله علیه وسلم نبوت یې ومانه.  یاده دې وي چي دا هغه نجاشي نه دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جنازې غائبانه لمونځ کړی دی.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د روم پاچا (قیصر) ته خپل لیک د دِحْیَه بن خلیفه الکَلْبِي رضي الله عنه په لاس واستاوه، د اسلام بلنه یې ورکړه، هغه د لیک په لوستلو سره سخت ووېرېد، ټکان یې وخوړ، خو اسلام یې رانه ووړ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د   فارس پاچا (کسری) ته عبدالله بن حُذافه رضي الله عنه له خپل یوه لیک سره واستاوه او بلنه یې ورکړه چي اسلام راوړي، خو کسری د لیک په لوستلو سره سخت په غصه شو او د نبي صلی الله علیه وسلم دا مبارک لیک یې څیرې کړ.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم حاطِب بن أبي بَلْتَعه رضي الله عنه د قبطیانو (مصر) واکمن مقوقس ته له یوه لیک سره واستاوه، اسلام ته یې راوباله، خو هغه هم مسلمان نه شو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمامه پاچا هَوْذَةَ بن علي ته خپل لیک د سَلِیط بن عمرو العامري په لاس ولېږه، هغه هم په اسلام مشرف نه شو.
 
o په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د حبشې پاچا (نجاشي) د روم پاچا (قیصر)، د فارس پاچا (کِسری)، د قبطیانو یا مصر پاچا (مُقَوْقِس) او د یمامه پاچا هَوْذَه بن علي ته لیکونه واستول او ټولو ته یې د اسلام بلنه ورکړه.
 
o همدا هغه پنځګوني لیکونه دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو استازیو په ذریعه د عربي جزیرې له پولو د باندې پرتو پاچایانو ته استولي دي، پر دې سربیره رسول الله صلی الله علیه وسلم په آتم هجري کال یو څو نور لیکونه هم د جزیرې له پولو د باندې استولي دي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم دا پنځه لیکونه د اووم هجري کال په مُحرم میاشت کې یادو پاچایانو ته استولي دي، چي پر هر پاچا یې ستره اغیزه درلودلې ده.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته