تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( اته ویشتمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( اته ویشتمه برخه) 
 
د ذاتُ السَّلاَسِل سَرِیِّه
 
o د آتم هجري کال په جمادي الآخرة میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم عمرو بن عاص رضي الله عنه ته وفرمایل: «اِنِّيِ أُرِیْدُ أَنْ أَبْعَثَکَ عَلَی جَیْشٍ فَیُسَلِّمَکَ اللهُ وَیُغْنِمُکَ»: غواړم د یوه لښکر قومندان دي وټاکم او الله تعالی به دي سالم او غانم بېرته راولي.
 
o عمرو بن عاص رضي الله عنه په ځواب کي عرض وکړ: یارسول الله! ما د مال او شتمنۍ له پاره ایمان نه دی راوړی، بلکي زه د دې له پاره په اسلام مشرف شوی یم چي جهاد وکړم او له تا سره د ملګرتیا شرف مي په برخه وي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «یا عَمرُو نِعْمَ المَالُ الصَّالِحُ لِلرَّجُلِ الصَّالِحِ»: پاک مال د پاک سړي دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه (عمرو رضي الله عنه) ته د دری سوه غازیانو د قومندان په توګه د ذات السلاسل سریې دنده وسپارله.
 
o عمرو له خپلو ملګرو سره روان شو، موخه یې د قُضَاعَه قبیلې پر هغو وسله والو برید و چي پر مدینه د یرغل په نیت سره غونډ شوي وو، عمرو رضي الله عنه وتوانید په غلچکي برید سره دښمن ته ډېر تلفات واړوي.
 
o دا جهادي ګروپ سالم او غانم بېرته مدینې ته ستون شو او په دې توګه د ذات السلاسل په دې سریه کي یو تن مسلمان هم نه شهید شو او نه ټپي، ټول روغ رمټ مدینې ته ستانه شول او نبي صلی الله علیه وسلم یې په راتګ ډېر خوشاله شو.
 
د ابو قَتَادَه سَرِیَّه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د آتم هجري کال په شعبان میاشت کي ابو قتاده حارث بن رِبْعي د یوه جنګي ګروپ (سریه) مشر وټاکه، څو  د غطفان قبیلې پر هغو وسله والو برید وکړي چي پر مدینه د یرغل له پاره یې تیاري نیوله.
 
o ابو قتاده رضي الله عنه او ملګرو یې خپل منزل ته له رسېدو سره سم د غطفان قبیلې پر وسله والو برید وکړ، یو شمېر یې ورنه ووژل، څو تنه یې اسیران کړل او پاتي نور یې وتښتېدل.
 
د مکې د فتحي غزا
 
o د آتم هجري کال د رمضان میاشتي په لسمه مکه مکرمه فتح شوه؛ دا د اسلام په تاریخ کي تر ټولو ستره فتحه ده، دا داسي یوه تاریخي ورځ ده چي الله تعالی په کي خپل دین او رسول صلی الله علیه وسلم ته عزت او نصرت ورکړ.
 
o د دې ستري فتحي لامل د بني بکر او قریشو غدر او خیانت و؛ دوی د حدیبیې تړون مات کړ او د خُزاعه قبیلې چي د حدیبیې تړون په رڼا کي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ملګرتیا تړون درلود، شل تنه ووژل.
 
o د خزاعه قبیلې مشر سالم خُزاعي مدینې ته ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې چي په جومات کي یې تشریف درلود له پېښي خبر کړ.
 
o په ځواب کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «نُصِرْتَ یا عَمْرَو بْنَ سالمٍ»: ری مه وهه عمرو بن سالمه مرسته دي کوو! ورپسې د خُزاعه قبیلې یو پلاوی هم له مکې راورسېد او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د قریشو د غدر او خیانت خبر ورساوه.
 
o وروسته قریش هم د خپل غدر او خیانت له عواقبو ووېرېدل،ابو سفیان یې د سولې تړون د تجدید په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته واستاوه، خو د ابوسفیان دا سفارت ناکام و او نامراده بېرته مکې ته ستون شو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د سترې فتحې تیاري ونیوله، او له خپل رب یې دعاء او سوال وکړ چي خبر یې له قریشو پټ وساتي؛ وې فرمایل: «اللهم خُذِ العُیُونَ والأخبارَ عن قریشٍ». خدایه! په قریشو باندي زموږ د خبر لاري او چاري بندي کړې، زموږ خبر پټ ورنه وساته.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته د روانېدو قومانده ورکړه او ټولو مسلمانو قبیلو ته یې خبر ورکړ چي د مکې پر لور د تګ تیاری ونیسي.
 
o په دې توګه لس زره غازیان د نبي صلی الله علیه وسلم تر امر او قوماندې لاندي برابر شول، دا له بعثت وروسته تر ټولو ستر اسلامي لښکر و، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د آتم هجري کال د  رمضان میاشتې په لسمه له مدینې روان شو.
 
o د مکې د لاري په اوږدو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی ابو سفیان بن حارث رضي الله عنه او د ترور (عمه) زوی یې عبدالله بن أبي أمیه بن مغیره په داسي حال کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضر شول چي دواړه په اسلام مشرف شوي وو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم روژه په خوله د مکې پر لور مخ په وړاندي روان و، ملګري یې هم روژه وو، او د لاري په اوږدو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېري تندي پر خپل مبارک سر اوبه واچولې.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي کله د عُسْفَان او قُدَیْد تر منځ پرتې کَدِیدَ نومي چینې ته ورسېد، اصحابو رضي الله عنهم ته یې وفرمایل: «إنَّكُمْ قَدْ دَنَوْتُم مِنْ عَدُوِّكُمْ، وَالفِطْرُ أقوَى لَكُمْ». رواه مسلم: اوس تاسو خپل دښمن ته ورلنډ شوی، که روژه ماته کړئ دا به مو بدن ته غوره وي.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې د رخصت له حکمه په استفادې روژه ماته کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوبو لوښی راوغوښت او په رڼا ورځ یې اوبه وڅښلې څو خلک یې وویني.
 
د عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه هجرت
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي جُحْفَه نومي سیمي ته ورسېد، تره یې عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه چي له خپلي کورنۍ، اهل او عیال سره مدینې ته د هجرت په نیت راوتلی و، ورسره مخامخ شو او نبي صلی الله علیه وسلم یې په لیدو ډېر خوشاله شو.
 
o عباس رضي الله عنه د مکې پر لور د اسلامي لښکر له راتګ خبر نه و، نوموړی مدینې ته تر ټولو وروستی مهاجر دی، ځکه د ده له هجرت وروسته مکه فتح شوه او د هجرت لړۍ پای ته ورسېده.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لا هِجْرَةَ بَعْدَ الفَتْحِ، أی فتح مکة». د مکې له فتحي وروسته (مدینې) ته هجرت نه شته.
 
o دا حدیث چي فرمایي: «يَا عَمِّ اطْمَئِنَّ، فَإِنَّكَ خَاتَمُ الْمُهَاجِرِينَ فِي الْهِجْرَةِ، كَمَا أَنَا خَاتَمُ النَّبِيِّينَ فِي النُّبُوَّةِ». تره! ته د هجرت د لړۍ خاتم یې لکه زه چي د نبوت د لړۍ خاتم النبیین یم. دا امام احمد په ډېر ضعیف اسناد سره روایت کړی دی.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې پر لور مخکي لاړ، څو ماسختن مهال ظَهْرَان ته ورسېد، هلته یې اصحابو رضي الله عنهم ته امر وکړ چي اورونه بل کړي، ټولو د امر تعمیل وکړ او اورونه یې بل کړل.
 
o د الله سبحانه وتعالی په فضل او تدبیر سره قریش د نبي صلی الله علیه وسلم له دې ټولو تحرکاتو بې خبره پاتی وو، هیڅ ډول معلومات یې نه درلودل چي نبي صلی الله علیه وسلم به د دوی د غدر او خیانت په وړاندي څه ډول دریځ خپلوي او له دوی سره به څه کوي؟
 
o همغه مهال ابو سفیان، حکیم بن حِزام او بُدَیْل بن وَرْقاء چي ټول له فتحي وروسته په اسلام مشرف شول، له مکې د باندي راووتل څو په حالاتو ځانونه خبر کړي.
 
o له مکي نه ان تر مَر الظهران راغلل، هلته یې ولیدل چي ډېر اورنه بل دي، لس زره کسیز اتل لښکر پروت دی، د دې صحنې په لیدو یې زړونه له ډېري وېري په لړزه شول.
 
o دلته عباس رضي الله عنه په دې لټه کي و چي یو څوک پیدا کړي څو قریش د نبي صلی الله علیه وسلم د دې ستر لښکر له راتګ خبر کړي، او په دې توګه قریش له مسلمانانو سره د جګړې پر ځای د تسلیمۍ لاره غوره کړي.
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته