تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت(پنځه ویشتمه برخه)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  December 9, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(پنځه ویشتمه برخه) 
 
حبشې ته د تللیو مهاجرینو راتګ
 
o نبي صلی الله علیه وسلم لا په خیبر کي تشریف درلود چي د جعفر بن أبي طالب په مشرۍ حبشې ته تللي مهاجرین ورته راورسېدل، نبي صلی الله علیه وسلم یې په راتګ سخت خوشاله شو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم دغه مهال وفرمایل: «مَا أَدْرِي بِأَيّهِمَا أَنَا أُسَرّ: بِفَتْحِ خَيْبَرَ، أَمْ بِقُدومِ جَعْفَر»؟ رواه الحاکم. نه پوهیږم په کوم یوه ډېر خوشاله یم؛ د خیبر په فتح او که د جعفر په راتګ؟!
 
د اشعریانو راتګ
 
o همدا راز اشعریان هم چي د ابو موسی اشعري رضي الله عنه په شمول دری پنځوس (۵۳) تنه وو، همدلته خیبر کي د نبي صلی الله علیه وسلم خدمت ته راورسېدل.
 
o د اشعریانو له رارسېدو یوه ورځ مخکي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي وو: 
 
o «يَقدَمُ عليكم غدًا أقوامٌ هم أرَقُّ قلوبًا للإسلامِ منكم. قال: فقَدِمَ الأشعريُّون، فيهم أبو موسى الأشعَريُّ، سبا داسي یو قوم (خلک) درته راځي چي زړونه یې له تاسو زیات اسلام ته نرم او تابع دي. بیا اشعریان راورسېدل چي ابو موسی اشعري هم په کي وو.
 
د ابوهریرة رضي الله عنه او دَوْس قبیلې راتګ
 
o نبي صلی الله علیه وسلم لا په خیبر کي حضور درلود چي د اسلام راوي ابوهریره رضي الله عنه او د دَوْس قبیلې خلک له خپل سردار طفیل بن عمرو دَوْسي سره یوځای ورته راغلل.
 
له صَفِیَّة رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح
 
o وړاندې تر دې چي د خیبر یهودان تسلیم شي او سوله وکړي، یو شمېر وګړي یې د مسلمانانو له خوا اسیران شول، د اسیرانو په ډله کي یوه هم صفیه بنت حُیَيِّ بن أخطب وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام بلنه ورکړه، هغې ومنله او په اسلام مشرفه شوه؛ رضي الله عنها.
 
o صفیه رضي الله عنها چي مسلمانه شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم آزاده کړه او واده یې ورسره وکړ، مهر یې همدا آزادي وه او په دې توګه یې د أمهات المؤمنین په ډله کي د ګډون ویاړ په برخه شو.
 
په زهرو ککړ شوی پسه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د خیبر له مسألې فارغ شو، همدې وخت کي یوې یهودۍ چي زینب بنت حارث نومېدله یو په زهرو ککړ شوی جوغدي (کباب شوی یا سجي) پسه ورته راووړ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته له دې چي څو تنو اصحابو رضي الله عنهم د پسه څه اندازه غوښه خوړلې وه ورته وفرمایل: (ارفَعُوا أيدِيَكُم؛ إنَّها مَسْمُومَةٌ): لاسونه مو ورنه پورته کړئ، دا پسه زهرجن دی. همدې زهرو یو صحابي بِشْرُ بنُ البَرَاءِ بن مَعْرُورٍ الأنْصَارِيُّ رضي الله عنه وواژه.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې یهودۍ زینب بنت حارث ته وفرمایل: «ما کان الله لِیُسلِّطَکِ عَليَّ». الله تعالی تا ته پر ما د تسلط توان نه دی درکړی. بیا یې همدا ښځه د بشر بن براء رضي الله عنهما په بدل کي قصاص کړه؛ وې وژله.
 
o د خیبر یهودانو ان د عمر رضي الله عنه د خلافت تر زمانې د خیبر ځمکي په نیمایي کاله کولې، څو یو مسلمان یې وواژه.
 
o عمر رضي الله عنه ورنه وغوښتل چي قاتل وروسپاري، خو یهودانو دا کار ونه کړ، نو امیرالمؤمنین عمر رضي الله عنه دا یهودان له عربي جزیرې نه شام ته وشړل او عربي جزیره یې د دوی له شتون پاکه کړه.
 
o په هر حال، رسول الله صلی الله علیه وسلم منصور او بریمن مدینې ته ستون شو، د لاري په اوږدو کي یې چي أُحُد غر ولید وې فرمایل: «هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ».متفق علیه. دا هغه غر دی چي له موږ سره مینه لري او موږ هم مینه ورسره لرو.
 
د ذات الرِّقاع غزا
 
o په خیبر غزا پسې د ذات الرِّقاع غزا وشوه، او دا نوم ځکه ورکړل شوی چي د نبي صلی الله علیه وسلم سپاهیانو د پڼو د نه درلودلو له لامله خپلي پښې په جنډو او ټوټو سره پټي کړي وې.
 
o د دې غزا لامل دا و چي نبي صلی الله علیه وسلم خبر ترلاسه کړ چي د غَطَفَان قبیلې ډلګۍ پر مدینه د یرغل اراده لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلور سوه اصحابو رضي الله عنهم سره  د مقابلې له پاره مخي ته ورووت.
 
o د غطفان قبیلې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوځېدو خبر شول فورا په تېښته شول، یوه خوا بله خوا لاړل، نبي صلی الله علیه وسلم چي د دوی د غونډېدو ځای ته ورسېد، هیڅوک نه وو، ټول تښتېدلي وو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذات الرِّقاع غزا په مهال هم د خوف یا وېرې لمونځ وکړ، وروسته بېرته مدینې ته ستون شو.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته