تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۲۳) د ذي قَرَد غزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(درویشتمه برخه) 
 
 
د ذي قَرَد غزا
 
o له خیبر غزا درې ورځي مخکي د ذي قَرَد غزا شوه، چي غزوة الغابه هم بلل کیږي، د دې غزا اتل سَلَمَه بن أکْوَع رضي الله عنه دئ.
o د دې غزا لامل دا و چي عبدالرحمن بن عُیینه بن حِصْن د مدینې پر څنډو یرغل وکړ، د نبي صلی الله علیه وسلم شل اوښان یې له ځان سره یووړل، یو مسلمان یې په شهادت ورساوه او بیا وتښتېد.
 
o سلمه بن أکوع رضي الله عنه پلی او په منډه ورپسې ورووت، لیندۍ او غشي یې ورسره وو، چي ورلنډ شو په غشو یې وویشتل څو وتوانید د نبي صلی الله علیه وسلم یو شمېر اوښان بیرته ورنه راونیسي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي له دې پېښي خبر شو، د (الفَزَعَ الفَزَعَ) ناره یې وکړه، فورا د مسلمانانو سپاره ورته راورسېدل او نبي صلی الله علیه وسلم په هغو تاړاک ګرو  پسي ورروان شو.
 
o له نبي صلی الله علیه وسلم سره پنځه سوه صحابیان رضي الله عنهم ملګري وو، خو هلته سلمه بن أکوع رضي الله عنه په دې توانیدلی و د نبي صلی الله علیه وسلم ټول اوښان له هغو داړه مارانو بېرته راخلاص کړي.
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم ځانګړی مجاهد یار ابو قتاده حارث بن رِبعي رضي الله عنه په عبدالرحمن بن عُیینه بن حِصْن پسې و، څو را وې نیو او هملته یې ځای پر ځای کړ (وې واژه).
 
o پر دې مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خیرُ فُرسانِنا الیومَ أبو قتادةَ و خیرُ رَجَّالَتِنا سَلَمَة». رواه الامام مسلم. نن زموږ تر ټولو غوره سپور مجاهد (شهسوار)ابو قتاده او تر ټولو غوره پلی مجاهد سلمه دی.
 
o په ذي قَرَد غزا کي چي غزوة الغابة هم بلل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو رضي الله عنهم سره د خوف (وېرې) لمونځ وکړ. دا خبره امام أحمد په صحیح اسناد سره خپل مُسند کي روایت کړې ده.
 
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هملته ذي قَرَد سیمه کي له خپلو اصحابو رضي الله عنهم سره ناست و، خوشي طبعي یې ورسره کوله، سره خندل یې، بلال رضي الله عنه یو اوښ حلال کړ او  ده یې یینه(جګر) او بوکام کبابول.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم، مور وپلار مي ترې قربان، وروسته له دې چي ټول غلا شوي اوښان یې بېرته ترلاسه کړي وو، په داسي حال کي منصور او بریالی مدینې ته ستون شو، چي اصحاب رضي الله عنهم یې شاوخوا روان وو.
 
 نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته