تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مـؤتـه جـنګ(۱برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مـؤتـه جـنګ(۱برخه)

دغه جنګ هغه لوى او سخت جنګ دى چي مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حيات کي کړى دى، دغه جنګ د نصاراوو د ښارو د فتحه کولو دپاره شروع او مقدمه بلل کيږي، دغه جنګ د هجرت د اتم کال د جمادي الاول په مياشت کي پېښ سو چي د 629 عيسوي کال د اګست يا سپتمبر مياشت وه.


 مُؤتـه يو کلى دى چي په شام کي د بلقاء و ښار ته نژدې دى او د بيت المقدس څخه دوه منزله ليري دى او د دې جنګ اساسي سبب دا دى: لکه د مخه چي مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حارث بن عمير رضی الله عنه  په لاس د بُصرْى و پاچا ته ليک ولېږى، په لار کي شُرحبيل بن عمرو الغساني پر پېښ سو چي دغه شرحبيل د شام د مځکي پر بلقاء حاکم ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد حارث بن عمير رضی الله عنه  يې ونيوى او بيا يې شهيد کړی،  د سفير يا قاصد وژل دومره لوى جرم دى چي د جنګ تر اعلان لا هم لوړ دى، دغه کار پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير سخت او شديد تاثير وکړی نو ځکه يې دغه لښکر چي شمير يې درې زره نفره ؤ د غسان د جنګ دپاره آماده کړی او رسول  الله صلی الله علیه وسلم  د دغه لښکر دپاره آمران يا قومندانان وټاکل او وې فرمايل: د لښکر آمر زيد بن الحارثه دى که چيري زيد  و وژل سو بيا نو جعفر بن  ابي طالب قومندان دى او که بيا جعفر هم و وژل سو نو عبدالله بن رواحه قومندان دى او که هغه هم و وژل سو بيا دي مسلمانان د خپل منځ څخه يو نفر خوښ او انتخاب کړي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى امر کړه چي د حارث بن عمير رضی الله عنه  د وژلو ځاى ته به ورسى او د هغه ځاى څخه به د اسلام په دعوت شروع وکړی که خلکو  اسلام قبول کړی خو ډير ښه او که يې اسلام نه قبلاوه نو د الله جل جلاله  څخه پر دوى مدد وغواړى او جنګ ور سره شروع کړی او وې فرمايل: د هغوکسانو سره چي پر الله کافران سوي دي په بسم الله او د الله په لارکي جهاد شروع کړی، مګر هـو! غدر او خيانت به نه کوى، کوچنئ او ښځه به نه وژنى او نه به شيخ فاني سپين ږيرى وژنى، نه به هغه څوک وژنى چي تنهايي يې اختيار کړې وي او په صومعه یا عبادت خانه کي ناست وي، نه به د خرما يا نوري وُني پرې کوى او نه به کوم تعمير نړوى. 

 

سبحان الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر د اسلامي جنګ قوانين دغه او دغسي دي، خو تاسي يې د نن ورځي د هغو  کسانو د جنګ د قوانينو سره قياس کړی چي د بشر د حقوقو بيرغ يې په لاس کي نيولى دى، د تهذیب او تمدن پروفیسران دي، د ښځو او کوچنيانو د حقوقو په نارو خو يې د غاړو رګونه وشکېدل، آيا دوى په خپلو جنګو کي د ښځو او کوچنيانو، د سپين ږيرو او بېطرفه انسانو، د بشریت او انسانیت کوم مراعت کړى دى؟ اوکه زهر آلوده بمان پر کورو او ښارو غورځوي چي د وژلو پرته د مريضيو او خرابیو آثار يې تر ډیرو کلو او نوو نسلو پوري پاته کيږي، پردې موضوع ډيري خبري کېدلاى سي خو فقط تاسي وګوری چي دغه بشر دوستان د بشر د حقوقو څومره مراعت کوي؟ او اسلام يې څومره مراعت کړى دى؟ 


تبصرې به تاسي ته پرېږدم مګر د حق او عدالت په ترازو سره حکم وکړی. 


دغه لښکر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جمعې په ورځ په حرکت امرکړی او لښکر هم د جمعې د ورځي په سهار کي حرکت وکړی، په دغه وتلو کي و دې ته اشاره ده چي د جمعې په ورځ سفر جائز او روا دى، که څه هم ځيني خلک په دې کي شک لري چي آيا د جمعې په ورځ سفر جائز دى که يا؟ خو دغه لښکر د جمعې د ورځي په سهارکي حرکت وکړی، هـو! د جمعې په ورځ سفر منعه دى خو هغه وخت چي د جمعې د لمانځه وخت داخل سي او لمونځ پر خلکو واجب سي بيا نو سفر منعه دى. 


خير لښکر د غسان و طرف ته حرکت وکړی، مګر عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  د لښکر څخه پاته سو ځکه ده د ځان سره فکر وکړی چي لښکر د حرکت او وتلو په وخت کي کرار کرار ځي، خلک ځانونه سره يو ځاى کوي او خپل ضروريات پوره کوي، نو دئ رضی الله عنه  د لښکر سره نه و وتى ويل: د جمعې لمونځ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره آداءکم او بيا به په لښکر پسي ور رهي سم او ور رسېدلاى سم، د جمعې تر لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليده چي عبدالله بن رواحه دلې دى نو ويل: ولي پاته سوى يې؟ عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  و ويل:

 

يا رسولَ الله! زه په لښکر پسي ور رسېدلاى سم دا مي خوښه وبلل چي د جمعې لمونځ ستاسره آداءکړم او بيا په لښکر پسي رهي سم. 


ځکه یواځي د ده په فکر نه بلكه موږ ټول داسي فکر  کوو چي د جمعې لمونځ او هغه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دا ډير لوى ثواب دى.


مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ده  ته يوه ډيره لويه خبره وکړه چي زموږ ټولو دپاره درس او عبرت دى، بلکه داسي معلومات دي چي په ديني اعمالو کي مو  د هر شي په درجه او مقام خبروي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: قسم په الله که د مځکي د مخ ټول شيان خيرات کړې! هغه د دوى د سهار په حرکت  کي چي کوم اجر او ثواب ؤ هغه ته به نه و رسېږې. 

 

ښه متوجه سى: هغه ثوابونه چي د مجاهدينو دغه د سهار په تګ کي موجود وه، ويل: که ته د مځکي د مخ ټول موجود شيان خيرات کړې خو ثواب يې د هغه ثوابه سره نه برابريږي چي دغه مجاهدينو فقط دغه د سهار په تګ کي ګټلى دى، هغه نور جنګ او ستړيا، لوږي او زحمتونه، وژني او زخمونه چي و دوى ته ور رسيږي د هغو د اجر او ثواب پوښتنه مه کوه، نو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  و ژړل. 


د دغه حديث شريف روايت امام ترمذي رحمة الله عليه  کوي، عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  وژړل، خلکو ورته و ويل: څه شي دي ژړوي؟

 

عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  و ويل: والله زما سره د دنيا محبت نسته او نه مي تاسي يا ستاسي ملاقات ته ډير شوق دى، خو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د قرآن مجيد يو آيات واورېدى چي په هغه کي اور ذکر سوى ؤ:


وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا ﴿مريم: ٧١﴾

 

يعني: ستاسي څخه هيڅوک نسته مګر و دغه اور ته د دوږخ واردېدونکى يا ننوتونکى دى (چي مومنان پر پل صراط تېريږي او ترهغه لاندي اور دى اوکافران ور  لويږي) او دغه د اور پر تېرېدلو ستا رب يقيني حکم کړى دى. 


نو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  ويل: زما ژړا د دغه اور د بيري څخه ده. 


وروڼو! دئ خو د ثواب دپاره پاته سوى ؤ او د جمعې لمانځه ته راغلى مګر ثوابونه هلته د مجاهدينو په ملګرتيا کي وه، نو ځکه يې و ويل: د اور د بيري ژاړم او بيا يې و ويل: الْهي ستا په لار کي شهادت درڅخه غواړم. 


خير د مسلمانانو لښکر حرکت وکړی او د لښکر د حرکت خبر شا وخوا نشر سو، 
د مدينې منورې د يهودو څخه يوه نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا  محمّد!  صلی الله علیه وسلم موږ ته په تورات کي ويل سوي دي: که يو نبي د خلکو نومونه په داسي طريقه سره ياد کړي: که فلانئ و وژل سو بيا فلانئ او که فلانئ و وژل سو بيا  فلانئ، هغه نفر ټول وژل کيږي حتّْی که يې د سلو نفرو نومونه هم ياد کړي وي هغه ټول وژل کيږي، يعني: تا اوس د خپلو درو قومندانانو نومونه يادکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا داسي کار دى چي د الله جل جلاله  إراده داسي وه. 


د دغه لښکر سره خالد بن وليد رضی الله عنه  چي نوى مسلمان سوى ؤ هم ملګرى دی، لښکر د غسان پر طرف رهي سو هلته بيا و روم ته د مسلمانانو د حرکت خبر ورسېدى ځکه د غسان رئيس او حاکم چي حارث نومېدى د روم پاچا هرقل ته حال ولېږى چي يا قيصر! د محمّد صلی الله علیه وسلم  لښکر را رهي دى او زموږ او ستاسي په منځ کي داسي عهد او پيمان موجود دى: که  چا پر موږ  حمله کول تاسي به مو مرسته کوى او که پر تاسي چا حمله وکړه موږ مو مرسته کوو او اوس هغه دى محمّد صلی الله علیه وسلم  پر موږ حمله کوي. 


دلته د هرقل کفر او اسلام معلوميږي چي اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ضد د غسان د قبیلو مرسته او كومك کوي که يا؟ مګر پر هرقل دنيا غالبه سوې وه هغه مرتد او کافر ؤ غسان ته يې حال ولېږى چي هـو! زه ستاسي  سره يم او سل زره نفره جنګي لښکر يې ورته را ولېږى نو د غسان و قبيلې ته دوه لکه نفره سره يو ځاى سوه، يو لک نفر يې خپل درلودل او يو لک نفره د روم قيصر ورته را ولېږل، اوس نو د کفارو په دغه دوه لکه نفريزه لښکر کي پنځوس زره د آس سپاره وه او دا هم درته معلومه ده چي په جنګو کي پر آس هغه قوي او مشهوره پهلوانان سپرېدل، دلته و غسان ته دومره لښکر سره يو ځاى سو چي مسلمانانو يواځي دا نه چي هيڅ وخت يې د دومره لښکره سره جنګ نه دى کړى بلکه دومره انسانان یې ليدلى هم نه دي، اوس خو د مسلمانانو لښکر د دښمن په شمېر هيڅ نه دى خبر او د هغو پر طرف ور رهي دى.


 هلته بيا روميانو او غسان د معلوماتو دپاره و مخ ته جاسوسان را لېږلي دي چي په دغو جاسوسانو کي يو نفر د (سدوس) په نامه سره موجود ؤ او د هغه شرحبيل بن عمرو ورور دى چي د غسان د رئيسانو څخه ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد حارث بن عُمیر رضی الله عنه  يې شهيدکړى ؤ، نو سدوس او د هغه ملګري د جاسوسۍ دپاره را رهي دى مګر دلته د مسلمانانو د لښکر قومندان زيد بن  الحارثه رضی الله عنه  هم د کشف او معلوماتو دپاره نفر لېږل او هلته به په مخ کي ناست وه او کمين به يې نيولى ؤ، نو د مسلمانانو دغه د کشف ټولۍ دغه سدوس او د هغه ملګري ونيول او وې وژل.


 دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قاصد انتقام او بدله سوه چي ترجنګ د مخه واخستل سوه او د غسان د قبيلې ديوه رئيس ورور و وژل سو چي دې کار  نور هم د روميانو او غسان د قبيلې قهر او غضب ور زيات کړل. 


د مسلمانانو لښکر بيا هم د شمال پر طرف رهي دى څو په (مَعان) کي يې واړول، معان د شام په مځکه کي د يوه ښار نوم دى چي د حجاز و شمال ته نژدې دى، په دغه وخت کي د مسلمانانو استخباراتو زید بن الحارثه رضی الله عنه  ته دا خبر راوړى چي هرقل د يو لک نفرو سره د بلقاء په مځکه کي اړولي دى او هلته د ده د لښکره سره د غسان د قبيلو يو لک نفره نور هم يو ځاى سوي دي چي په دې حساب د دښمن د لښکر شمېر دوه لکه نفره کيږي.


اوس چي مسلمانان په معان کي دي او دوى ته دا خبر ورسېدى چي د دښمن لښکر دوه لکه نفره دى، مسلمانو هیڅ دا فکر نه کاوه چي دوى به د دوه لکه نفريزه دښمن سره مخامخ کيږي خو ناڅاپه په دغه مځکه کي چي د خپل مرکز څخه هم ډيره ليري وه دغه خبر ورته راغلى، نو زيد بن الحارثه رضی الله عنه  د صحابۀ کرامو مشران سره راټول کړه، د مهاجرينو مشران، د انصارو مشران، د لښکر مشران ټول سره يو ځاى سوه او مشوره کوي چي موږ بايد څه وکو؟ موږ درې زره نفره يو او دښمن دوه لکه نفره دى لکه يو درياب چي را بهيږي ستاسي څه فکر او نظر دى؟ مسلمانان په حيرت کي دي، په معان کي يې دوې شپې تيري کړې او په دغه باره کي مشورې سره کوي، خو دغه مشورې فقط پر دوو نظريو وې، يو نظر دا ؤ چي ويل جنګ ور سره کوو او بله نظريه دا وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به حال و لېږو ښايي نور مدد او مرسته را ولېږي، يا به مو په جنګ کولو امرکي نو به جنګ کوو، د دوى په منځ کي هيڅ داسي څوک نه ؤ چي و دې وايي: دښمن ډېر دی د جنګ طاقت یې نه لرو موږ به بيرته پر شا ولاړ سو.


دغه همت او جرئت، شجاعت او شهامت ته وګورى: درې زره نفره د دوو لکو نفرو په مقابل کي جنګيږي، او په زړو کي یې بېره هم نسته. 
صحابۀ کرامو دوې ورځي د دغو دوو نظريو په باره کي مشوره وکړه چي يا جنګ، يا به رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږو، خو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: يا قوم! موږ او تاسي ولي مسلمانان سوي يو؟ تاسي جنت نه غواړى؟

 

زموږ اسلام او مسلمانېدل اصلاً د جنت دپاره دى او اوس دغه دى جنت ستاسي و مخ ته دى آيا تاسي شهادت نه غوښتى؟ نو ولي په تشويش کي ياست او ولي انتظار کوى؟ موږ د خلکو په شمېر يا د اسلحې په قوت او کثرت نه جنګيږو، موږ د دوى سره د بل شي په قوت نه جنګيږو بېله دغه دينه څخه چي الله جل جلاله  موږ په مکرم کړي يو، پر دښمن درځى د دوو کاميابيو څخه يوه لاس ته را وړى، يا کاميابي يا شهادت، څو د ټولو رأيه دا سوه چي جنګ کوو د مرستي او مدد انتظار نه کوو.


پسله هغه څخه چي اسلامي لښکر دوې شپې په معان کي تيري کړې نو يې د دښمن و مځکي ته حرکت وکړی ترڅو چي د هرقل د لښکرو يوه حصه يې د بلقاء د کَلُو څخه په يوه کلي کي چي مشارف ورته ويل کېده وليدل، نو مسلمانانو د (مُـؤته) 


پر طرف حرکت وکړی، مُـؤته په خپله يو کوچنئ کلى دى او مسلمانانو خيمې تر کلي دباندي و درولې، مګر وروسته زيد بن الحارثه رضی الله عنه  دا بهتره وليدل چي د کلي په داخل کي واړوي ځکه که چيري محاصره هم سي بيا هم جنګ کولاى سي او دا معلومه خبره ده چي دوه لکه نفره په ډيره آساني سره کولاى سي چي پر درو زرو نفرو را وګرځي او د هره طرفه يې محاصره کړي، نو ويل:که موږ دننه په مؤته کي محاصره هم سو بيا هم جنګ کولاى سو ځکه د دښمن دپاره د يوه کلي يا ښار په منځ کي جنګ کول د صحرا تر جنګ ډير سخت دي اوکه مسلمانان په دښت کي محاصره سي هلته بيا هيڅ نه سي کولاى اوکه د ننه په کلي کي وي بيا هم و خپل جنګ ته دوام ورکولاى سي، نو مسلمانانو د ننه په مـؤته کي واړول او د جنګ دپاره به دباندي را وتل، اوس مسلمانان دکفارو د لښکر انتظار کوي.


 دا دى د کفارو لښکر را ورسېدى دوى يې ويني د لښکر سر او شروع معلوميږي خو د پاى او آخر يې درک نسته، لښکر را رهي دى خو آخر يې نه معلوميږي دوه لکه نفره دي د اول وار دپاره مسلمانان په دغه ډير والي انسانان ويني، ځيني مسلمانان په بېره کي سوه چي دا څه حال دى؟ دومره لښکر رارهي دى چي پاى او انتهاء نه لري نو خود و بېرېدل، په دغه وخت کي ثابت بن اقرم رضی الله عنه  و درېدى او په مسلمانانو کي يې تقرير شروع کړى او ويل: زه د هغو کسانو څخه يم چي په بدرکي مي ګډون او اشتراک کړى دى، حال دا چي موږ لږ وو او کفار ډير، مګر الله جل جلاله  موږ کاميابه کړو، خبره د ډير او لږ نه ده بلکه خبره د الله جل جلاله   سره د صدق او اخلاص ده، نوري يې هم داسي خبري وکړې چي د مسلمانانو د زړو څخه يې بېره وايستل. 


بيا نو زيد بن الحارثه رضی الله عنه  خپل لښکر و پنځو حصو ته و وېشى چي مقدمه، قلب، مؤخره، ميمنه او ميسره ورته ويل کيږي او د جنګ دپاره آمادګي ونيول سوه او هلته د روم لښکر سره يوځاى سو، د مسلمانانو لښکر د جنګ دپاره تيار او آماده دى او سبا جنګ شروع کيږي. 
سبا سهار پسله لمانځه څخه زيد رضی الله عنه  فوراً د هجوم او حملې امر وکړی، د روم او غسان د لښکرو هيڅ دا خيال نه ؤ چي دغه درې زره نفره دي پر دوى حمله وکړي ځکه دا داسي مثال لري لکه درې نفره چي پر دوو سوو نفرو حمله کوي نو روم او غسان هيڅ دا فکر نه کاوه چي حمله دي د مسلمانانو د طرفه شروع سي او ځانونه يې هم د جنګ دپاره نه وه تيار کړي ځکه سهار وختي د لمانځه وخت دى مګر مسلمانان تيار وه په روم او غسان کي يې قتل او وژنه شروع کړه، د سهار څخه تر ماښامه يې کفار و وژل، روميانو او غسانيانو مرګ وليدى حتّْی و بېرېدل چي ماته او شکست خورو مګر د کفارو شمېر دومره ډير دى چي خلاصېدل نه لري، په دغه ورځ د کفارو څخه په سوو نفر و وژل سوه او مسلمانان ماښام بيرته و خپل ځاى ته صحي او سالم را غله، نه شهيد او نه زخمي پکښي موجود ؤ، روميان په تعجب کي دي چي دا څنګه خلک دي؟ دا بشر دى که جِن؟ دا انسانان دي که پېرانان؟

 

درې زره نفره پر دوو لکو نفرو حمله کوي او دغه حال يې پر جوړکړی، روميان او غسانيان پوه سوه چي د يوه عادي لښکره سره نه دي مخامخ، دا شپه تېره سوه په دوهمه ورځ بيا مسلمانانو د سهار د لمانځه سره حمله پر وکړه او د روم په لښکر کي بيا نفر وژل کيږي په لسهاوو نفر پر مځکه لويږي او مري، د دغې ورځي تر ماښامه بيا دغه حال دى ماښام بيرته مسلمانان خپل ځاى ته ولاړل، د کفارو لښکر ټک ټک دى او په حيرت کي دي چي څنګه دغه لږو نفرو پر موږ دغه حال جوړکړی؟ پنځه ورځي پرله پسې دغه حال ؤ چي مسلمانان د سهار د لمانځه پر وخت حمله شروع کي او تر ماښامه کفار وژني، مګر د کفارو شمېر دومره ډيـر دى چي خلاصېدل يې امکان نه لري، دوه لکه نفره نه خلاصيږي نه څه په کولاى سي.


 روميانو چي دا حال وليدى په شپږمه شپه کي هغو د حملې دپاره ځانونه تيار کړه او د سهار د لمانځه سره روميانو حمله وکړه، ويل: هره ورځ حمله د دوى د طرفه شروع کيږي نن به موږ حمله پر وکو نو د مُؤتـه په شپږمه ورځ ډير لوى او شديد جنګ شروع سو، ډير زورور جنګ دى. 
هلته په مدينه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ږغ کړه (الصّلْوة جامعةٌ) چي دا ناره د مسلمانانو د را ټولېدلو دپاره ږغ او ناره وه، ټول مسلمانان په مسجد نبوي کي سره را ټول سوه او ويل: خير يا رسولَ الله! څه پېښه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اوس د روم او مسلمانانو په منځ کي جنګ ډير شديد سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هلته په مدينه منوره او مسجد نبوي کي پر منبر ناست دی اصحاب کرام پر را ګرځېدلي دي او د مُـؤته د جنګ حالات ورته بيانوي، لکه دئ صلی الله علیه وسلم  چي ورته ګوري او و دوى ته حالات بيانوي (د جبهې مستقيم خبرونه ورته وايي) لکه دئ صلی الله علیه وسلم  چي د تلوېزيون پردې ته ګوري او دوى ته حالات بيانوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د مسلمانانو بيرغ زيد واخستى او د کفارو و منځ ته ور داخل سو، زيد بيرغ په لاس کفار وژني.

 

وروڼو! زيد رضی الله عنه  په همت او شجاعت په مړانه او دلاوري سره داسي شديد جنګ کاوه چي بېله هغو قهرمانانو څخه د اسلام  بل څوک يې مثل او سيال نه ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اوس کفار پر ده راټول سوه او زيد په تورو او نېزو وهي، مسلمانان د  ده پر شا وخوا د ده څخه دفاع کوي او کفار يې د ليري څخه په نېزو ولي ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زيد په نېزو ټک ټک او زخمي سو، زيد و لوېدى غځار او شهيد سو.

 

دا هغه زيد رضی الله عنه  دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر اسلام د مخه په زوى واله نيولى ؤ او زيد بن محمّد ورته ويل کېده، دا هغه زيد دى چي د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کور کي لوى سو او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر اندازې زيات ګران ؤ، دا هغه زيد دى چي تر نورو ټولو خلکو د مخه په اسلام مشرف  سوى دى، د زيد رضی الله عنه  د ژوند يو څه حالات مي د بحث په شروع کي درته بيان کړي دي او نن د زيد رضی الله عنه  د شهادت ورځ وه چي د مُـؤته په جنګ کي شهيد و وژل سو. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم و اصحاب کرامو ته د جنګ د ميدان مستقيم حالات بيانوي، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي زيد شهيد سو نو ويل: اوس د مسلمانانو بيرغ جعفر بن ابي طالب واخستى (چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى او د حضرت علي رضی الله عنه  ورور ؤ) او د روم په لښکر ور ننوتى، د روم د لښکر ډير نفر پر را ګرځېدلي دي، د دغه حديث شريف روايت ابو رافع رضی الله عنه  کوي او وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

د نفرو د ډير والي په سبب جعفر رضی الله عنه  نه سي کولاى چي يو قدم هم مخ ته ولاړ سي (تاسي د دغه جنګ فکر او تصور وکړی چي دکفارو ازدحام، را ټولېدل او حملې پر جعفر رضی الله عنه  دومره ډيري وې چي يو ګام مخ ته نه سي تلاى) رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: جعفر د خپل آس څخه را کښته سو آس يې په توره و واهه او وې وژى (دا هغه اول آس دى چي په اسلامي جنګو کي وژل کيږي) او جعفر رضی الله عنه  په جنګ شروع وکړه پر پښو ولاړ دى او پياده جنګ کوي تر څو روميانو په توره حمله پر وکړه او راسته لاس يې ور پرې کړى، جعفر رضی الله عنه  بيرغ په چپه لاس ونيوى، کفارو پر چپه لاس و واهه چپه لاس يې هم پرې سو، جعفر رضی الله عنه  بيرغ د لاسو په هغه پاته حصه نيولى دى پر دغه حال يې هم بيرغ لوړ ساتلى دى خو جنګ نه سي کولاى ځکه دواړه لاسونه يې پرې دي، په دغه وخت کي د روميانو څخه يوه نفر حمله پر وکړه او په توره يې داسي و واهه چي پر دوې حصې يې تقسيم کړی او جعفر رضی الله عنه  دوې ټوټې پر مځکه ولوېدى.


 وروڼو! موږ ته اسلام په مفته او آسانه نه دى راغلى او نه تر موږ پوري په خپله را رسېدلى دى بلکه په هر وخت او هره زمانه کي د صحابۀ کرامو څخه رانيولې بيا تر دغه اوسه پوري خلکو د اسلام د نشرولو او ساتلو دپاره مالي او ځاني قربانۍ  ورکړي دي، د  دغو  قربانيو  يو مثال او نمونه  دغه اوسنۍ  قصه ده. 


خوکه زه اوس ستا څخه پوښتنه وکم چي تا د اسلام د نشرولو دپاره کومه قرباني ورکړې ده؟ د اسلام د لوړ والي او کاميابۍ دپاره دي څومره مال مصرف کړى دى؟ آيا دومره پيسې چي د يوه زوى په واده کي يې مصرفوې يو وخت دي د اسلام د ترقۍ دپاره هم مصرف کړي دي؟  د دغو پوښتنو په باره کي به ستا جواب څه وي؟ ما ته يې جواب مه وايه خو د ځان سره فکر وکه چي آيا د اسلام د ترقۍ دپاره دي ځاني او مالي قربانۍ ورکړي دي؟ او که دي بالمقابل د اسلام په نړولو کي حصه اخستې ده؟ د اسلام نړول دا نه دي چي کلنګ دي په لاس کعبې شريفي يا يوه مسجد ته ولاړ يې او نړوې يې، یا قرآن مجید سوځې، بلکه په اوله درجه کي د اسلام نړول دا دي چي ته د اسلام د آبادولو څخه آرام او بېغمه کښېنې، که زه او ته د اسلام د ترقۍ او آبادۍ، د اسلام د نشرولو او خپرولو دپاره کار و نه کړو آيا کفار به راسي زموږ د دين د نشرولو او قائمولو دپاره به کار وکړي؟ 


د اسلام دوهم نړول دا دي چي په خپل ژوند، په خپل او د خپلي کورنۍ  په لباس او کړو وړو کي د کفارو تقليد او متابعت اختيارکړې، اسلامي اوامر هېر او تر شا کړې. 


د اسلام درېيم نړول دا دي: چي يو څوک دي و ښه کار ته ور وبولي ته د هغه ضِد او مقابل و درېږې، پر هغه نفر حق او نا حقه عيبونه او تورونه وايې، داسي نوري ډيري خبري سته چي دغه ځاى يې د بيانولو دپاره مناسب نه بولم، فقط دومره وايم چي ډير د افسوس ځاى دى چي دغه الْهي دين کوم چي تر موږه په وينو را رسول سوى دى، خو موږ دغه ډکه پياله په خپله چپه کوو، د اسلام احکام پرېږدو او کفري اصطلاحات يا نفساني او شهواني غوښتني په خپل ژوندکي رواجوو، په خوله اسلام اسلام وايو خو عملونه او لباسونه مو د بل چا دي، په ښکاره د اسلام نارې وهو خو زړونه مو په هغو شيانو پوري تړلي دي چي هغه ضد د اسلام دي، په هغه ورځ چي د الله جل جلاله  په حضورکي و درېږو څه جواب به ورته وايو؟ او هغه ورځ هم ډيره را نژدې ده، فقط چي سترګي دي پټي سوې دغه الْهي محکمې ته ولاړ يې.

 


هو کفار به د اسلام پر ضد او د مسلمانانو د سپکولو دپاره قرآن مجید سوځي، خو بد بختانه مسلمانانو د قرآن مجید تر سوځولو د مخه په قرآن مجید عمل کول پرې ایښي دي، قرآن مجید د پوښو او مچولو دپاره نه دی را لېږل سوی، د قرآن مجید آیاتونه د دېوالو د ښایسته کولو دپاره نه دي نازل سوي، بلکه قرآن مجید د مسلمانانو د ژوند طریقه او قانون دی، قرآن مجید عمل غواړي او د هغه په احکامو سره د عمل کولو پوښتنه راڅخه کیږي.         بيرته به هغه خپلي قصې ته ولاړ سو:


 راوي د حديث ابو رافع رضی الله عنه  وايي: پسله جنګه څخه چي د شهيدانو بدنونه را ټولېدل د جعفر رضی الله عنه  د بدن په نيمه حصه کي څو ديرش زخمونه وليدل سوه او په ټول بدن کي يې د تورو، نېزو او غشو څو نيوي زخمه وه. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته