تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ​( شپږویشتمه برخه) عمرة القضاء
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  December 17, 2023
  0
کوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( شپږویشتمه برخه) 
عُمْرَةُ القَضَاء
 
o د اووم هجري کال په ذي القعده میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې سولي پر بنسټ چي یو کال یې پوره شوی و، د عمرې له پاره روان شو.
 
o دا عمره د عمرة القضاء یا عمرة القضیة په نوم پيژندل کیږي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیبیه سوله کي له قریشو سره دا فیصله کړې وه چي عمره به راتلونکی کال ادا کوي.
 
o په دې مبارک سفر کي ټولو هغو څوارلس سوه اصحابو رضي الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا کوله چي په حدیبیه کي موجود وو، البته له هغو پرته چي په دې یوه کال کي وفات شوي وو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره (۶۰) اوښان روان کړي وو، د قریشو د غدر له وېري یې وسلې هم ورسره واخستلې او د مدینې د خلکو د میقات (ذوالحُلیفه) په لور یې حرکت وکړ.
 
o هملته میقات کي نبي صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې د عمرې په نیت احرامونه وتړل او تلبیه ویونکي د مکي په لور وخوځېدل. نبي صلی الله علیه وسلم مکې ته له رسېدو سره سم د بَنِي شَیْبَه باب (دروازې) له لاري مسجد حرام ته داخل شو.
 
o له اووه کلن فراق وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرې په ادا کولو سخت خوشاله و. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله نېزه یا لکڼه حجر اسود لمس یا مسح کړه، د احرام څادر یې داسي تر ځان تاو کړ چي ښۍ اوږه یې لوڅه وه، بیا یې اوه ځله د بیت الله طواف وکړ، په طواف پسې یې د مقام ابراهیم شاته دوه رکعته لمونځ وکړ.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چي اصحاب هم ورسره ملګري وو، مسعی یعني د صفا او مروه تر منځ د سعی (تګ او منډي) له پاره لاړ او په داسي حال کي یې چي پر خپله اوښه سپور و، اوه ځله د صفا او مروه تر منځ سعی وکړه. ورپسې یې خپل د قربانۍ څاروی(اوښ) راوغوښت او ذبح یې کړ.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مبارک سر کَل کړ، د نبي صلی الله علیه وسلم د مبارکو ورېښتانو د خرېیلو دنده مَعْمَر بن عبدالله عَدَوِيّ رضي الله عنه ترسره کړه. اصحابو رضي الله عنهم ټولو په دې ټولو مناسکو کي د خپل نبي صلی الله علیه وسلم پیروي کوله.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب یې د حدیبیې سولي له مخي دری ورځي په مکه کي پاتي شول او څرنګه چي په کعبه شریفه کي بتان او تصویران وو، نبي صلی الله علیه وسلم د ننه ورنغلی. حافظ ابن حجر په فتح الباري کي لیکلي: کيدی شي بیت الله شریف ته داخلېدل د حدیبیې سولي په تړون کي نه وي شامل، نو که رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله ته د داخلېدو اراده کړې وی، ممکن کفارو قریشو یې مخالفت کړی  وي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب یې پس له دریو ورځو له مکې ووتل او کله چي نبي صلی الله علیه وسلم د سَرِف سیمي ته ورسېد، نو هلته یې واړول.
 
له مَیمُونَه رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې سَرِف سیمه کي أم المؤمنین میمونه بنت حارث ځانته نکاح کړه، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو وروستنۍ مېرمن وه چي وروسته په (۵۱) هجري کال وفات شوه.
 
د زینب بنت النبي صلی الله علیه وسلم وفات
 
o د آتم هجري کال په لومړیو کي د نبي صلی الله علیه وآله و صحبه وسلم مشره لور زینب بنت النبي صلی الله علیه وآله وسلم وفات او په بقیع کي خاورو ته وسپارل شوه.
 
د خالد بن ولید، عمرو او عثمان رضي الله عنهم اسلام راوړل
 
o د آتم هجري کال په صفر میاشت کي لاندیني کسان په مدینه کي په داسي حال کي د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلل چي په اسلام مشرف شوي وو:
 
- خالد بن ولید،
 
- عمرو بن عاص،
 
- عثمان بن طلحه رضي الله عنهم.
 
o د دې کسانو په راتګ او اسلام سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر خوښ شو او وې فرمایل: «رَمَتْکُمْ مَکَّةُ بأفلاذِ أکْبَادِهَا». مکې تاسو ته د خپل زړه ټوکړې راوغورځولې.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته