تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولادونو وظیفې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱. د پلار حق پر اولاد باندي دادئ چي بېله ګناه باید په ټولوکارونو کي د خپل پلار اطاعت او پېروي وکړي.


۲. په هر مجلس (ناسته )کي چي يې، خپل پلار او استاد ته په احترام ودرېږه . که څه هم د پاچاهی پر تخت يې.


۳. د خپلو پلرونو احترام وکړئ! تر څو ستاسي اولادونه هم په دې مقدسه طریقه (پاکه لاره) عمل وکړي او ستاسي احترام وکړي.


۴. د مور او پلار نا فرماني د فقر، مسکنت او ذلت سبب کیږي.


۵. د درو کسانو دعا یقینا قبلیږي! ا.د مظلوم دعا ، مسافر دعا،د مور او پلار دعا.


۶. هیڅکله خپل اواز د مور او پلار تر اواز، او خپل لاس د مور او پلار ترلاس مه پورته کوه!.


۷. د مور او پلار د مخه مه ځه!.


۸د مور او پلار خوشحالي د الله (جل جلاله) د خوشحالي سبب ګرځي.


۹ . د مور او پلار خښم د الله جل جلاله) د خښم سبب ګرځي.


۱۰څوک چي مور او پلار وهي، د الله (جل جلاله) د رحمت  څخه لیري دی.

 

۱۱، څوک چې د مور او پلار نا فرمانی کوي ، ملعون دئ.


۱۲. د مور او پلار مخ ته کتل عبادت دئ .


۱۳. هیڅوک به د مور او پلار و خوا ته په محبت او مینه ونه ګوري، مګر الله (جل جلاله) به د یوه قبول سوي حج ثواب  ورکړي.


۱۴. که څوک مور او پلار په خښم کوي، لمونځ يي نه قبلیږي .


۱۵. که غواړې چي اوږد عمر ولري، نو مور او پلار خوشحاله کړه! .


۱۶. مور او پلار ته ښکنځل کول لويه ګناه ده، و پوښتل سول ای د الله(ج)  رسوله! مور او پلار ته هم څوک ښگنځل کوي؟ رسول الله(ص) :

وفرمایل: هو! څوک چې د بل مور او پلار ته ښکنځل کوي، هغه بیا د ده مور او پلار ته ښکنځل کوي ګواکې ده خپل مور او پلار ته ښکنخل وکړل .


۱۷. د (وبالوالدين إحسانا ) په تفسیر کي راغلي دي احسان دا دئ، چي د هغوی سره داسي ښه ژوند وسي، چي هغوی هیڅکله مجبوره نه سي، چي ستاسي څخه يو څه وغواړي. يعني تر دې مخکي چي ستاسي څخه یو شی وغواړي، تاسي یې باید ټول ضرورتونه ورپوره کړي وي.


۱۸. که مور او پلار اولاد ته د نفلي لمانځه پر وخت ورږغ کړي، نو اولادته مناسبه ده جۍ لمونځ پرېږدي او دموراو پلارخدمت ته حاضر سي .

 

 ۱۹. د چا چې خوښه وي چي الله( ج) د مرګ په وخت اساني ور سره وکړي، نو د قریبانو سره دي صله رحمي او د مور او پلار سره دي نېکي کوي، په دې عمل سره به يې الله (ج) پر دې سربېره چي د مرګ په وخت کي به اساني ور سره کوي، په دنیا کې هم په فقر او مسکنت نه اخته کوي.


۲۰. ستاسي په منځ کي د مشرانو وجود د خدایي فيض او برکت د ډېروالي او الهي نعمت د پراخوالي سبب دئ.


۲۱. مور او پلار که څه هم مشركان وي، نېکي ور سره کول  واجب دي، خو د خالق (ج) په معصيت کي باید د هغوی پیروي و نه سي.


۲۲. یو سړی د نبي (ص) په خدمت کي حاضر سو او ویې ویل: ای د الله جل جلا له رسوله! د چا سره نېکي وکړم؟ نبي په جواب کي ورته و فرمایل: د خپلي مور سره ، هغه سړي بیا پوښتنه وکړه، چي بیا د چا سره؟ بیا په جواب کي ورته و فرمایل: د خپلي مور سره، هغه سړي بیا عرض وکړ، چي بیا د چا سره؟ نبي ورته وفرمایل: د خپل پلار سره .


۲۳. د مور او پلار تر ټولو کمه بې احترا مي د هغوی په مخ کي(أف) ويل دي، که د الله په علم کي تر دې هم کمه بې احترامي وای، نو يقينا به يې د هغې څخه هم خامخا منع کړي وای.


۲۴، نافرمانی اولاد ته ویل کیږي : هر کار چي دي زړه غواړي هغه کوه! خو زه تا نه بخښم.


۲۵. څوک چي د هغه مور او پلار سره چي د ده سره یې ظلم کړی دئ بغض او عناد کوي، نو الله لا به یې هیڅ لمونځ نه قبلوي.


۲۶. دوه کارونه دي چي الله (جل جلاله )  يې په دې دنيا کي جزا ورکوي: ظلم کول، ۲.د مور او پلار نافرماني کول.


۲۷. که جهاد پر سړي فرض عین نه وای، نو مور او پلار به کولای سول، چي خپل اولادونه د جهاد څخه منع کړي.


۲۸. د دوو شیانو جزا الله په دنیا کې ورکوي: ۱.ظلم، ۲.دمور او پلار نا شکري.


ماخذ : سپېڅلي خبري 
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته