تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوي واده کونکو لپاره لس مهم درسونه
  تعلیم الاسلام
  October 9, 2017
  0
ژباړه: محمد حنیف مبین / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-01-10 
 
د نړۍ په زياتره برخو کي د واده(نکاح) څخه تر مخه د نر او ښځي يو ځای اوسيدل يو ساده خبره بلل کیږي مګر د اسلامي نقطه نظره کاملاً يو نه منونکی او حرام کار دی په اسلامي ټولنه کي واده سوي کسان نر او ښځه اکثره د واده څخه وروسته د لومړي ځل لپاره سره اوسيږي. کيدای سي د ځيني هغه کسان چي دیني معلومات ونه لري، نارینه د ښځي او ښځه د نارینه په مزاج پوره خبره نه وي د بعضو ستونزو سره مخ سي.
 
دلته هغه لس کليدي ټکي چي د لومړي ځل ګډ ژوند زمينه اسانه کوي په لاندي ډول ذکر کوو:
 
۱ :- دا قبول کړه چي مقابل طرف د ځانه پوره نه دی 
 
د خپل مقابل طرف د ۱۰۰٪ ښه والي توقع مه کوه ځکه د واده د مخه ستاسو دواړو کړه وړه برابر وه او اوس چي واده وسو او دواړه د ارام واده سوي ژوند څخه خوند اخلی ددې معنی داده چي خوشحاله ياست نو غلط فکر کول بيکاره دی.
 
۲ :- د هغې څخه د خپل فکر د لوستلو توقع مه کوه.
 
ځکه انسان فکر لوستونکی نه دی نو دا په دې څنګه پوه سي چي ستا ددې کتغ نه دی خوښ؟ که غواړې تغير راولې نو ستا د پاره دا لازمه ده چي په هغه خبره يا کار چي ستا خوا په بديږي بايد ددې سره شريک کړې او ور سره خبري پرې وکړې.
 
۳ :- تر کوچني شيانو تيريدل زده کړه 
 
ايا په رښتيا هم دا ډيره  مهمه ده چي دی خپلي جرابي پر هغه ټاکلي ځای ماښام و ځړوي که سهار؟ کوچني شيان مه سره بهانه کوی خوږ ژوند مو په بې ارزښته کیږي.
 
۴ :- لوی مسائل ځان ته معلوم کړی
 
که کومه داسي ستونزه يا عادت موجود وي چي ستا ژوند ته خوابدي راولي بايد ژر تر ژره د هغه په اړه بحث سره وکړی. هو ځیني عادتونه او ستونزي سته چي تر هغه تيريدل نسي کیدلای نو که مو بحث پر ونه کړی همدغه کړني ستاسو تر منځ درز اچوي.
 
۵ :- خپلوی ته د يو ټيم په سترګه ګوری
 
په ګروپ کي هر څوک د بل سره کومک کوي، کار يو ځای کوي، نو که تاسي يو ځای کار وکړی لکه يو ټيم خپل کور په مو د دواړو لپاره د خوشحالۍ مرکز ګرځولی وي.
 
۶ :- خپل کړه وړه امتحان کړه
 
که ستا ميرمن داسي عمل کوي چي ته په خواشينی کیږې نو خپل تير وختونه در ياد کړه چي زما کوم عمل دی چي دا يې خواشينې کړې ده.
 
۷ :- يو د بل لپاره بايد وخت ولری
 
د خپلوی د محکمولو يوازينی لاره دا ده چي يو د بل لپاره وخت ولری پدې سره داسي فضا رامنځته کيږي چي تاسي تر کوچنيو موضوعاتو تير سی او پر لويو مسائلو غور وکړی او دا د ميني او محبت د زياتوالي باعث ګرځي.
 
۸ :- په بخښه کولو کي مخکي و اوسه
 
اختلاف او جنجال حتماً رامنځ ته کیږي نو د خپل تکبر خوړل او بخښه کول زده کړه.
 
۹ :- د خپل ځان لپاره جلا ځاي ولره
 
په يوه کوچني کور کي هم بايد يوداسي جلا ځای ولري چي کله مو يوازي والي ته زړه سي هلته و اوسی ځکه ځیني وخت په يوازي والي کي يو څوک د سمون احساس کوي او زړه يي خالي کيږي.
 
۱۰ :- ځان ته تګلاره جوړه کړی
 
خصوصاً کله چي تاسو د خپلو نژدې دوستانو سره یو ځای اوسیږی نو باید دا زده کړی چي څنګه ښه خاوند او میرمن واوسی؟ نو د دوی د مداخلي بغير د يوښه جوړې کيدو لپاره پلان جوړ کړی.
 
د ګډ ژوند په اړه نوري ګټوري لیکني دلته کلیک کړئ: نیکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته