تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کورنۍ د افرادو اخلاق
  تعلیم الاسلام
  May 13, 2017
  0

 ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
يوويشتمه لارښوونه: په کور کې د بدواخلاقو مقابله وکړئ
 
هيڅ يوه داسې کورنۍ نسته چي د هغې افراد دې د بدو اخلاقو لکه:غيبت، درواغ، چغلخوري او نورو نه خالې وي، نو بايد دداسې بدو اخلاقو په وړاندې مبارزه او مقاومت وسي.
 
ځينې خلک دا ګمان کوي چي ګواکې يوازې بدني سزا (وهل او ټکول) په داسې حالاتو کې د حل لاره ده، په دې اړه باندې صحيح تربیوي حديث موجود دی:
حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي:
 
(کان رسول الله صلی الله عليه وسلم كان إذا اطلع على أحد من أهل بيته كذب كذبة لم يزل معرضا عنه حتى يحدث توبة) (جامع الصغیر، کنزالعمال)
 
ژباړه: هر کله به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر سو چې دده په کورنۍ کي کوم کس درواغ ويلي، تر هغه به يې د هغه نه مخ اړولو چې ترڅو به يې توبه نه وه کړې.
 
 
له دې حديث نه معلوميږي چي په داسې حال کي مخ اړول او خبرې پريښودل (له دې کس سره) ډيره موثره سزا ده.  او ښائې چي له بدني سزا نه هم ډيره اغيزناکه وي، نو بايد د کورنۍ سرپرستان او روزونکي ورته پاملرنه وکړي.
 
د کورني جوړښت په اړه ۲۱ لارښووني
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته