تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: نرمي کول
  تعلیم الاسلام
  April 22, 2017
  0

 ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نولسمه لارښوونه: په کور کې د نرمۍ اخلاق خپاره کړئ
 
 
د عائشې (رضي الله عنها) څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ( إذا أراد الله عز و جل بأهل بيت خيرا أدخل عليهم الرفق) ( رواه احمد في المسند ، ج۶ ص۷۱)
 
ژباړه: کله چي الله عزوجل په يوه کور باندې د خير اراده وکړي ،د هغه په افرادو باندې رفق او نرمي ورداخله کړي)
 
مطلب دا چې يو له بل سره بيا نرم اوښه معامله کوي ،چې داپه کورکې دنيکبختۍ د اسبابو څخه حسابيږي ،نو بايد د ميرمن،خاوند او اولاد ترمنځ حتماً د نرمۍ فضا موجوده وي،او دې سره هغه نتائج لاس ته راځي چي د سختۍ سره نه راځي.
 
لکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
 (يا عائشة إن الله رفيق يحب الرفق ويعطى على الرفق ما لا يعطى على العنف وما لا يعطى على ما سواه) (رواه المسلم ، ج:۲ ص:۱۰۷).
 
ژباړه: ای عایشې! بيشکه الله تعالی نرمي خوښوي، او په نرمۍ باندې هغه ثواب ورکوي چي په سختۍ باندې يې نه ورکوي، او هغه ثواب پرې ورکوي چي په بل څه يې نه ورکوي.
 
---------------------------------
کورنی جوړښت ۱۹ لارښووني
 
 
 
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته