تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کور د مخه د ګاونډي انتخاب
  تعلیم الاسلام
  July 15, 2017
  0
 ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
څلور ديرشمه لارښوونه: مخکې له کورنه ګاونډی غوره کړئ
 
دا موضوع له ډيراهميته برخمنه ده،ځکه زموږ په دور کې د ګاوندي اغيز په ګاونډي باندې ډيرزيات دی، او دا په دې وجه چي کورونه ډير نژدې دي او په ساختمانونو او ښارګوټو کې د خلکو ډير بيروبار وي.
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم د نيکمرغۍ د څلورو اسبابو نه يو سبب د نيک ګاونډي موجوديت او همدا ډول د بدمرغۍ د اسبابو نه يو سبب د بد ګاونډي موجوديت په ګوته کړی.(۱)
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم د بد ګاونډي نه په خپله دعا کې الله تعالی ته پناه وړي اوفرمايي:" اللهم اني أعوذبک من جار السوء في دارالمقامة فان جارالبادية يتحول"(۲)
 
ژباړه: ای پروردګاره! له بد ګاونډي نه په ثابت او هميشني کور کې تا ته پناه در وړم، ځکه د بانډې ګاونډي خو اوړي راوړي"
 
همدا ډول يې مسلمانانو ته امر کړی چي د بدګاونډي له شر نه د الله تعالی لور ته پناه ويسي، په حديث کي فرمايي: تعوذوا بالله من جار السوء في دارالمقام،فان الجارالبادي يتحول عنک "(۳)
 
ژباړه: له بد ګاونډي نه په ثابت او دوامدار کې د الله تعالی لور ته پناه ويسئ،ځکه بانډي له تا نه اوړي راوړي(نقل کيږي)"
 
پاتې سوې دا خبرې چي بدګاونډی په خاوند، ښځې او اولاد باندې څومره بد اغيزکوي، له ګاوندي نه رنګارنګ تکليفونه صادريږي، ژوند ور سره تريخ وي دا خبرې په دې کوچنۍ رساله کي نه ځاييږي ځکه دا غټ کتاب غواړي خو ولې مخکني احاديث په واقعي توګه په ژوند کې عملي کول د پند اخيستوونکي د پاره بسيا کوي.
 
د کورني جوړښت نوري برخي
 
۱ (رواه ابونعيم فی الحلية ، ج:۸ ص:۳۸۸)
۲ (رواه الحاکم ، ج:۱ ص:۵۳۲)
۳ (رواه البخاري ، ج:۲ ص:۱۱۷)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته