تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کارتني چرګانو خوړل څنګه دي؟
 
  October 17, 2012
  0

  تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۹۲)
 
نوم: اسد الله
 
 
سوال: په اوسني وخت کي دبهرني کارتني چرګانو په اړه ستاسو نظر او څېړنه څه ده ځکه ددغو چرګانو پر قطۍ باندي د halal کليمه هم ليکل سوې وي ددې چرګانو خوړل زموږ لپاره جائزدي او که نه؟
 

جواب :

حامداً ومصلياً
 
 هغه غوښي ، چي دکفر ي مماليکو  څخه راځي د هغو خوړل ناجايز دي، ځکه  د ذبح  لپاره داشرطونه دي : 
١ _ حلالونکی به مسلمان وي  . 
٢ _ ذبح  به پر اسلامي طريقه وي، چي پر هغه  دالله جله جلاله  نوم  ويل کېږي او هغه رګونه،  چي پرې کېدل يې ضروري دي دهغوئ پرې کول دي .  (۱)
 

جواب: مولوي عبدالهادي اغا  
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان


ـــــــــــــــــــــ
١ _ الحلال بين والحرام بين وبينهما مشتبهات لا يعلمهن كثير من الناس فمن اتقى الشبهاب استبرأ لدينه وعرضه ومن وقع في الشبهات وقع في الحرام. ( مشکواة کتاب البيوع، باب الکسب وطلب الحلال) الذَّبْحُ الِاخْتِيَارِيَّةُ فَرُكْنُهَا الذَّبْحُ فِيمَا من الشاة والذبح هوَ فَرْيُ الْأَوْدَاجِ وَمَحَلُّهُ مَا بَيْنَ اللَّبَّةِ وَاللَّحْيَيْنِ.الخ   ( الفتاوي الهندية : ج،٥:ص ٢٨٥_٢٨٦)

سرته