تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قبر ته چمتووالی
 
  December 27, 2015
  0

 
قبر دیوازيوالي کور، دويري اووحشيت قفسن، دتيارو او تاريکيو زندان  دئ ،قبردحسرت، افسوس اوچنجيو ځای دئ داهغه ځای دئ چي دويري يې پيغمبرانو، صحابه کرامو، سلف صالحينو اوبزرګانواوښکي توی کړي دي، اوپه الله  جل جلاله  سره يې دهغه دعذاب څخه پناه غوښتې ده، دحضرت عائشې رضي الله عنها څخه روايت دئ چي ما هيڅکله رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم نه دئ ليدلي چي لمونځ يې کړی وي اودقبر دعذاب څخه يې پناه نه وي غوښتې (بخاري ومسلم) .

نبي کريم صلی الله علیه وسلم  دقبرپه اړه فرمايې: « إِنَّ الْقَبْرَ أَوَّلُ مَنَازِلِ الآخِرَةِ فَإِنْ نَجَا مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَيْسَرُ مِنْهُ وَإِنْ لَمْ يَنْجُ مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَشَدُّ مِنْهُ » ج۴ ص ۱۳۰ 
 
ژباړه:بېشکه داخرت په منزلونو کي قبراولنی منزل دئ چاچي د دې منزل نه نجات وموند هغه ته دد ې څخه وروسته اساني ده او چاچي د دې منزل نه نجات ونه موندنو دهغه وروسته د ده دپاره ډېره سخته ده.

بيا فرمايې: مَا رَأَيْتُ مَنْظَرًا قَطُّ إِلاَّ وَالقَبْرُ أَفْظَعُ مِنْهُ .
يعني هيڅکله مي دقبر څخه ډېر بد او ناخوښ منظر نه دي ليدلی.

 مسلمانه وروره! اومسلماني خوري! قبر هغه کوردئ چي څو کاله وروسته يا څو مياشتي وروسته يا څو ساعته يا څو دقيقې وروسته به هلته خامخا ورکوچيږو، مسلمان د دې ګړي په راتلو کي هيڅ شک نلري، قبرداسي منظره ده چي په ليدلو يې زړونه نرميږي او ستر ګي په اوښکو تویولو  پيل کوي، د دنيا سره دانسان مینه اوعلاقه کموي او آخرت ته يې متوجه کوي ، قبر انسان ته مرګ وريادوي او د دنيا خوندونه او خوښۍ له منځه وړي نو په ليدلو يې عبرت اخيستل پکار دي .

قبر هغه خاورين ټاټوبي ، هغه تنګ ځای او هغه توره کنده ده چي که لوڅ وي دانسان ورڅخه کرکه کيږي، نو  که پټ سي او سل منه خاوره ورباندي ولويږي د انسان به څه حال وي؟ دا ځای که زما او ستا خوښ وي او که نا خوښه چاره نسته خامخا به بې چاره انسان هلته ورځي.

هغه چي ښائسته مخونه يې وه نازک جسمونه يې وه همېشه به دعطرو خوشبويې ترې ولاړېده اوس په قبر کي چينجيو خوړلي اوتوري خاوري ګرځېدلي دي .
 
په قبر کي غولوونکي او دوه مخي څېرې ، ظالم او ستم کار لاسونه ، درواغ ویونکي ژبي، خایني سترګي ، تور زړونه  او...په بېروونکو جمجمو او ورستو هډوکو بدل سوي دي .

دا هغه ځای دئ چي هلته نه مهربانه مور اونه پلار دانسان سره وي، نه ګران اولادونه ، نه ښځه او نه د دنيا خواږه ملګري او انډيوالان، هلته چي مړ انسان وړل کيږي نو تر قبره پوري د ده مال ، خپلوان اوعمل ورسره ملګري وي ، خو په قبرکي يوازي نيک اوصالح عمل ورسره پاتیږي او بس .

هغه چي په قبرونو کي پراته دي په تېر سوي ژوند پسي چي په عبثياتو او غفلت يې ضائع کړی دئ، سخت افسوس او ارمان کوي هغوی دا هيله لري چي ای کاشکي يو ځل بيا په دنيا کي دیوې ورځي ژوند ورکړل سي ترڅوصالح عمل پکښي وکړي توبه او استغفار وکړي،خو افسوس هغوی دغه ستره او طلايې موقع له لاسه ورکړې ده او بيا به هيـــڅکله په لاس ورنه سي .

نو مسلمانه وروره او مسلماني خوري! موږ او تاسي لا تراوسه دغه ستر نعمت چي ژونددئ له لاسه نه دئ ورکړی، راسئ مخکي تر دې چي دمرګ استازی راسي او دغه عظيم نعمت او غنيمت را څخه واخلي د دغه تنګ اوتياره کور لپاره په نيکو اعمالو هدفمند ژوند ، توبه او استغفار سره رڼا او توښه برابره کړو، ځکه د مرګ استازي دچا څخه اجازه نه غواړي، هغه ته پاچا او ګدا ، امير اوفقير،ځوان اوبوډا بې تفاوته دي دچا مراعت نه کوي دچا کورني مجبوريتونه په نظر کي نه نيسي نه دا ګوري چي دچا دواده اوله شپه ده څوک نوي اوښائسته ځوان دئ په زړه کي يې ډېري هيلي او ارزوګاني دي که لږ ، دالله جل جلاله  په اجازه چي وغواړي هغه تر ستوني نيسي وخت او ځاي يې هم معلوم نه دئ ، دمرګ استازي پاچهان دقصرونو څخه ، فقيران دجونګړو څخه ، هغه ځوانان چي نوي ودونه يې کړي وي دپالنګونو څخه او تنکي ماشومان دمېندو له غيږو څخه راباسي،  دهغه نه زړه پر چاسوځي اونه هغه د چا پروا لري،  هغه توره په لاس دهر چا غاړي پرې کوي دا الهي سنت دئ او مرګ يوحقيقت دئ . 
 
 
نو دا دعا همېشه واياست  : اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ.صحيح البخاري ج۲ ص ۱۲۴

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته