تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انفرادي عبادت
  تعليم الاسلام
  October 25, 2017
  0

د خلقت د هدف لومړي برخه (انفرادی عبادت) جزئیات رسول  الله صلی الله علیه وسلم  په دې حدیث کې بیان کړي دي.

 

عن ابن عمر رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم

"‏ بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ ‏"‏ ‏.‏(مسلم)متفق علیه

ژباړه:له ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل:

 

اسلام په پنځو شیانو بنا شوی دی:

 

۱ – د شهادت کلمه ( نشته لائق د عبادت مګر یو الله او محمد صلی الله علیه وسلم  د الله تعالی  بنده او رسول دی)

۲ – د لمانځه ادا کول

۳ – د زکات ورکول

۴ – د بیت الله شریفي حج ادا کول

۵ – د رمضان روژه نیول

 

په پورته فرائضو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم   اول فرض (انفرادي عبادت) کلمه یاده کړه چې دا دي انفرادي او اجتماعي عبادت د دواړو د قیام لپاره له انسان څخه وعده اخیستل ده، او د دواړو عباداتو لپاره اساس تشکیلوي.

په کلیمه کې دري شیان فرض دي.

۱ – په ټول عمر کې یو ځل ویل فرض ده.

۲ – د کلیمی په معنا ځان پوه کول

۳ – د کلیمی په مقتضا عمل کول

 

وروسته بیا کلمه ویل مستحب او افضل ذکر ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:

(‏ أَفْضَلُ الذِّكْرِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ) (رواه الترمذی)

ژباړه: افضل او غوره ذکر لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ده.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته