تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نافرمانه ښځه او د هغې د اصلاح طریقه
  تعلیم الاسلام
  August 24, 2017
  0

 نافرمانه ښځه او د هغې د اصلاح طریقه

بسم الله محمدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه / د معارف القران تفسیر څخه

 

تر دې وروسته د هغو ښځو ذکر دی چي د خپلو خاوندانو فرمانبرداري نه دي یا د کومو څخه چي په دې کار کي کوتاهي کیږي. قران کریم د دوی د اصلاح د پاره پرلپسي درې طریقي وښولي:

 

(وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ) سورة النساء: ۳۴

یعني د ښځو د طرف څخه که د نافرمانۍ بیره وي نو اوله درجه د اصلاح دا ده چي په نرمي سره دوي پوه کړي خو که په دې پوهولو ونسي نو دوهمه درجه دا ده چي د دوی بستره د ځان څخه جلا کړې چي دوی ستاسي په خفګان پوه سي او راوګرځي.

 

د قران کریم په الفاظو کي د (فِي الْمَضَاجِعِ) لفظ دی ددې څخه فقهاوو دا مطلب را یستلی دی چي جدايي به یوازي په بستره کي وي د ځان جدايي به نه کوي ځکه چي په دې کي د زيات خفګان او فساد بیره ده د یوه صحابي څخه روایات دی:

 

قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا حَقُّ زَوْجَةِ أَحَدِنَا عَلَيْهِ قَالَ « أَنْ تُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمْتَ وَتَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَيْتَ - أَوِ اكْتَسَبْتَ - وَلاَ تَضْرِبِ الْوَجْهَ وَلاَ تُقَبِّحْ وَلاَ تَهْجُرْ إِلاَّ فِى الْبَيْتِ ». (مشکوت ص ۲۸۱)

ما رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته عرض وکړی چي زموږ د بیبیانو پر موږ څه حق دی؟ ويې فرمايل چي کله تاسي خوری نو په دوی باندي يي هم خورئ او چي تاسي جامي اغوندی نو دوی ته يي هم ور واغوندئ او پر مخ يي مه وهئ او بد مه ورته واياست او مه ورڅخه لیري کیږئ مګر په کور کي او که جلا کيدل ور څخه غواړی نو يوازي دومره کوئ چي بستر ورڅخه جلا کوئ او ځان مه ور څخه جلا کوئ.

 

د ښځو د وهولو حالت

او که چي په دې شریفانه سزا سره هم اصلاح نه سي نو بیا د معمولي وهلو اجازه هم سته  خو داسي چي پر بدن د وهلو څه اثر رانسي او هډوکي يې مات نه سي او زخم هم ور باندي رانسي او مخ وهل خو يې مطلق منع کړي دي. (په اسلام کي د حیوان دا ډول وهل لا منع دي).

 

اولنۍ دوې سزاګاني (پوه کول او ځای جلا کول) شريفانه سزاګاني دي په دې وجه د انبیاوو علیهم السلام او نیکانو څخه قولا هم ددې اجازه نقل سوې ده او په دې عمل هم د دوی څخه ثابت دی او دریمه سزا یعني وهل که څه هم د مجبورۍ په حالت کي په یو خاص شکل سره سړي ته ددې اجازه ورکړل سوې ده لیکن سره ددې په حديث کي دا هم ارشا ددې (وَلَنْ يَضْرِبَ خِيَارُكُمْ) یعني ښه سړي دي د وهلو سزا ښځو ته نه ور کوي نو په دې وجه د انبیاوو علیهم السلام څخه  هیڅ کله هم دا عمل نه دی ترسره سوی.

 

د ایت شان نزول

ابن سعيد او بیهقي د حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه د لوري صحابې څخه دا روایات نقل کړی دی چي په ابتداء کي سړي مطلق د ښځو د وهلو څخه منع کړل سوي وو لیکن بیا ښځو زړه وري سوې (نارینه وو شکایت وکړی) نو بیرته دا اجازه وسوه د ذکر سوي ایات تعلق هم ددې ډول يوې واقعې سره دی چي ددې شان نزول دا دی چي زید ابن زبیر رضی الله عنه د خپلي لور حبیبې نکاح د حضرت سعد بن ربیع رضی الله عنه  سره کړې وه  ددې دواړو ښځي او خاوند په منځ کي څه اختلاف راغلی خاوند په یوه چپلاخه ووهله حبیبې، خپل پلار ته شکایت وکی پلار دا د حضور صلی الله علیه وسلم  په خدمت کي حاضره کړه حضور صلی الله علیه وسلم  حکم وکړی چي حبیبې ته دا حق حاصل دی چي په څومره زور سره سعد بن ربیع رضی الله عنه  دې ته چپلاخه ورکړېده هغه دي هم په دومره زور سره په څپلاخه ووهي.

 

دوی دواړو پلار او لور چي دا حکم واوریدی نو روان سول چي د سعد بن ربیع رضی الله عنه  څخه د حکم مطابق خپل بدل واخلي لیکن عیني په دغه وخت کي دا ذکرسوی ایات نازل سو چي په دې کي يې اخیري درجه کي سړي ته د ښځي د وهلو اجازت ور کړی او د سړي څخه د قصاص یا بدل اخیستو اجازت یې ور نه کړی نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  دوی دواړه واپس کړل او دا حکم يې ورته واوروی او د بدل اخیستو اولنی حکم یې منسوخ کی. د ایات په اخیر کي يې ارشاد و فرمايه (فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا) چي په دې درو تدبیرونو کي که دوی تابیعداري سوې نو تاسي هم بیا سترګي پر پټوئ او په کوچنيو خبرو باندي په دوی کي د الزام لاره مه لټوی او پوسي چي د الله جل جلاله قدرت پر ټولو باندي زیات دی.

 

د مضمون خلاصه

 ددې ایات څخه په بنیادي حیثیت سره چي کمه خبره مخ ته راځي هغه دا چي د تیرو آیاتونو د بیان مطابق د ښځو او نارینه وو حقوق یو شان دي بلکي د ښځو د حقوقو د ادا کولو يې زیات اهتمام په دې وجه کړی دی چي دوی د نارینوو په نسبت کمزوري دي خپل حقوق د خپلو مټو په زور د نارینوو څخه نسي حاصلولاي خو ددې مساوات او برابرۍ دا معني نه ده چي په ښځي او نارینه کي دي د درجې د ښه والي څه پرق نه وي بلکي د حکمت او انصاف په تقاضا سره يي نارینه په دوو وجهو پر ښځو حاکمان جوړکړي:

 

۱: اول خو خو د نارینو جنس ته د خپل علمي او عملي کمالاتو په اعتبار سره د ښځو پر جنس باندي یو خدای ورکړی ښوالي او لوړوالی حاصل دی چي ددې حاصلول د ښځي د جنس لپاره ممکن نه دی البته یو فرد او  اتفاقي واقیعات بیا جلا خبره ده.

 

۲: دوهم دا چي د ښځي ټول ضروریات پوره کول نارینه د خپلي ګټه او خپل مال څخه ورکوي.

 

لومړنی سبب خاص وهبي دی، د خداي جل جلاله ورکړه ده، دده په اختبار کي نه ده. دوهم سبب کسبي او اختیاري دی.

 

او دا هم ویل کیداي سي چي د یوه مور او پلار په او لادو کي د ځینو د حاکم او د ځینو د ما تحت (محکوم) جوړولو د پاره د عقل او انصاف په بنا سره دوه شیان ضروري وه یو دا چي څوک چي حاکم جوړیږي په د کي د علم او عمل په اعتبار سره د حاکمیت صلاحیت، دوهم دده پر حاکمیت باندي د محکوم رضامندي نو اولنی سبب دا خبره په ډاګه کوي چي د حاکمیت صلاحیت په سړي کي سته او دوهم سبب د محکوم ماتحت رضامندي په ډاګه کوي، ځکه چي د نکاح په وخت کي چي ښځه د خپل مهر، ډوډۍ او نفقې د تکفل په شرط د نکاح اجازت کوي نو دا ښځه د نارینه دغه صلاحیت او حاکیمت منظوروي.

 

دوه ډوله ښځي

غرض دا چي د ایت په اوله جمله کي د کورني نظام یو بنیادي اصول وښوول سول چي که په اکثرو شیانو کي حقونه برابر هم دي خو بیا هم نارینه لره پر ښځي باندي يو حاکميت او ښه والي حاصل دی او ښځه محکومه او تابع ده تر دې بنیادي اصولو لاندي په عملي دنیا کي د ښځو دوې طبقې سوې:

 

۱: یوه هغه طبقه چا چي د بنیادي اصولو او خپلي معاهدي پابندي وکړه او د سړي حاکمیت يې ومني تابعداره سوه.

 

۲: دوهمه طبقه هغه ده چي پر دې اصولو باندي ولاړه پاته نسوه نو اوله طبقه د کورني امن او اطمنان په خپله کفالت کوي دې ته د هیڅ قسم اصلاح حاجت نسته، د دوهمي طبقې د اصلاح لپاره د آیت په دوهمه جمله کي یو داسي مرتب نظام وښول سو ترڅو ددې په ذریعه د کور جوړوالی او اصلاح په کور کي دننه وسي او د ښځي او خاوند جګړه ددې دواړو ترمنځ حل سي د بل نفر مداخلت کولو ته پکښي ضرورت رانسي.

 

په دې کي يي نارینه ورته داسي خطاب وفرمايي چي که په ښځو کي د نافرمانۍ کولو یا حکم نه منلو څه کمي و ویني نو د ټولو مخکي (۱): ددې د پوهولو کوښښ وکړئ، که په دې سره کار وسو خو معامله ختمه سوه ښځه د ګناه څخه او سړي د زړه د ازار څخه خلاص سوه او که په پوهولو سره کار ونسو نو (۲) دوهمه درجه دا ده چي ددې د پوهولو او خپل خفګان ښکاره کولو د پاره په جلا بستره کي پریوزي دا یوه معمولي سزا اوښه پوهول دي (یقیناً شریفه ښځه په دې سره ډیره تنبیه کیږي) که په دې سره هم کار ونسو او دا بیا هم د خپل عادت څخه منع نسوه نو په (۳) دریمه درجه کي يې (د طلاق پر ځای) د معمولي وهلو هم اجازت ورکی::

ددې وهلو حد دادی چي ددې پر بدن د وهلو څه تاثیر او زخم رانسي لیکن ددې دریمي درجې د سزا استعمالول نبي کریم صلی الله علیه وسلم  نه دي خوښ کړي بلکي فرمايلي يی دي چي ښه او شریف خلګ دا سي نه کوي په هر حال په دې معمولي وهلو سر هم که معامله برابره سوه نو بیا هم مقصد حاصل سو په دې باره کي چي نارینوو ته د ښځو د رغولو لپاره دا درې اختیارات ورکړل سوي دي

(بعضي بزرګانو په مسواک سره ښځه تنبیه کول ځکه دلته درد ورکول او خوږول مقصد نه دي بلکي تنبیه کول دي او دا پیغام ورکول دي چي نور خبره دغه ځای ته رسیدلې ده، دداسي مقیدي تنبیه حکمت دا دی چي انسان په خبرو او په معنوي سزا پوهیږي نو ځکه سخت وهل يې حرام کړي دي، ژباړن).

 

دلته يې دا هم فرمايلي دي: (فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا) یعني که په دې درو خبرو کولو سره دوی ستاسي خبره ومني نو اوس تاسي تر دې زیات الزامونه مه ورپوري تړئ بلکي سترګي پر پټوئ او ښه پوسي چي الله جل جلاله تاسي ته پر ښځو لويي درکړيده نو الله جل جلاله لويي پر تاسي باندي مسلطه ده که تاسي زیاتی وکی نو سزا به يې تاسي خوری.

 

که جګړه اوږده سي نو دواړه طرفه دي د قریبانو په فیصله کوونکو صلح وکړي

دا خو هغه نظام وو چي د کور جګړه په کور کي ختمه سي لیکن ځیني وخت جګړه اوږده سي ښځي سرکښي کوي او یا سړی بې له وجي سختي کوي په هر حال په دې صورت کي د کور خبره دباندي وتل لازیمي وي لیکن د عام عادت مطابق داسي کیږي چي د ښځي طرف داران سړي ته او د سړي طرف داران  ښځي ته بدي ردي واي او الزامونه لګوي او نتیجه يې داسي چي دواړه طرفه راوپاریږي او د دوو تنو جګړه د خانداني جګړې صورت اختیار کړي.

 

په دې دوهم ایت کي (وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا ) قران کریم ددې لوی فساد د دروازې د بندولو د پاره د وخت حاکمانو او دواړو جانبو مشرانو او طرف دارانو ټولو مسلمانانو ته خطاب وکی یوه داسي پاکیزه طریقه يې وښوله چي په دې سره به د دواړو فریقو راپاریدل هم ختم سي او پر یوه او بل د الازمونو لګولو لار به هم بنده سي او د دوی په منځ کي به د صلحي لار خلاصه سي او د کور جګړه که په کور کي ختم نسوه نو لږ تر لږه په خاندان کي خو به ختم سي، محکمو، کوڅو او بازارونو ته خو به ونه وزي او هغه دا چي حکومت یا د فریقینو مشران یا عام مسلمانان دي داسي کار وکړي چي د ښځي او خاوند په منځ کي دي د صلحي راوستو د پاره فیصله کونکي مقرر کړي یو د سړي د خاندان څخه بل د ښځي د خاندان څخه او دلته د قران کریم د (حَکم) په لفظ راوړلو سره ددې دواړو سړیانو ضروري صفتونه هم وښول چي په دواړو کي دي جګړو د فیصله کولو صلاحیت موجود وي او ښکاره خبره ده چي دا صلاحیت په هغه سړي کیدای سي چي د علم خاوند او دینداره وي.

 

د حکم یا فیصله کوونکو صلاحیت او اختیارات

لنډه دا چي یو حَکم د سړي د خاندان څخه اویو حَکم د ښځي د خاندان څخه دي مقرر کړي او په دې دواړو ښځه او خاوند پسي دي وليږي او دوی دواړه چي هلته ولاړسي نو څه به کوي او د دوی اختیارات څه دي؟

 

قرآن کریم ددې ښوونه نه ده کړې البته په اخیر کي يې یوه جمله ارشاد فرمائلې ده: (إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا) یعني که دا دواړه روغه راوستونکي د حالاتو برابرولو او د صلحي راوستولو اراده وکړي نو الله جل جلاله به ورسره غیبي کومک وکړي او د ښيځي او خاوند په منځ کي به اتفاق پیدا کړي.

 

ددې جملي څخه دوې خبري معلومي سوي اوله دا که مصلحت راوستونکي دواړه حکمین په نیک نیت سره وي او په زړه سره غواړي چي د دوی صلحه وسي نو الله تعالی به ورسره غیبي کومک وکړي او دوی به په خپل مقصد کي کامیاب سي او د دوی په ذریعه به الله جل جلاله د ښځي او خاوند په زړونو کي اتفاق او محبت پیداکړي نو ددې په نتیجه کي دا هم ګڼل کیږي چي په کوم ځای کي چي صلحه رانسي نو د صلحي راوستونکي په یو طرف کي به د اخلاص کمی وي. دوهمه خبره دا چي د دوهمي جملي څخه دا هم معلومیږي چي ددې دواړو صلحي راوستونکو لیږلو مقصد د ښځي او خاوند په منځ کي صلح کول دي، ددې څخه ماسوا بل کوم مقصد د دوی په لیږلو کي شامل نه دی. دا بیا بله خبره ده چي فریقین راضي سي او دا دواړه صلح راوستونکي خپل وکیلان یا دریم ګړي جوړ کړي او دا ومني چي تاسي دواړه یو ځای سی او کومه فیصله چي هم زموږ په حق کي تاسو وکړه موږ ته به منظور وي.

 

په دې صورت کي به دا دواړه روغه راوستونکي د دوی په معامله کي د فیصلې کولو اختیارمند سي که دواړه پر طلاق متفق سی نو طلاق به وسي او که د دواړو اتفاق بر خلع یا بل شي باندي راسي نو د سړي د طرفه څخه د ورکړل سوي اختیار پر بناء به ښځي لره طلاق ورکړي او فریقین به یې مني. په امامانو کي د حسن بصري او امام ابوحنیفه رحمة الله علیهما تحقیق همدا دی. (روح المعاني وغیره)

 

ماخذ: معارف القران: ج۲، ص۴۰، پښتو، مکتبه حبیبیه/ مؤلف: علامه مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله

 

اړوند معلومات:

وینا: د مسلماني ښځي حیرانونکې وفاداري!

بیان- ښځو ته د خاوند په اړه ځيني خبري

مرکه- کورني اختلافات- د نارینه نیمګړتیاوي

بیان- د طلاق شرایط او د اختلافاتو حل

بیان- ښځه په نورو مذاهبو او ادیانو کي

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سرته