تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ام سليم رضي الله عنها مهر او د مېړه سخا
 
  July 10, 2016
  0

 د ام سليم  رضي الله عنها  مهر او د مېړه سخا

لومړي مبحث: مهر-

ام سليم  رضي الله عنها   که څه هم تر يوې مودې پورې د واده نه کولو اعلان کړي وو، مګر سره له دې هم د کورني نجابت او شخصي عفت، ديانت او نورو حميده صفاتو په نظر کې نيولو سره ددې قبيلې يو زلمي چې ابو طلحه زيد بن سهل بن اسود بن حرام نومېده، له هغې څخه بيا بيا غوښتنه کوله چې واده ورسره وکړي.

ام سليم رضي الله عنها  ورته وويل: زما او ستا واده ممکن نه دی، ځکه ته مشرک يې او زه مسلمانه يم، ته دداسې بت عبادت کوي چې له لرګي څخه درته جوړ کړل سوی دی، هغه لرګي چې ونه يې ته په خپل لاس په ځمکه کې نيال کوي، او بيا يې خدمت کوې، چې غټه سي، او بيا يې په خپل لاس په تبر يا اره پرې کوې، او بيا يې لرګي د بنو نجار فلاني غلام ته وروړې، او هغه بت ورڅخه جوړوي، او بيا يې ته عبادت کوې، په داسې حال کې چې په هغه باندې اوربل کړې، نو سوځي او توره ايره ګرځېږي، نو داسې يو شی به تا ته څرنګه ګټه يا تاوان ورسوي، چې له خپل ځان څخه زيان منع کولي نه سي، او يا دداسې معبود عبادت کوې، چې له تيږې څخه جوړ کړل سوی وي، چې نه ګټه درته رسوي، او نه زيان درته رسولی سي. (۱)

 د ام سليم  رضي الله عنها   دغه جذاب دعوت د ابوطلحه رضي الله عنه پر زړه باندې اغېزه وکړه. او د زړه په تل کې يې دننه شو، په دغه ورځ يې هيڅ ورته ونه ويل، ورڅخه پاڅېده، او خپل کورته ولاړ، په سبا ورځ بيا د ام سليم  رضي الله عنها   کورته لاړ، او ويې ويل: پرون چې تا ماته زما د دين په باره کې کومې خبرې وکړې، ټولې رښتيا دي. او ما له ځانه سره پرېکړه وکړه چې مسلمان شم. ام سليم  رضي الله عنها ورته وويل: ته که داسې وکړئ، نو بيا زه له تاسره واده کولو ته چمتو يم، او مهر نه غواړم، او زما مهر به ستا اسلام قبلول وي.

(فاني اتزوجک ولا اخذ منک صداقا غيره)
يعنې ته که اسلام ومنې، نو زه له تا څخه مهر نه غواړم، پرته له ستا له اسلام منلو څخه او په خپله انس بن مالک رضی الله عنه ويلي وو: 

( حتما کان لها الاسلام ابي طلحه). (۲)

ژباړه: زما کونډې مور ام سليم رضي الله عنها له ابوطلحه رضي الله عنه سره واده وکړ، او د هغې مهر صرف د ابوطلحه (رضي الله عنه) اسلام منل وو.

هماغه وو، چې ابوطلحه رضي الله عنه د ام سليم  رضي الله عنها   په دعوت اسلام ومنه، او د نبوي بعثت په دولسم کال چې له ۶۲۲ ز کال سره سم دی، ام سليم  رضي الله عنها   له ابو طلحه سره واده وکړ، او خپل مهر يې د ابوطلحه رضي الله عنه د اسلام منل وټاکه. 

ابوطلحه رضي الله عنه هم د زړه له کومې مسلمان شو، او د نبوي بعثت په ديارلسم هجري کال چې ۶۲۳ ز کال سره سم دی، درې اويا کسانو په ګډون مکې ته ولاړ، چې په دريمه عقبه کې يې په منا کې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره بيعت وکړ، ابوطلحه رضي الله عنه هم په نبوي مبارک لاس بيعت وکړ، او د اسلام له رښتينو او سرښندونکو اتلانو څخه شو. په بدر، احد، حنين، خيبر او نورو غزاګانو کې يې ګډون کړی دی. 

خوندو ته د عبرت درس
زمونږ د اسلامي امت نسواني طبقې ته د ام سليم  رضي الله عنها   په دغه عمل کې د عبرت لوي درس دی، او هغه دا چې  يوه مسلمانه ښځه پېغله وي او که کونډه وي د واده له پاره داسې څوک خوښ کړي، چې عملي او قلبي مسلمان وي، او د مېړه په ټاکنه کې ډېر دولت، نوم او شهرت، منصب او تنخواه لومړی شرط نه دی، او د ام سليم  رضي الله عنها   دعوتي لاره تعقيب کړي. چې نورې ټولې دينې او دنيوي نيکمرغۍ له ځانه سره ولري.

دوهم مبحث: د مېړه سخا
 ابوطلحه رضي الله عنه  د شتمني په ډېرښت سره ډېر سخاکوونکي و. بخاري له اسحاق بن عبدالله بن ابي طلحه څخه روايت کوي، چې هغه له انس بن مالک څخه اورېدلي وو، چې ويل يې: ابو طلحه د مدينې منورې د انصارو په نسبت د خرما له پلوه د ډېر مال خاوند وو، او بيرحاء چې مسجد ته مخامخ وو، د هغه د خورا محبوبو مالونو څخه وو، او رسول الله صلي الله عليه وسلم به هغه ته داخلېده، او د هغې له ښو اوبو څخه به يې څښلې، انس رضی الله عنه وايي، کله چې :

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ. (الایة)
 ژباړه: تاسيې نېکي ته نه شئ رسېدلي ترڅو چې هغه مال چې تاسې ته محبوب وي د الله په لاره کې ونه لګوئ.      

کله چې دغه ايت نازل شو، نو  ابوطلحه رضي الله عنه  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغی، او هغه ته يې وويل: اي د الله رسوله! الله فرمايي: (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ) او بېشکه بيرحاء ماته ډېر زيات خوښ دی، او هغه د الله لپاره صدقه کوم، نو ته هغه په هغو لارو او ځايونو کې ولږوه، چې هغه الله ته خوښې وي، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمایل:

( بخ ذلک مال رابح  ذلک مال رابح وقد سمعت ما قلت واني اري ان تجعلهما في الاقربين)
مفهوم: څه عجب! دا ګټه کوونکي مال دی، دا ګټه کوونکي مال دی، او په رښتيا چې تا وويل، هغه مې واورېدل، ښه دا بولم چي ته دا باغ پر خپلو دوستانو تقسیم کړه.

اي د الله رسوله زه به همداسې کوم، نو بيا هماغه وو، چې ابو طلحه بيرحاء باغ پر خپلو خپلوانو د تره په ځامنو باندې ووېشه. ام سليم  رضي الله عنها  د  ابوطلحه رضي الله عنه  په کرم او سخاوت ډېره خوښې کوله، او د هغه سره په هره نيکۍ او ښېګڼه کې يې ګډون درلود.( ۳)    

مخکنۍ لیکني: 
د ام سلیم رضی الله عنها پېژندنه

--------------
۱: النبلاء، امام شمس الدین محمد بن احمد بن عثمان الذهبي، وفات کال ۷۴۸ ه ق، ج ۲، ۳۰۴ او ۳۰۵ مه صفحه، ناشر: موسسة الرسالة، بیروت لبنان د چاپ کال ۱۴۱۰ ه ق 
 
۲: اعلام النساء جلد دوم، ۲۵۶ مه صفحه، او اسدالغابه في معرفة الصحابه، جلد۶ ، ۳۴۵مه صفحه.
 
۳: د صحابیاتو د ژوند پلوشې، محمدکلاب، پېغام خپروندویه ټولنه.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته