تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لوی مفاهیم او پخې خبري
 
  January 26, 2017
  0
لیکنه: حامد افغان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

(۱): صلاح او اصلاح
 

الله عزوجل فرمايي: ((وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ)) [هود:۱۱۷] 
ژباړه: او ستا رب په ظلم سره کلي نه هلا کوي؛ که خلک ئې اصلاح راوستونکي وي. 

(مصلح) هغه کس ته وایي، چي په خپله صالح او نېک عمله وي او اصلاح راوستونکی هم وي. (صالح) هغه څوک دی، چي په خپله ښه وي. دلته الله  جل جلاله  (وأهلها مصلحون) فرمايلي دي؛ (صالحون) ئې نه دي فرمايلي؛ ځکه یوازي د ځان اصلاح نجات ورکوونکي او د الله  جل جلاله  له عذاب څخه خلاصوونکي نه ده. باید ځانونه په خپله هم اصلاح او هم اصلاح راوستونکي وګرځوو. دلته نو له صلاح (ځان سمولو) سره اصلاح (نور سمول) لازم سول.

(۲) امام احمد رحمه الله  له حاتم الاصم رحمه الله  څخه پوښتنه وکړه، چي له خلکو به ځان څنګه خوندي ساتو؟ 

هغه ورته وویل: هغوی ته به مال او شتمني ورکوې او له دوی به ئې نه غواړې! دوی به ضرر درته رسوي؛ ته به ئې نه ورته رسوې! د دوی اړتیاوي به پوره کوې او د خپلو اړتیاوو به دوی ته څه نه وایې! احمد  رحمه الله  وویل: حاتمه! دا خو ډېره سخته نه ده؟! هغه وویل: که له دې سره هم د دوی له شره خوندي پاته سوې، خوشحاله اوسه. نو ځکه هر وخت د الله  جل جلاله د راضي کولو کوښښ کوه! که هغه راضي کړې د هغه مخلوق به هم در څخه راضي او خوشحاله وي. 

(۳): سلمان الفارسي رضی الله عنه وایي: یو څوک چي په سختۍ او اسانۍ دواړو کي د الله  جل جلاله حمد او ثناء وایي، نو کله چي ستونزه او مصیبت ورته ورسېږي او الله  جل جلاله  ته دعاء وکړي، ملایکي ووایي، چي دا خو د کمزوري سړي معلوم او شناخته ږغ دی او بیا سپارښتنه او شفاعتونه پيل کړي. څوک چي په سختۍ او اسانۍ دواړو حالتونو کي الله عزوجل  نه یادوي او نه ئې حمد او ثناء وایي، نو ده ته چي ستونزه او مصیبت ورسېږي او الله  جل جلاله  ته زارۍ کوي؛ ملایکي ووایي: دا نابلده ږغ دی. (مصنف ابن ابي شیبه) 

(۴): د واکمنو هیبت او رعب دا نه دی، چي خلک ویروي او سپکوي، بلکي د واکمن رعب او هيبت د ظالم ماتول او کمزوري ته حق رسول دي، چي پیاوړي منعه او کمزوري په امن سي. عمر بن الخطاب رضی الله عنه.

(۵): موږ د ليوه، زمري او پړانګ ستاینه کوو او سپی سپک او ذلیل بولو، په داسي حال کي، چي ياد درنده ګان مو داړي او څيري او سپی مو څاري او ساتي! ډېری انسانان خپل خدمتګار ته په سپکه ګوري او ظالم او زورور ته یې جینګه خوله نیولې وي.

(۶): یوه سړي د ګرمۍ په موسم کي واوره خرڅوله، د خلکو د متوجه کولو له پاره به یې ویل: اې خلکو! په هغه چا رحم وکړئ، چي رأس المال ئې ویلي کیږي او بهیږي. زموږ او ستاسو عمر او خوږ ژوند له واوري تیز ویلي کیږي، او له ژوند ارزښتناکه پانګه هم نسته، راځئ! موږ په ځانونو رحم وکړو، زموږ هر يوه رأس المال او پانګه ويلي کیږي او بهیږي.

(۷): که هر وخت حق بریالی وای، نو د حقپالونکو صفونه به له منافقانو ډک وای او که همېشه باطل کامیاب وای، نو حقپال به پخپل مسیر شکمن سوي وای. نو خبره ځکه په نوبت ده، د حق ناکامي د حقپالونکو د صفونو غلبېلول دي او په بریا کي ئې پخپل مسیر یقین دی.

(۸): یواځنی مهم تخصص چي د نړۍ په پوهنتونو کي نسته هغه په " اخــــــــــلاقو" کي دی، نو ځکه خو دا تخصص ځیني عادي مومنان او آن ماشومان هم لري! خو دکتوران په کي ناکام وي! 

(۹): حکم بن عتیبه رحمه الله وایي: کله چي د بنده ګناهونه زیات سي او د ختمولو له پاره ئې نېک عمل نه وي، الله  جل جلاله  ئې په کوم غم مبتلا کړي څو ئې ګناهونه توی کړي. 

(۱۰): یو مشهور قاري قصه کوي، چي يو مشهور قاري په تلاوت کي خطا سو او ما ورته وخندل، کله چي لوی سوم یو وخت په امامت کي په هماغه ایت کي هماغه خطا راڅخه وسوه. [وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا]

(۱۱): له ډاره د چا احترام که څه هم نن سبا زیات دی، خو سپک او د چاپلوسانو خوی دی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 

سرته