تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ریاست قانوني لائحه نه عملي کول
 
  January 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۸۹)

نوم: محمدي


سوال: يو مدير ته د رياست لخوا لايحه ورکول کېږي ، چي بايد هغه کارونه په خپله شعبه کي وکړي ، دا لايحه د قانون اساس او قانون کار او قانون رياست لخوا دئ ايا خپل پر لايحه کار نه کول هغه عملي کول حرام دي او که نه ، دغه معاش چي اخلو حلال دى که حرام ؟ 

جواب :

حامداً مصلياً

ودې سړى ته د فقه په اصطلاح کي اجير خاص ويل کیږي، ده ته  چي کومه لائحه د کار ورکړل سوې ده چي په هغه کي نقض د شريعت نه وي نو  پر ده لازمه ده.
 
او د رياست لخوا چي کوم وخت د رسميت مقرر سوی دى په دغه وخت کي دده لپاره بل کار د قانوني لائحه څخه ماسېوا ناجائز دى ،   په رسمي وخت کي  که دی په  بل کار  د شعبې څخه دباندي مشغول سي نو هغومره اندازه معاش بايد دده څخه وګرځول سي. 


جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَفِي فَتَاوَى الْفَضْلِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى: إذَا اسْتَأْجَرَ رَجُلًا يَوْمًا لِيَعْمَلَ كَذَا فَعَلَيْهِ أَنْ يَعْمَلَ ذَلِكَ الْعَمَلَ إلَى تَمَامِ الْمُدَّةِ وَلَا يَشْتَغِلُ بِشَيْءٍ آخَرَ سِوَى الْمَكْتُوبَةِ . الفتاوی هندیة،ج۴ ،ص۴۱۶. الباب الثالث في الاوقات التي يقع عليها عقد الاجارة .
 
(٢): وليس للا جيرالخاص ان يعمل لغيره بل ولا ان يصلى النافلة ولايمنع في المصرمن اتيان الجمعة وسيقط من الاجرة بقدر اشتغاله. الفقه الحنفى ثوب الجديد. ج۴، ص٤١٥. الاجيرالخاص . 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته