تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: ږغیز کتابتونه جوړول
  تعلیم الاسلام
  December 26, 2016
  0

  ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نهمه لارښوونه: په کورکې صوتي کتابتون جوړولو ته پاملرنه وکړئ
 
ټيپ تقريباً په هرکور کې موجود وي، چې يا د خيراو يا هم د شر په لاره کي کارول کيږي خو څنګه ترې استفاده وکړو، ترڅو د الله تعالی په لاره کي په کار واچول سې؟
 
ددې کار د تحقق د وسائلو څخه يوه وسيله په کور کې يو صوتي کتابتون جوړول دي، چې د علماءو  قاريانو او واعظانو غوره پيتې په کښې موجودې وي.
 
د ځينو قاريانو او د تراويح د امامانو تلاوت اوريدل په کورنۍ باندې غټ اغيز کوي او سړي د قران د قرائت په اوريدلو د موسيقۍ او شيطاني اوآزونو نه په امن کيږي، ځکه ښايسته سينې او غوږونه د رحمان د کلام سره يو ځای د شيطان فرياد نه پريږدي.
 
د علماءو ټيپ سوي فتواګاني څومره د کورنۍ په تفقه او پام کي د هغو مختلفو احکامو په اړه چي په روزنيز ژوند کې ورسره مخامخ کيږي، اثرغورځوي، خو په دي اړه بايد ووايم له کومو کسانو نه چي فتواغوښتل کيږي بايد په اړه يې د توجه او پاملرني نه کار واخيستل سي، ځکه فتوا (د دين د امورو څخه) ده، نو پام کوئ چي د خپل مشکل په اړه دداسې کس نه پوښتنه وکړئ چي په صلاح، ورع او تقوا باندې مشهوره وي، د دلائلوپه رڼا کې حرکت وکړي، له افراط تفريط ، تشدد او تساهل نه په ډډه واوسي، منځلاری او وسطي منهج يې غوره کړی وي. په يادو صفاتو باندې پوښلی کس عالم حسابيږي بايد ترې پوښتنه وکړو:
 
( الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيراً.) (سورة الفرقان: ۵۹)
ژباړه: (ستا پروردګار) خورا ډير مهربانه دی، دهغه د شان پوښتنه له ډير پوه نه وکړه. (تفسير ديوبندي،ج:۲،ص:۲۳۸)
 
د هغوکسانو ويناوو ته غوږنيول چي د اسلامي امت د ويښتابه، د اقامه حجت او د منکر نه د انکار په هڅه کي دي، په مسلمانه کورنۍ کي د فرد په جوړونه کي مهم رول لري.
 
ډيرې پيتې او موعظې سته ،خو ولي مهمه خبره دا ده چې مسلمان بايد د سمي لاري منهج وينا کوونکي وپيژني، ترڅو وکولای سې په پوره اعتماد سره پيتو ته غوږ ونيسې، ددې صفاتو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي:
 
الف:- بايد داهل سنت والجماعت پيرو او د ناجيې فرقې په عقيده باندې متمسک وي، سنتو ته پابنده او له بدعت نه ليري واوسي، ميانه روي اختيارکړي، له تندروۍ او تساهل (بې ځایه اسانۍ) نه ډډه وکړي.
 
ب:- په صحيحو احاديثواعتماد کوي او له ضعيفو احاديثو نه ډډه کوي.
 
ج: د خپل فقهي مذهب په اړه دقیق معلومات ولري او مفتی به اقوال ورته معلوم وي.
 
د:- د خلکو د حالت په اړه او د امت په موقعيت باندې پوره بصيرت او خبرتيا ولري، تر څو د درد په ځای دارو کښيږدي او داسې شيان خلکو ته وړاندې کړي چي ګټوراو د خلکو د اړتيا وړ وي.
 
هـ:- د حق د څرګندولو نه شاته ولاړنسې، باطله خبره په ژبه را نه وړي او د خلکو د راضې کولو په مقابل کي د الله په غصه ځان اخته نه کړي.
 
همدا ډول د ماشومانو په پيتو کې څومره تاثير يې، برابره خبره ده که هغه د څو سورتونو تلاوت وي يا د شپې او د ورځې د نبوي اذکار وي یاهم د ترانو وي.
 
 
که چيرې پيتې د کور په کتابتون کي په مرتب ډول کښيښول سي، له يو پلوه به په اسانۍ راخيستل کيږي او يا د بله پلوه به د ماشومانو په وسيله د هغو د ورکيدو مخه ونيول سي، هر کله مو چې مفيده پيته مخته راسي، بايد هڅه وکړو چې د ډالۍ او يا امانت په توګه يې نورو ته ورکړو، او د ټيپ موجوديت د خوب په اطاق کي يا په پخلي ځای کي له وخت نه په ډيره کټه اخيستنه کي کومک کولای سي.
 
کورنی جوړښت: نوري برخي دلته کلیک کړئ
 
 
-------------------------------
هر اړخیز اسلامي معلومات
ګټور اصلاحي بیانونه: د منبر اواز
لنډ پښتو بیانونه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته