تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اخلاص !
 
  October 15, 2012
  0
رالېږونکی: پوهیالی غلام عمر (عبدالله ) د هلمند پوهنتون استاد.

اخلاص چي عربي اسم مصدر دی په لغت کي پاک او خالص کولو او د ځانګړي کولو په معنی سره استعمالیږي.
او په اصطلاح کي عبارت دی د خپل نیت او ارادې د صفاء کولو نه، له ټولو خنډونو څخه، د الله جل جلاله درضا او هغه پاک ذات ته د نژدې کېدو په خاطر.
 
 ځني علما وایي: اخلاص عبارت دی له یوازي کولو د الله جل جلاله په نیت سره په عباداتو کښي. او ځني نورو فرمایلي دي چي : الله جل جلاله ته د دوامداره کتلو په وجه خلګو ته نظر او کتل هیرکړل شي. دې کیفیت ته اخلاص ویل کیږي.

دهر صالح عمل د قبلېدو لپاره اخلاص شرط دی کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو موافق وي. حال دا چي الله جل جلاله موږ ته به هغه باندي امر کړی او فرمایلي یې دي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ. سورت البینه، ایت ۵

ژباړه : دوی ته حکم کړی شوی وو چي عبادت کوئ د الله جل جلاله په داسي حال کي چي خالص کونکی وي الله جل جلاله  لره دین، د شرکه او نفاقه. په داسي حال کي چي راګرځېدونکي وی له باطله حق ته.

 حضرت ابو امامة رضي الله عنه روایت کوي چي یوسړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی، وې ویل: د هغه چا په باره کي خبر ورکړی چي جهاد د ثواب او شهرت په خاطرکوی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه کس د پاره هیڅ شی نشته. دا خبره یې درې ځلي تکرار کړه او ویې فرمایل:هیڅ شی دهغه لپاره نشته. (الترغیب)

او بیا يې وفرمایل : یقیناً لوی الله جل جلاله یوازي هغه عمل قبلوي کوم چي یوازي د هغه لپاره وي او د الله ذات ور باندي طلب کولای سي.(رواه ابوداود ونسایی)

 د ابي سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چي نبی صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په موقع وفرمایل چي تراو تازه دي وي هغه سړی چي زما وینا واوري او یاد یې کړي ځکه ډیر د فقه عالمان فقیان نه وي.
 

 درې شیان داسي دي چي د مؤمن زړه ورباندي نه خیرن کیږي ، عمل کي اخلاص ، خیرغوښتنه د مسلمانانو د مشرانو او د مسلمانانو د ټولني سره یووالی معنی دا چي په دغه درې شیانو سره د زړونو اصلاح کیدای شي . چا چي خپل عادت جوړ کړو نو زړه یې پاک شو له خیانت، فساد او شر څخه . د شیطان له شره څخه انسان یواځی په اخلاص سره خلاصیدای شي او بس ، ځکه الله جل جلاله فرمایی: إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ. (سورة ص)

ژباړه: وویل (ابلیس) خامخا به قسم دی په عزت ستا چي خامخا ګمراهان به کړم دوی ټول مګرهغه بندګان ستا له دوی څخه چي خلاص کړی سوی دی (له شرکه ، عصیان څخه چي مؤمنان دی).

د یوه صالح شخص په باره کښی روایت دی چي خپل نفس ته به یې ویل چي ای نفسه! اخلاص کوه نجات به درته حاصل شي.

 نفس ته د دنیا له برخو نه په هري برخي او حصې راحت حاصلیږي او زړه ورته میلان کوی.هغه که لږ وي یا ډېر خو کله چي دعمل په طرف وخوځیږي صفایي یې خړه شي او کمزوری شي، اخلاص ورڅخه ختم شي. انسان په خپلو نصیبونو پوري تړلی دی او په خپلو شهوتونو کي ډوب دی چي ډېر کم د کارونو او عبادتونو یې د دنیا ددغه ډول غرضونو څخه خالي وي. له همدې کبله ویل شوي دي چي د چا د عمر یوه لحظه هم د الله جل جلاله د رضا لپاره خالصه وي نو نجات ورته حاصل دی او دا د اخلاص د مشکل توب او سختوالی د وجهي نه نو اخلاص پاکوالی د زړه دی له ټولو نقصانونو څخه. هغه که لږ وي یا ډېر، تر هغو چي یوازي د تقرب اراده په زړه کي پاتي شي او هغي نه بغیر بل هیڅ باعث هم نه وي په دا شان چي د دنیا د محبت دپاره زړه کښي څه قرار پاتي نشي.

د مثال په توګه : که خوراک ، څښاک کوي یا قضاء حاجت ترسره کوي نو عمل خالص او نیت یې عموماً په مخ تړلی وي او چي د چا حالت دا شان نه وي نو د اخلاص دروازه یې عموماً په مخ تړلې ده لکه څرنګه چي چا باندی د الله او اخرت محبت غالب شي نو ټول اعمال یې عادتاً دده  دفکر او نظر موافق شي او اخلاص څخه ډک شي او هغه چا باندي چي د دنیا مقام ریاست او د غیرالله محبت غالب شي نو بیا یې ټول حرکات د هماغه صفاتو مطابق شي، ډېرلږ د روژو لمونځونو او نورو عباداتو یې درست اوسم وي.

علاج: نو ځکه د اخلاص علاج د نفس د خواهشاتو ماتوالی، د دنیا څخه طمع قطع کول او اخرت ته توجه ده . ترڅو دغه کیفیت په زړه باندي غالب شي ځکه په هغه سره اخلاص اسانه کیږي. ډېر داسي عملونه شته چي انسان ورباندي ستړی او ستومانه وي او ګمان کوي چي اعمال يې خالص د الله جل جلاله لپاره دي، حقیقت دا چي ورباندی غلط شوی وي ځکه  دا افت یعني د اعمالو د قبلیدو د موانعو په هکله ورته معلومات نه وي.

حکایت: یو حکایت دی چي یو سړي به تل په لومړي صف کي په جماعت سره لمونځ ادا کاوه. یوه ورځ مسجد ته د وختي  تلو په وخت کښي خنډ ورته پیدا سو او لومړی صف ډک شوی وو، دویم صف کي یې لمونځ ادا کړ نو خلکو څخه زیات شرمېده چي هغوی دویم صف کښي لیده. بیا ورته څرګنده شوه چي د لمانځه حالت کښي کوم کیفیت او خوشحالي ورته حاصلېده هغه د لومړی صف کښي د درېدو په وجه وه چي خلکو به په کښي لیده.

 دا یوه باریک او مشکله مسئله ده. ددغه ډول افتونو څخه ډېر کم عملونه په امن دي. ډېر کم خلکو ته د الله جل جلاله د توفیق په برکت ددغسي مسئلو پوهه او معلومات ور په برخه وي غافل او ددغه شان افتونو څخه بې خبره اشخاص به د قیامت په ورځ وویني چي د دوی ډیری نیکی به بدی وی او دلاندی ایات څخه همدغه  خلک مراد دی : وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ. وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا...(سورت الزمر)

ژباړه :او ښکاره به شي دوی ته له جانبه د الله جل جلاله هغه عذاب چي نه وو دوی چي ګمان به یې کاوه (دهغه) او ښکاره به شي دوی ته (جزاء) د بدی د هغوی د اعمالو چي کړي وه دوی.

الله جل جلاله فرمایی: قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا. الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا. (سورت الکهف)

ژباړه: او ووایه (ای محمد صلی الله علیه وسلم) دوی ته ایا خبر کړو تاسو په ډېرو زیان کارانو باندي له جهته د عمله؟ دا هغه کسان دي چي ورک (ضایع) شوی دی د دوی زیار او محنت په دغه ژوندون لږ خسیس کي ځکه غافلان وه له اخرته حال دا چي دوی ګمان کوي چي بي شکه دوی ښه کار کوي ( او عمل او واقیعت کی داسي نه دی).
 
 

سرته