تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کور داخلي او بهرني خلګ
  تعلیم الاسلام
  February 28, 2017
  0

 څوارلسمه لارښوونه: که چيرې د يو کس دين نه خوښوئ نو هغه کورته مه راپريږدئ

ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بخاري شریف په روايت کي راغلي دي: "وَكِيرُ الْحَدَّادِ يُحْرِقُ بَدَنَكَ ، أَوْ ثَوْبَكَ ، أَوْ تَجِدُ مِنْهُ رِيحًا خَبِيثَةً." (رواه البخاري ، الفتح ، ج:۴ ص:۳۲۳)
ژباړه: د اوسپنې سوځونه به دې يا کور يا کالي در وسځوي او يا به د هغه مردار بوی درباندې لګيږي.
 
رښتيا ده!په الله قسم چي کور ته دې په رنګا رنګ فساد سره اور اچوي او سوځوي يې، څومره زيات دي داسې مفسد او مشبوه کسان چي کله يې پښه کور کې ايښې، د کورنۍ د افرادو ترمنځ يې د عداوت او دښمنۍ اسباب رامنځ ته کړي! او د ميړه او ښځې ترمنځ د جلاوالي لامل ګرځيدلي دي!!
 
الله تعالی دې هغه کس په لعنت ککړ کي چي ښځه د ميړه په وړاندې او يا ميړه د ښځې په وړاندې ټګمارۍ او چل ته هڅوي او په پلار کې د اولاد سره دښمنۍ او بدبينۍ اسباب برابروي.
 
په کورونو کې د سحر او جادو د رامنځ ته کيدواسباب او په کورنۍ کي د غلا او اخلاقي فساد رامنځ ته کيدلو اسباب څه دي؟
 
ددې ټولو ستونزو عوامل کور ته د هغو کسانو ننوتل دي چي تدين او دينداري يې د چا خوښ نه وي.
 
نوله همدې کبله د هغو بندول واجب دي. اګر که د ګاونډيانو د زنانوو يا سړيو څخه ولې نه وي، يا داسې ښځې او سړي وي چي په ظاهره ستاسې دوستان وي.
 
ځينې خلک چي کله هم يو کس د روازې سره وويني، د فشار او ستونزو له کبله سکوت وکړي او د ننوتو اجازه ورکوي، په داسې حال کي چي دی ښه پوهيږي چي دا کس د مفسدينو څخه وي.
 
 
ښځه ددې مسوليتونوغټه برخه په غاړه لري، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
 
" قال: أَىُّ يَوْمٍ أَحْرَمُ أَىُّ يَوْمٍ أَحْرَمُ أَىُّ يَوْمٍ أَحْرَمُ ؟ قَالَ فَقَالَ النَّاسُ يَوْمُ الْحَجِّ الأَكْبَرِ يَا رَسُولَ اللَّهِ..... فَأَمَّا حَقُّكُمْ عَلَى نِسَائِكُمْ فَلاَ يُوطِئْنَ فُرُشَكُمْ مَنْ تَكْرَهُونَ وَلاَ يَأْذَنَّ فِى بُيُوتِكُمْ مَنْ تَكْرَهُونَ...(رواه الترمذی،ج:۴،الرقم ۱۱۶۳)
 
ژباړه:  کومه ورځ ده چي ډيره حرمت والا ده؟ کومه ورځ ده چي ډيره حرمت والا ده؟ کومه ورځ ده چي ډيره حرمت والا ده؟ صحابوو وفرمايل: د حج اکبر ورځ، بيا يې وفرمايل: ستاسې حق په خپلو ښځو دا ده، چې کوم کس چي تاسې بد ګڼئ، بايد په بسترو باندې يې پښو کيښودلو ته پرې نږدی او کوم کس چي تاسې بد ګڼئ، هغه ته دې کور ته د ننوتو اجازه نه ورګوي.
 
 
ای مسلمانې ښځې!
 
هر کله چي ستا ميړه يا پلار د ګاوندي د زنانوو نه د يوې زنانه د ننوتو نه مخالفت کوي، ځکه په هغې کي د فساد اثار تر سترګو کيږي، نو مه پريږده چي د غصې او هيجان احساس دې ضمير ته ننوزي، او کله چي دا ښځه د خپل ميړه او ستا د ميړه ترمنځ مقارنه کوي، بايد دداسې پيښې پر مهال له پوره عقل ، اوږد سوچ او احتياط نه کار واخلې، ترڅو دا ډول وسوسې ددې لامل نه سي چي له خپل ميړه نه داسې امور وغواړې چي په هيڅ صورت يې د برابرولو توان نه لري.
 
ای مسلمانې ښځې!
 
هر کله دې چي وليده چي ميړه دې په خپل کور کې له داسې خلکو سره ناست دی چي ده ته منکرات او ناروا اعمال ښائسته کوي، په داسې حالاتو کې خپل خاوند ته نصيحت کول واجب دي، نصيحت او لارښوونه ترې يوه شيبه هم مه سپموه.
 
کوښښ وکړئ چي په کور کې واوسئ
 
د ولي (د کورنۍ د سرپرست) موجوديت او حضور په خپل کور کې د کارونو د تنظيم او برابرښت لامل ګرځي، او په خپل کور کې يې موجودوالی دا فرصت ورته اسانه کوي چي د پيښو په ليدو او د کورنۍ په مراقبت باندې، د هغویروزنه او اصلاح وکړي.
 
د ځينې خلکو په وړاندې له کور نه بهر اوسيدل اصل دی او کله چي له کور نه بهر د وخت تيرولو د پاره ځای پيدا نه کړي، حتماً کور ته راځي او دا کار يوه اساسې اشتيباه ده، که چيرې له کور نه بهر وتل د سړي د طاعت د پاره وي، بايد موازنه يې کړي او که د کور نه وتل يې د ګناه کولو، وخت تيرولو او يا له حده زيات په دنيوي امورو کې مصروفيدلو د پاره وي، بايد خپل مصروفيتونه او تجارتونه راکم کړي او بې ارزښته ملاقاتونه له منځه ويسي.
 
د ټولونه بدتره خلک هغه کسان دې چي خپله کورنۍ ضايعه کوي او خپلو د لهو او لعب ځايونو کې ورځې شپې تيروي، موږ نه غواړو چې د خداي د دښمانو په پروګرامونو پسې کش کړای سو.
 
ددې لړۍ مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ: کورنی جوړښت
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته