تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي معجزې او د نبوت دلائل: د نبوت مهر
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2016
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د يزيد له زوى سائب رضي الله عنه څخه روايت دی:
 
- (ذَهَبَتْ بِي خَالَتِي إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ ابْنَ أُخْتِي وَجِعٌ فَمَسَحَ رَأْسِي وَدَعَا لِي بِالْبَرَكَةِ ثُمَّ تَوَضَّأَ فَشَرِبْتُ مِنْ وَضُوئِهِ ، ثمَّ قُمْتُ خَلْفَ ظَهْرِهِ فَنَظَرْتُ إِلَى خَاتَمِ النُّبُوَّةِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ مِثْلِ زِرِّ الْحَجَلَةِ.) (صحيح بخاري: ج۱، ص۵۹)
 
 چې زما خاله زه رسول الله ﷺ ته وروستلم ويې ويل: د الله  تعالی  رسوله! زما خوريى  ناروغه دى نو هغه زما پر سر لاس تېر كړ د بركت دعا يې راته وكړه بيا يې اودس وكړی ما يې د اودس اوبه وڅښلې بيا يې تر شا و درېدم د نبوت هغه مهر مي و ليدى چې د ولو تر منځ موجود وو، د زرکې د هګۍ په څېر و.
 
- د نبوت مهر د انبياوو عليهم السلام د صفاتو څخه دی او د اهل کتابو لپاره هم يو دليل دی ځکه نو د روم مشهور پاچا هرقل د نبي کريم ﷺ ددغه مهر په اړه معلومات غوښتی وو چي هغه ته په دې اړه خبر ورکول سو. 
 
- همدا ډول بحيرا راهب هم د نبي کريم ﷺ د شام د سفر پر وخت د هغه تصديق کړی وو او ويلي يې وه چي نبي د مهر په وجه پېژنم، چي ان شاءالله وروسته به يې تفصيل راسي.
 
- حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه ته د اسلام د مخه يوه عيسوي راهب د مرګ په وخت  کې  توصيه کړې وه چي اوس د يوه نبي د راتلو وخت دی چي پر ابراهيمي دين باندي به مبعوث سي، د عربو په  مځکي کې  پيدا کيږي، يوې بلي مځکې  ته به مهاجر سي او ښکاره علامې به لري، هديه به خوري خو صدقه به نه خوري، د اوږو ترمنځ به يې د نبوت مهر وي که دي توان وي چي دغو ښارو ته ولاړ سې نو ورسه...
 
حضرت سلمان رضي الله عنه چي د ډيره وخته د حق په لټه وو کله چي راغلی نو نبي کريم ﷺ ته يې صدقه وړاندي کړه، نبي کريم ﷺ صحابه وو ته ورکړه، سلمان رضي الله عنه فرمايي چي ما د ځان سره وويل چي دا خو اوله نښه سوه چي صدقه نه خوري، بيا يې هديه ورته وړاندي کړه رسول الله ﷺ هغه وخوړل او صحابه وو ته يې هم ورکړل، سلمان رضي الله عنه وايي چي ما وويل دا يې دوهمه نښه.
 
بيا يې په يوه جنازه  کې  د رسول الله ﷺ د نبوت مهر هم وليدی بالاخره هغه ټولي وړاندويني يې پوره وليدې او ايمان يې قبول کړي.( مسند احمد بن حنبل: ج۵، ۴۴۱)
 
د رسول الله ﷺ په مبارک بدن کې  داسي ډير صفات وه چي د نبوت او رسالت د خاوند پرته د بل چا په شان کې ناشوني دي، په دې اړه علماوو د نبوت د دلايلو په کتابونو  کې  ډير زيات روايات نقل کړي دي.
 
د مهر نبوت یو حکمت همدا دی چي دا د مخکنیو امتونو لپاره دا د راتلونکي اخر زمان نبي نښه وه.
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
د نورو دلایلو او معجزو لپاره دلته کلیک وکړئ: د نبوت دلایل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته