تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړۍ د مشهورو غيرمسلمانانو پوهانو اعتراف (۱۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 23, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

الله تعالی د نبي کريم ﷺ د اخلاقو په اړه فرمايي: (وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ.)
او يقيناً ته د اخلاقو پر اعلی درجه باندي يې.(۲)

 

د نبي کريم ﷺ ژوند، د هغه ﷺ لارښووني او راوړی شريعت چي په دقيق ډول مطالعه سي، عقلمند انسان چي د هر مذهب او مفکورې حامي وي دې پايلي ته مجبوره کوي چي دا شخصيت واقعاً نبي دی. دلته د نبي کريم ﷺ په اړه د غيرمسلمانانو پوهانو يو څو تاثرات را اخلو: 


د توماس کارلائلThomas Carlyle له نظره
 

د برطانيې مشهور اديب او فيلسوف توماس کارلايل ليکي:


زما په آند هغه يو رښتينی پېغمبر ؤ، زه نه غواړم چې دده په ستاينه کې له تعصب څخه کار واخلم؛ بلکې هر څه به رښتينی وي... نو دا کس (محمد ﷺ) رښتنی انسان دی او هر څه يې رښتنی دي، اصول يې د انسان له فطري شريعت سره برابر دي او فطري شريعت بيا د عقل او رښتيني اوصولو يوه ټولګه ده، کله چې يو انسان داسې فکر وکړي؛ چې دا قانون درواغ دي؛ نو هغه له فطر ته خلاف قانون دی چې جعل کاري پکښې وي خو د محمد ﷺ په قوانينو کې هيڅ داسې خلاف فطرت قانون نسته نو ځکه ويلای شو چې دی رښتينی دی،  داسې کس ته څوک د درواغو نسبت هم نسي کولای، دا ځکه دی صادق انسان ؤ او صداقت د انسان په شخصي تعمير کې خورا پوره ونډه لري، اخلاص د يوه انسان پر قيادت باندې پوره اغيزه لري، مخلص انسان هغه نه دی چې دی په خوله وايي چې زه مخلص يم؛ بلکې دده د اعمالو او افعالو څخه معلوميږي چې دي څومره وزن لري.

 

زه محمد ﷺ ته اصلي کس وايم، د ده اغيزه پرکاڼه، ړانده ، بې کوره باندې هم وه، دده الفاظ له نورو عامو خلکو څخه بېل وو، نو ځکه زه ويلاي سم چې دا بل شی نه دی، بلکې وحې ده، دا وحې د خدای اخري او نوی پيغام دی، که چېرې د ده تعليماتو ته توجه ونسي، دا به حماقت او لوی جهالت وي، د ده يوه خبره نه درواغ سوه او نه يې فعل غلط وختلو، نه هم د ده يوه خبره بې معنا او بې مفهومه ده، داسې بېلګه هيڅوک نسي وړاندې کولای، ده نړۍ روښانه کړله، د خالق په سبب يې دې نړۍ ته خلاصون پيداکړ، داسې يوه وړه بېلګه به هم له چاسره نه وي چې د محمد ﷺ څخه دې يو لغزش سوی وي، هره خبره چې د خولې څخه يې وتل هغه روښانه وه، په الهي نور سره ښکلې وه، د صداقت په څپو کې وه، دا منم چې مخکې هم نورو پېغمبرانو ته وحې سوې ده؛ خو دا وحې تازه او اخري وحې ده، په نړۍ کې هيڅ داسې اتل نه دی تېر سوی چې ټول صفات دې پکښې وي؛ خو محمد ﷺ وکولای سول چې په ۲۳ کلونو کې هغه ټول ښه صفات خپل کړي چې د يوه تکړه ماهر اتل ورته اړتيا وي.

 

که يو څوک په دې خبرو کې لږ فکر وکړي د محمد ﷺ ټول شخصيت به ورته جوت سي، په ياد وساتئ چې محمد ﷺ د آدم عليه السلام له اولادې څخه دی او زموږ ورور دی، بايد موږ د ده د ذات تر ټولو د عزت او د شرف سبب وګرځوو.

 

که زه په لنډو ټکو کې درته ووايم، چې د غره په څېر د لوى زړه، تورو نافذو سترګو او ټولنيز روح څښتن ؤ، چې له مينې پرته يې بل څه نه پيژندل، فطرت هغه مخلص، نرم زړى او مينه ناك روزلى ؤ. د هغه وينا د طبيعت د زړه ناره ده چې بايد ورته غوږ ونيول شي، هغه خپلې جامې پخپله مينځلې او خپل بوټان به يې هم پخپله ګنډل، جګړه يې كوله، مشوره يې كوله او د دوى په منځ كې يې واك چلوه. زه مجبوره يم دغه سړى چې درويشت كاله يې له ستونزو سره ژوند وكړ او له سترو آزموينو بريالى راووت، (اتل) وبولم.(۳)

 

نوالس شاعر
د جرمنی ممتاز شاعر او ناول ليکونکی نوالس (۱۷۰۴- ۱۸۰۱ ع) وايي: آيا د محمد ﷺ وجود پر خدای باندې په غيبو سره د ايمان ښه نمونه نه ده؟ آيا د ده راتګ د الله تعالی د وجود ثبوت نه دی؟ ځکه چې دا يو فطري امر دی او د ده په راتګ سره ظلمت ولاړه او رڼا راغله، دا ډېر لوی نعمت دی، نو ځکه پر ده باندې فرض وه چې دا ښکلی پيغام ټول بشريت ته ورسوي.

 

د مايکل ايچ هارټ (Michael H. Hart) له نظره
مايکل ايچ هارټ: يونړيوال مشهور امريکايي اديب او ليکوال دی، چې له ايډلفي پوهنتون څخه يې په فزيک کې ماسټري او له پرنسټن پوهنتون څخه يې په علم الفلکيات کې نړيواله ډګري هم اخستې ده، له دې څخه علاوه، مايکل هارټ د امريکا په فضايي ادارې ناسا کې هم په مختلفو څانګو او پروژو کې کار کړيدی او همدا رنګه دی د امريکا د (Systems and Applied Sciences Corporation) ساينس پوه هم دی، له دې څخه علاوه دی د (American Astronomical Society) غړی هم دی او دی د غير زميني مخلوقاتو مدير هم ؤ، د ساينس په مختلفو څانګو کې يې مختلف کتابونه ليکلي دي، د ده له مهمو کتابونو څخه يو کتاب (The 100 The Most Influential Persons in History) دی، په دې کتاب کې ده د خپل علم، پوهې او تجربو په رڼا کې سل کسه غوره کړي دي، دی عيسايي دی خو تر ټولو لومړی مقام يې حضرت محمد ﷺ ته ورکړی دی، حال دا چې کله په دې کتاب باندې يهود خبر سول؛ نو څو کاله يې بنديز ورباندې ولګاوه آخر دا کتاب خپور سو، هم عيسايي نړۍ او هم يهودي نړۍ ورته حيرانه سوه چې داسې مشهور کس ولې د اسلام پېغمبر ﷺ مخکې انتخاب کړی دی، خو وروسته يې بيا مايکل هارټ د خپل نظر او خبرو څخه داسې دفاع وکړه، دلائل يې وړاندې کړل او ويې ويل:

 

هغه ځانګړتياوې او غوره صفات چې په حضرت محمد ﷺ کې شتون لري، په بل هيڅ انسان کې نسته؛ نو ځکه مې محمد ﷺ پخپل کتاب کې تر ټولو لومړی راوړ او لومړی مقام مې ورکړ. مايکل ايچ هارټ ولې حضرت محمد ﷺ ته لومړی مقام ورکړ؟ دی ليکې:

 

په ټوله نړۍ کې محمد ﷺ يواځنی هغه هستي ده چې هم په دنيوي او هم په اُخروي محاذونو کې کاميابه سو. ده په ډېره عاجزۍ او خاکسارۍ سره خپل مسير پيل کړ، دی په ټولو کې اغيزمن مذهبي او سياسي قائد وپېژندل سو، ۱۳۰۰ کاله وروسته هم دده اغيزې پر ډېرو زياتو کسانو باندې سته، دی په يوه داسې وچه صحرا کې ؤ، چې هلته هيڅ تمدن شتون نه درلوده، په هغه ټولنه کې مشرکين، يهود او عيسايان موجو د وو، داسي پراخ فتوحات يې وکړل چې په ټوله تاريخ کې موږ داسې بېلګه نلرو...

 

د فرانسې د امپراطور ناپليون بوناپارت (Napoleon Bonaparte ) په آند
هغه ورځ ليرې نه ده چې زه به د پوهې او عرفان څښتنان سره متحد کړم او داسې دور به راولم، چې ټول به سره يو شانته وي، قرآن کريم به يې اصول او بنسټ وي؛ زما په آند قرآن کريم يواځنی هغه رښتينی اصل دی چې ټول انسانيت تر خپل منزل او مقصد پورې رسولای سي.


د حضرت موسی او حضرت عيسی عليهما السلام پيروانو په ۱۵۰۰ کلونو کې د کفر دومره نښانې له منځه نه دي وړي؛ لکه د حضرت محمد ﷺ پيروانو چې په ۱۵ کلونو کې له منځه وړي دي، دا يو کوټلی او رښتينی حقيقت دی چې حضرت ﷺ يو ستر انسان او لوړ شخصيت ؤ. په هغه وخت کې محمد ﷺ راغلی، چي قبايل عرب پخپلو کې په جګړو بوخت وو، هغه ﷺ ټول سره وروڼه کړل.(۴)

 

د کونسټن ورجيل جارجيو له نظره
کونسټن ورجيل جارجيو د رومانيې هيواد د بهرنيو چارو وزير او يو نړيوال مستشرق ؤ، ده د حضرت محمد ﷺ د شخصيت په اړه پوره مطالعه کړې، ده د اسلام راتګ، د خپل انقلاب او د فرانسې د (۱۷۸۹م) کال له انقلاب سره پرتله کړی او زياته کړې يې ده، چې زموږ په انقلاب کې د اسلامي انقلاب هيڅ څرک نسته، هغه له ډېرې مودې وروسته بيا هم پوره محسوسيږي، په اسلام کې پوره مساوات او عدل شتون لري...(۵)

 

د مهاتما ګاندي (M.K.Gandhi) په آند
حضرت محمدﷺ د عدل او مساوات پېغمبر ؤ، په لومړيو وختونو کې د اسلام ستاينه ټولې نړۍ کوله، تر هغې زمانې پورې چې لويديځ په تاريکيو کې پټ ؤ، کله چې د اسلام روښانه لمر د ختيځ څخه راوخت؛ نو دې نارامه نړۍ ته يې سکون او راحت وبخښه، بشريت ته يې تسلي ورکړه، اسلام يو کوچني دين نه، بلکې د نړۍ ستر دين دی چې هندوانو ته هم پکار ده چې د دې دين مطالعه خپله کړي او هندوان ټول بايد زما په شان له دې دين سره مينه ولري؛ ما د اسلام د پېغمبر ﷺ مطالعه کوله چې د کتاب دوهم ټوک هم ختم سو، ماته په دې افسوس راغی چې د حضرت محمد ﷺ په هکله نور کتابونه راسره نه وو چې مطالعه يې کړم، زما پوره يقين وسو چې اسلام د توري په زورسره نه دی خپور سوی؛ بلکې دا هر څه د حضرت محمد ﷺ د پوره سادګۍ، بې نفسۍ، په وعده وفا کول او د نيکو اخلاقو برکت دی چې اسلام په نړۍ کې خپور سو او د فتحې ډګر يې وګټه.

 

په اصل کې اروپايان د اسلام څخه نه ويريږي؛ بلکې له دې څخه په ويره کې دي چې که افريقايان اسلام قبول کړي نو هلته تور پوستي او سپين پوستي سره وروڼه سول چې دا د دوی لپاره د خطر زنګ دی، دا ځکه که چېری يو تور پوستی عيسايت قبول کړي؛ هغه په هيڅ صورت له سپين پوستي سره يو شانته نه دی، بل لور ته که دواړه اسلام قبول کړي؛ دواړه به په يوه ګيلاس کې اوبه څښي، چې اصلي خطر يې همدا دی، نو ځکه اروپايان په ويره کې دي.(۶)

 

د نړيوال تاريخپوه لامارټين (Lamartine) په اند
كه د هدف لويوالی، د امكاناتو كمښت او د نتايجو لوړوالی د انسان د نبوغ درې گوني شرطونه وي، نو بيا څوك دا جرئت كولاى سي چې د معاصر تاريخ كوم شخص د محمد ﷺ سره پرتله كړي؟! هغه د شلو نړيوالو او يوې سترې روحاني امپراطورۍ  بنسټ کښېښوده. كه ټول هغه معيارونه وګورو چې د انسان سترتوب او كمال پرې اندازه كيدلاى سي نو ډاډه به سو چې له هغه سره بل سيال نسته. (۷)

 

انی بسنــــــــــــت (Annie Besant ) وايي:
دا امکان نلري چې يو څوک دې د محمد عربی ﷺ ژوند مطالعه کړي او په دې دې پوه سي چې هغه څنګه خلک پوهول، خو زه دا درته وايم چې هغه يو ستر پېغمبر ؤ، هغه د الله لوی استازی ؤ، زه چې په کومې اندازې سره د هغه مطالعه کوم، ماته نوی احساس، نوی درنښت، نوې ښکلا او نوی انداز د محمد عربي ﷺ په هکله راځي.(۸)

 

مونټ ګومری واټ (Montgomery Watt) 
په ټول لويديځ کې له محمد ﷺ څخه پرته بل څوک داسې نه دی ستايل سوی، لکه څومره چې محمد ﷺ ستايل سوی دی،  دا ځکه چې خپل ټول مشکلات يې حل کړل، د سترو اخلاقو څښتن ؤ، ټول پيروان يې بې حده احترام او عزت کوي، نو په دې اساس ويلاي سم چې له هغه څخه بل ستر انسان نسته. 

 

په حضرت محمدﷺ کې څو ځانګړتياوې وې:
۱- وحې ورته کيده، داسې حالات يې بيانول چې يا به تېر سوي وو او يا به راتلونکې وو، يا به څوک په خبر نه وو او يا به نه په پوهېدل.


۲- حضرت محمد ﷺ د عقل او سياست خاوند ؤ، چې هرڅه يې له قرآنه اخيسته، سياسي قوانين يې جوړول، سياسي ستراتيژۍ يې جوړوله، د ژوند په هره شعبه کې يې ښه پلانونه درلودل.


۳- دده مهارت او اداري تدبير نه هېرېدونکی دی، اداري نظم او نسق يې داسې ؤ، چې کله ده رحلت وکړ، د ده پلويانو له ده وروسته امپراطوري پراخه کړه او په چټکۍ سره يې اوازونه تر ډېرو ليرو سيمو پورې ورسېدل، د هغه ﷺ په څير داسې لويه کاميابي په تاريخ کي چا لاسته نه ده راوړې.(۹ ،۱۰)

 

هندي پروفيسر راما كرشنا راو (K. S. Ramakrishna Rao) وايي:
” د هغه د شخصيت ټولو اړخونو ته رسېدل ګران دي، زه يواځې د هغه څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو زړه راښكونكې لړۍ ده. هغه جنرال ؤ، محمد ﷺ پاچا ؤ، هغه سرلښكر، سوداګر، دعوتګر، قاضي، خطيب او مصلح ؤ، دى د يتيمانو پناځاى او د ميرمنو د خلاصون ځاى ؤ، پر هغه د انسانيت بريدونه ختم سوي وو، له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كي اخښل سوې وه. د انسانانو خدمت، د هغوى د شان لوړول، تزكيه او پاكوالۍ،  هغوی ته سمه لار ښودل او له انسان څخه ريښتينى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه. د الله دغه رسول په ټولنه كې داسې بدلون راوست چې د عربو درنو كورنيو بيا حبشي غلام بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول. محمد ﷺ د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. هغه ټنيګار کاوه چې خيانت مه كوئ، چل او دوكه مه كوئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې، زاړه او راهبان مه وژنئ، ونې مه سوځوئ او مه يې پرېكوئ.”(۱۱)

 

د نبي کريم ﷺ په اړه د نړۍ مشهورو علمي او اکاډیمیکو شخصيتونو ډيري ستايني کړي دي چي په پښتو ژبه کي د استاذ عبدالغفار جير صاحب وروستی ګټور کتاب (رسول الله ﷺ د غيرمسلمانانو په اند) لوستلای سی.(۱۲)

 

د حضرت انس رضی الله عنه شاهدي
حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: ما لس کاله د نبيﷺ خدمت وکړی، ما ته يې پر هيڅ خبره اف لا هم نه دي ويلي او نه يې د يوه کار پر کولو دا راته ويلي دي چي ولي دي وکړئ؟ او نه يې د يو کار پر پرېښولو راته ويلي دي چي ولي دي ونه کړئ؟ رسول الله ﷺ په اخلاقو کي د ټولي دنيا تر انسانانو بهتر وو، ما هيڅکله یوه ورېښمين ټوکر يا خالص ورېښم او کوم بل نرم شی نه دی مسه کړی چي د رسول الله ﷺ تر مبارک ورغوي دي ډېر نرم وي، او ما هيڅکله کوم مشک يا کوم عطر د نبيﷺ تر خولو ډېر خوشبويه نه دي بوی کړي. (ترمذي)

 

رښتيا چي الله عزوجل د رسول الله ﷺ ياد ډير لوړ کړی دی:


(وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ.) (۱۳)

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخذلیکونه:

‍۱: سورة القلم: ۴
۲: توضیح القران آسان ترجمه قران: ج۳، ص۱۷۸۱
۳: رسول الله ﷺ د غیرمسلمانانو په آند: ص ۱۰۳-۱۱۴، عبدالغفار جبیر، آسیا علمي څېړنیز مرکز Lecture 2. The Hero as Prophet Muhammad: Islam. May 8, 1840) On Heroes, Hero- Worship And the Heroic In History: pages, 25- 46
۴ [Napoleon Bonaparte as Quoted in Christian Cherfils, 'Bonaparte et Islam,' Pedone Ed., Paris, France, 1914, pp. 105, 125]  
۵ Muhammad is in the light of History: pp123
۶ M.K.Gandhi, YOUNG INDIA, 1924
۷ Lamartine - Histoire de la Turquie, Paris 1854, Vol II, pp. 276-77
۸ Annie Besant, The Life and Teachings of Muhammad, Madras 1932, p. 4:
۹ (Muhammad at Madinah pp 334-5):
‍۱۰ Montgomery Watt, Mohammad at Mecca, Oxford 1953, p. 52:
۱۱ K. S. Ramakrishna Rao, an Indian (Hindu) professor of Philosophy
"Muhammad the Prophet of Islam1989
۱۲ : د مستشرقینو دا ویناوي د استاذ عبدالغفار جبیر صاحب د کتاب (رسول الله ﷺ د غیرمسلمانانو په اند) څخه اخذ دي: ص۱۱۶-۱۲۸ او ۱۳۲
۱۳ : سورة الشرح: ۴

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته