تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د رسول الله ﷺوړاندوینې (۶)
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 7, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت یو لوی دلیل دا دی چي د راتلونکو واقعاتو بې شمیره وړاندویني (پیشګویي) یې کړي دي او هغه ټولي پر خپل وخت په هم هغه کیفیت سره رامنځ ته سوي دي چي څنګه یې وړاندوینه سوې وه. همدا د نبوت یو ډير لوی دلیل دی ځکه بیله نبي څخه بل هیڅوک داسي نه سي کولای. مخکي مختلفي وړاندویني بیان سوې، دلته یو څو عمومي وړاندوينې ذکر کوو:

 

عمومي وړاندوینې
 

  • صحابه کرام به د فارس او روم د پاچاهانو خزانې ويشي.(۱)
  • څو چي عمر رضي الله عنه ژوندی وي فتنې به نه ښکاره کيږي.
  • تر ما (حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم ) وروسته به خلافت ۳۰ کاله وي.
  • تاسو به ډير ژر مصر فتح کړی چي هلته قيراط ډير ذکر کيږي...(۲)
  • حضرت فاطمه رضی الله عنها به د اهل بيت څخه لومړنۍ هغه څوک وي چي وفات کيږي به. 
  • حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما شهيدان دي.(۳)
  • حضرت علي، طلحه او زبير هم شهيدان بلل سوي .(۴)
  • دا امت به پر ۷۳ ډلو وويشل سي يوه ډله به پکښي نجات حاصلونکې وي.(۵)
  • زما دا زوی (حسن  رضی الله عنه ) سردار دی، ښايي الله  تعالی  دده په واسطه د مسلمانانو د دوو سترو لښکرو ترمنځ صلح راولي.(۶)
  • کله چي کسری هلاک سي تر ده وروسته به بل کسری نه وي او کله چي قيصر هلاک سي ترده وروسته به بل قيصر نه وي.
  • په هغه ذات قسم چي زما نفس يې په لاس کي دی، خامخا به تاسو ددې دوو (امپراطورانو) خزانې د الله په لار کي ولګوی.(۷)
  • قيامت به تر هغه قايم نه سي ترڅو چي د حجاز د مځکي څخه اور راووځي، په بصره کي به د اوښانو غاړي روښانه کړي.(۸)
  • امام نووني  رحمة الله علیه  فرمايي چي زموږ په زمانه کي يو ډير لوی اور په ۶۵۴ هـ ق کي مدينې منورې ته نژدې رامنځ ته سو چي د شام او ډيرو ښارو خلګ په خبر سول.
  • که دين په ثريا (ستوري) پوري معلق وي نو د فارس ځيني خلګ به يې ترلاسه کړي.(۹) مراد د فارس علماء دي لکه سلمان فارسي رضی الله عنه ، امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ، امام بخاري رحمة الله علیه او د فارس نور ډير فقهاء او محدثين رضی الله عنهم.(۱۰)
  • د مدينې د ډير علم لرونکي عالم خبر ورکول چي هغه امام مالک  رحمة الله علیه دی.
  • د قريشو د يوه عالم خبر چي مځکه به د علم د خزانو څخه ډکه کړي. مراد ور څخه امام شافعي  رحمة الله علیه  دی.
  • په مسلمانانو کي به يوه ډله تر قيامته داسي وي چي د حق لپاره به جنګيږي او پر خپلو دښمنانو به غالبه وي .(بخاري)

 

ذکر سوي ټولي وړاندي ويني پوره سوي دي. نوري ډيري زياتي وړاندويني هم سته چي دلته يې د اوږدوالي په وجه نه سو رانقلولای.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

-------------------------------

۱: اظهار الحق: ۱۰۰۳- ۱۰۰۸
۲: صحیح مسلم: ج۷، ص۱۹۰
۳ : صحیح بخاري: ج۵، ص۱۴
۴: رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کي تين سو معجزات: مولانا احمد سعيد ، ناشر: دارالاشاعت . ص ۲۴
۵: سنن ترمذي: ج۵، ۲۶
۶: صحیح بخاري: ج۳، ص ۲۴۳
۷: متفق عليه: واللفظ للخباري، ج۴، ۱۰۴
۸: مخکنی مصدر: ج۹، ص۷۳
۹: صحیح مسلم: ج۷، ص۱۹۱
۱۰: تکملة فتح الملهم بشرح صحيح امام مسلم: علامه مفتي محمد تقي العثماني، داراحياء التراث العربي- بيروت. ج۵، ص۲۴۹

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته