تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د قرانکریم وړاندویني (۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱۷، ۱۸، ۱۹: د ابولهب، د هغه د ښځي او وليد بن مغيره په اړه وړاندوينې
ابولهب د اسلام سرسخته دښمن وو، چي رسول الله ﷺ به يې ډير په تکليف کوی، بالاخره د ابولهب په ژوند کي لاندي سورت نازل سول چي ابولهب به پر کفر مري :


(تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (۱) مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (۲) سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (3) وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (4) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ (۶) (سورة المسد: ۱-۶)

  مات هلاك دې شي دواړه لاسونه دابي لهب او پخپله دى هم هلاك شي . دفع به نكړي ( دغه هلاكت ) لدغه ( ابي لهب ) څخه ( اصلي ) مال دده اوهغه چې ده ګټلی و( يعنې اولاده يې ) . ژر دى چې ننه به وځي ( ابي لهب په قيامت كې ) په اور خاوند د لمبو كې . او( ننه به وځي ) ښځه د هغه ( ابي لهب ) اورته پدې حال كې چې بار راوړونكې به وي د خسو ( د دوزخ ) حال دا چې په غاړه ددې كې رسۍ ده له مضبوطو رسيو ( پټوكيو د خرماؤ) څخه .

 

په دې سورت کي درې وړاندي ويني دي:

  • د رسول الله ﷺ خلاف د ابولهب دسيسې به ناکامه سي
  • دده شتمني او اولادونه به ده ته ګټه ونه رسوي
  • ابولهب او ښځه به يې د کفر په حالت کي مړه او د جهنم اور ته داخل سي.(۱)
  •  

د بدر د غزا څخه اووه ورځي وروسته ابولهب د طاعون په مرض اخته سو ، عربو به دغه ډول مريض ته لاس نه ور وړی، ابولهب په همدغه حالت کي مړ سو او په جسد کي يې ډيره بدبويي پيدا سوه تر دې چي خلګو د لکړو په ذريعه په يوه کنده کي وغورځوی.(۲)

 

د مکې مشهور شتمن وليد بن مغيره چي د  قرانکريم څخه ډېر متاثره سوی وو او دا اعتراف يې هم کړی وو چي دا يو بې مثاله کتاب دی  د کوم انسان نسي کېدلای خو ددې خبري څخه د جهل پلار ابوجهل وبېرېدی چي هسي نه وليد مسلمان سي، نو وليد بن مغيره ته ورغلی او هغه يې پر جاهلي غيرت راوستی او ورته ويې ويل چي خلګ ستا په اړه دا خبري کوي چي ته مسلمانانو ته د دولت د لاس ته راوړلو لپاره ځې. وليد ته پر دې خبره غيرت ودرېدی او ويې ويل چي اينده ابوبکر رضي الله عنه او نورو ته نه ورځم، ابوجهل ورته وويل چي تر څو ته د قران پر خلاف کومه خبره ونه کړې، خلګ نه مطمئن کيږي وليد وويل چي زه خو دې کلام ته نه شعر او نه د کاهنانو کلام ويلای سم او نه محمد (صلی الله علیه وسلم) مجنون بللاي سم ځکه دا درواغ نه چليږي خو تر فکر کولو وروسته يې وويل چي البته سحر (جادو) ورته ويل کېدايسی، لکه څنګه چي سحر د مېړه او مېرمني ترمنځ جلاوالی راولي دغسي کله چي څوک د  قران په اورېدو مسلمان سي هغه د خپل کافر پلار څخه جلا سي.... د مفسرينو د اقوالو مطابق د وليد بن مغيره په اړه لاندي ايتونه نازل سوي دي:

 

(سَأُصْلِيهِ سَقَرَ (۲۶) وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ (۲۷) لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ (۲۸) (سورة المدثر: ۲۶-۲۸)
( نوفرمايي الله ) ژر به داخل كړم دى سقر ( اور د دوزخ ) ته . اوڅه شى پوه كړی يې ته، چي څه دى اور د سقر؟ چې نه پاتيږي ( ترې هيڅ شى د غوښو بې له سوځولو او نه پريږدي ( هډوكى يې له سوځولونه ) .

 

۲۰:  د فرعون د جسد په اړه وړاندوينه
کله چي حضرت موسی عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون د شره په امن سول او فرعون غرق سو نو الله  تعالی  يې په اړه وفرمايل:


(فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ.) (سورة يونس: ۹۲)
نن ورځ به خلاصى دركړو تاته په بدن ستا سره ( بې روحه او وبه دې باسو له بحرنه لوڅ لغړ) لپاره ددې چې شي ته لپاره د هغه چا چې وروسته له تا راځي ( لوى ) آيت ( دعبرت دليل ) او بيشكه چې ډير له خلكو د آيتونو( دلائلو د قدرت ) زموږ څخه خامخا غافلان دي ( چې توجه پرې نكوي ).

 

... الله  تعالی  د فرعون جسد وساتی، دا جسد سمندر ته د ننوتلو پر ځای د اوبو پر سطحه تېرېدی تر څو کتونکي هغه وويني، دومره خبره خو ددې ايت څخه واضح ده. د اوس عصر مؤرخينو دا څېړنه کړې ده چي د حضرت موسی عليه السلام د زمانې د فرعون نوم منفتاح وو او د هغه جسد صحيح سلامت پيدا سو، تر اوسه دا جسد د قاهرې ښار په موزيم کي محفوظ پروت دی او د عبرت سامان ګرځېدلی دی. که چيري دا تحقيق صحيح وي نو دا ايت د  قرانکريم د حقانيت ښکاره ثبوت دی، ځکه دا ايت هغه وخت نازل سوی وو چي خلګو ته دا لا نه وه معلومه چي ايا د فرعون جسد اوس هم محفوظ دی؟ په ساينسي لحاظ ددې کشف ډير وروسته وسو.(۳)

 

ډاکټر موريس بوکايل چي د فرانسې مشهور نړيوال ساينس پوه دی او د مصر د موجوده فرعون د جسد څېړنه يې د ساينس پوهانو د يوه هيئت په رهبري ترسره کړه، دې پايلي ته ورسېدی چي موجوده فرعون په غرقېدو وژل سوی دی. همدا څېړنه ددې لامل سوه چي نوموړي د قراکريم مطالعه شروع کړه او د قران، بايبل او ساينس په اړه يې کتاب هم تاليف  کړی چي قرانکريم يې حق کتاب وبلی او ويل کيږي چي مسلمان هم سو.  

 

۲۱: د يهودو د ذلت او عدمِ استقرار وړاندوينې


(ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ...) (سورة آل عمران: ۱۱۲)

او پر دوی باندي ذلت (خواري) مقرر کړل شوې په هر ځاي کي چي وموندل شي دوی (هيڅ وخت به دوی ته عزت نه وي) مګر (چي منګولي ولګوي) د الله په رسي او د خلګو په رسي (د مسلمانانو په پناه).

 

يهودو ددغه ايت د نزول څخه ۱۴۰۰ کاله  سرګردانه، ذليل او په مسکنت کي اوسېدل، همدا اوس اوس يهود په سخته بېره کي ژوند کوي او د خپلو کرغېړنو کړنو په وجه په وهم کي دي. ددې ايت څخه معلوميږي چي په فلسطين کي به د يهودو اوسنی موجوديت ابدي نه وي، په قران او حديثو کي به د راغلو وعدو مطابق د الله  تعالی  په اِذن سره مسلمانان پر يهودو غالبه سي، مګر الله  تعالی  خپل نصرت د خپل حکمت په وجه ځنډوي، پر مسلمانانو لازمه ده چي د نصرت اسباب خپل کړي.(۴)


۲۲: د ختم النبوت وړاندوينه
 قرانکريم په صراحت سره فرمايي چي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم اخري او وروستی نبي دی، بل نبي او شريعت نه راځي:


(مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا.) (سورة الاحزاب: ۴۰)
نه دى محمد د هيڅ يو تن ( حقيقي ) پلار له سړيو ستاسې وليكن رسول د الله دى ( خلكو ته په شان د معنوي پلار) او مهر د ( ټولو) انبياؤ دى ( چې پس له ده نه بل نبي نه شته ) او الله پرهر شي ښه عالم دى.

 

بېلابيلي وړاندويني
مخکي د  قرانکريم يو څو معجزانه وړاندويني ذکر سوې چي ډيري دقيقي او واضح بيان سوې او بيا پر خپل ټاکلي وخت په پوره ډول پوره سوي دي. د  قرانکريم ډيري نوري وړاندويني هم سته لکه د بدر د غزا فتحه (سورة القمر: ۴۵)، د ارتداد فتنه چي وړاندوينه يې سوې وه (المائده: ۵۴) او د ابوبکر صديق رضي الله عنه په خلافت کي رامنځ ته سوه، د يهودو د مرګ نه طلب کول (البقرة: ۹۴) (۵).  د خپل رسول ﷺ سره د نصرت عمومي وعده (سورة الانبياء:۱۵)، د قوي لښکرو سره د مسلمانانو د مخ کېدلو وړاندوينه (سورة الفتح: ۱۶)  او داسي نور...


 
ددې ترڅنګ نوري علمي وړاندويني هم سته چي په بل اړوند فصل کي به ان شاءالله ذکر سي.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

 

ماخذونه:
۱ : د امام کامل مفتي ليکنه، د http://www.islamreligion.com ويب پاڼي څخه  
۲: توضيح القران آسان ترجمه قرآن: ج۳، ص ۱۹۶۸
۳: توضيح القران آسان ترجمه قرآن: ج۲، ص ۶۵۷
۴ : اظهار الحق: ص۸۱۰
۵: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ۸۷

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته