تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شخړو، شهرت او ځانښوني لپاره د علم حاصلولو ګناه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 25, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شخړو، شهرت او ځانښوني لپاره د علم حاصلولو ګناه 


عَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ أَبِيْهِ: قَالَ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ يَقُوْلُ مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِيَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللهُ النَّارَ.[سنن ابن ماجة ۲۵۳]


ژباړه: څوک چي د علم طلب د دې لپاره وكړي چي په هغه باندي ځان د علماؤ سره په لانجه كي واچوي، يا په هغه باندي د كم عقلانو سره مقابله وكړي او يا په هغه باندي ځان ته د خلګو پام را واړوي نو الله تعالی به هغه سړی اور ته داخل كړي.


توضيح: يعني څوک چي تحصيل د علم كوي خو د الله د رضا لپاره نه بلكي د دې لپاره چي په هغه باندي د نورو علماؤ سره ځان په شخړو كي واچوي او د هغوی سره مناظره وكړي او يا په خپل علم باندي وغواړي د كم عقلانو انسانو سره مقابله وكړي؛ البته د هغوی د اصلاح لپاره نه؛ بلكي ددې لپاره چي ځان په هغوی كي مطرح كړي او يا هم د دوی سره داسي بحثونه كوي چي نه تنها هغوی ورباندي اصلاح كيږي نه بلكي په پوهيږي نه چي په نتيجه كي هغوی نور هم د اصلاح كېدلو څخه ليري كيږي او يا هم تحصيل د علم د دې لپاره كوي چي ځان په خلګو كي مطرح كړي، شهرت وګټي، ځيني دنيوي امتيازات او لوړ نوم وګټي نو داسي انسان به اور ته داخليږي.


ګرانو طالبانو، محصلينو او زده کوونکو کوښښ وکړئ چي علم مو يواځي د الله تعالی د رضايت او خوشحالۍ لپاره وي او خپل نيتونه داسي جوړ کړئ چي بېله رضايت څخه د الله او بېله خدمت څخه ټولني ته بل هيڅ شی مو د علم زده کولو څخه هدف نه وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته