تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کمپیوټر ته اړتیا
 
  August 3, 2015
  0
لیکنه: عثمان غني

دا د الله  جل جلاله  عظيم احسان دی، چي د انسانانو د استفادې لپاره يې په دنيا کي بې شمېره شيان خلق کړي دي؛ تر څو انسانان ورڅخه ګټه واخلي او د دين او دنيا د کارونو د ښه پر مخ وړلو په صورت کي له ستونزو څخه خلاص وي.
 
هر څومره چي نوي شيان او سامانونه کشف يا اختراع کېږي، د اسلام د مبارک دين له دائرې او احاطې څخه نه وځي؛ ځکه د اسلام د ين تر قيامته ټول بشر ته رالېږل سوی او عالمي دين دی. الله جل جلاله  د النحل سورت په اتم آيت کي فرمايي:

وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ. ﴿النحل: ٨﴾ 
ژباړه : موږ اسان، غاتري او خره د دې لپاره پیداکړي دي، چي تاسو پر سپاره سی او دا ستاسو لپاره ښايست دی او (الله  جل جلاله ) دغسي شیان په راتلونکې زمانه کي پیدا کوي؛ چي تاسو اوس نه په پوهېږی.

د آيت په وروستۍ برخه کي هغو سامان آلاتو ته، چي تر قيامته کشف يا اختراع کېږي اشاره ده؛ چي په اوسنۍ زمانه کي يې کمپیوټر، حربي او نظامي آلات او  نور سامانونه ښه مثال کېدلای سي.

مثلاً که الله  جل جلاله  په هغه زمانه کي فرمایلي وای، چي زه کمپیوټر پیداکوم، نو چي هر رنګه تعریف یې ورته کړی وای، د هغې زمانې د خلکو په ذهن کي به نه راتلای چي دا به څنګه شی وي.

 نو الله تعالی وفرمايل: وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُون. د آيت دا بر خه  په هره زمانه کي پر نويو سامان آلاتو دلالت کوي.

همداسي د قرآن کریم د نزول په اولنيو (د العلق سورت په پنځو) آیاتونو کي د (الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ) معنی دا ده، چي الله تعالی هغه ذات دی، چي په قلم سره يې ښوونه کړې ده. ورپسې (عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) يعني انسان ته یې هغه شیان وروښوول، چي هغه په خبر نه و.

څنګه چي په اوسنۍ زمانه کي تر ډېره د قلم ځای کمپیوټر نيولی دی، نو موږ ویلای سو، چي کمپیوټر يو الهي نعمت دی. الله  جل جلاله  دغه جامد شی د پوهي اوزده کړي وسیله ګرځولې ده؛ چي انسانان ور څخه ګټه تر لاسه کولای سي؛ ځکه کمپیوټر د علم خپرولو وسیله ده او د تمدن او پر مختګ په را منځ ته کولوکي ډېر ارزښتناک رول لري. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي لومړي نازل سوي آیاتونه د دې ښه ګواه دي، چي اسلام زده کړي، پوهي، لوست او لیک ته څومره ارزښت ور کړی دی. 

د مسلمانانو لومړیو نسلونو د همدې حقیقت په درک کولواو د مبارکو قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو څخه په الهام اخيستنه د علم او زده کړي لور ته مخه کړه؛ چي په نتيجه کي یې کمپیوټر رامنځ ته کړ؛ نو موږ کولای سو د کمپیوټر په وسیله په المکتبة الشامله کي د هر آیات تفسیر یا احادیثو او ديني مسائلو معلومات د زرګونو کتابونو څخه په څو ثانيو کي لاس ته راوړو.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته