تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ رسول الله د خپلو ملګرو په روزنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 6, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(یوولسمه برخه)


رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په روزنه کي درېغ نه کاوه


رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل ملګري او صحابه هم په همدې طریقه روزل او دا یې ورته فرمایل:"زما حدیثونه او خبري نورو ته رسوئ، که څه هم یوه خبره وي."


هیڅوک یې د دعوت په پرېښولو کي معذور نه ګڼئ او حق ته بلنه یې د هر مسلمان مسئولیت ګڼئ.


د مسلم شریف په هغه روایت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته خطاب وکړ، داسي راغلي دي:"په الله قسم که مهربان څښتن عزوجل ستا په لاس یو کس ته هدایت په برخه کړي، دا ستا له پاره تر سلو اوښانو غوره دی."


خلک یې د علم زده کړي او نورو خلکو ته نصیحت کولو ته هڅول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترمذي شریف په روایت کي فرمایي: الله جل جلاله فرشتې، د مځکو او آسمانونو اوسېدونکي حتی مېږیان په خپلو غارونو کي او کبان په سیندونو کي پر هغه کس چي خلک نېکۍ ته را بولي او نېکي خبري ورته کوي، درودونه وایي.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو هم د خپل خوږ دوست دا تګلاره تل څارله، پر دې لاره یې تګ کاوه او د دین خپرول یې داسي یو هدف وو، چي د همدې له پاره یې ژوند کاوه او په دې لاره کي یې خپل سرونه قربانول.


د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په لاس د دعوت په لومړیو ورځو او شپو کي دېرش تنه د اسلام په مبارک دین مشرف سول، چي د هغو له ډلي شپږ تنه یوازي د عشره مبشره (لسو جنتي صحابه کرامو) څخه دي.


د حضرت عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم هم په دې لاره کي بې شمېره قربانۍ ورکړلې او زیات وخت یې له کفارو سره د جهاد په میدان کي تېراوه، د دې له پاره چي اسلام د خلکو په منځ کي نشر سي او همداسي ګڼ شمېر ولسونه او ډلي- ډلي قومونه به په اسلام مشرف کېدل او د بتانو عبادت به یې پرېښاوه.


دوی داسي خلک وه، چي د الله جل جلاله سره یې خپلي وعدې رښتیني کړې او دوی په حقیقت کي غوره او نېک خلک وه، ځکه نېکیو ته د خلکو په رابللو او بدیو څخه د خلکو منع کولو په لاره کي یې ملاوي تړلي وې.


الله جل جلاله فرمایي: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَآ إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صٰلِحًا وَقَالَ إِنَّنِى مِنَ الْمُسْلِمِينَ(۳۳) وَلَا تَسْتَوِى الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدٰوَةٌ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌ(۳۴)وَمَا يُلَقّٰيهَآ إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقّٰيهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ. [سورة الصفت:۳۳-۳۵]


ژباړه: او د هغه چا له خبري څخه به ښه خبره د بل چا وي، چي هغه د الله خوا ته بلنه ورکړه او نېک عمل یې وکړ او وې ويل چي زه مسلمان يم او [اې پیغمبره!] نېکي او بدي يو ډول نه دي، ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دي لكه صميمي دوست ګرځېدلى دی.


دغه صفت یوازي د صبر کوونکو په برخه کیږي او دغه مقام یوازي هغو خلكو ته چي د غټي برخي خاوندان دي، په برخه کیږي.


صحابه کرامو نه ستړي کېدونکي کوښښونه کول، تر څو یوازي خپل مهربان څښتن له ځانونو څخه خوشحاله کړي او تل به یې یوازي الله جل جلاله ته سر کښته کاوه او په عبادت به یې خوند حاصلوی، مګر له بل اړخ څخه کافرانو هم تل خپلي هڅي کولې او حتی خپل مالونه یې هم په دې لاره کي مصرفول، ترڅو خلک د الله جل جلاله له بندګۍ څخه راوګرځوي او په اوس وخت کي هم کفارو د خپلو مخکنیو مشرانو همدا تګلاره غوره کړې ده، چي د مال او پیسو په ښیندلو سره یې د ډېرو مسلمانانو ایمانونه رانیول او د اسلام پر ضد یې وکارول.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته