تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الشعراء لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الشعراء لنډه پېژندنه 

 

سورة الشعراء د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۶ سورة دئ، چي په مکه معظمه کي نازل سوی دئ.


سورة الشعراء ۲۲۷ آية دي او ۱۱ رکوع لري.


د دې مبارک سورة نوم د ۲۲۴ آية کريمې څخه اخستل سوی دئ چي الله (تبارک و تعالی) فرمايي: وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلْغَاوُۥنَ 
ژباړه: او د شاعرانو اکثره متابعت کوونکي منحرفين وي.

 

په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوی دي

 

۱-  اې د الله رسوله! د دوی په ايمان نه راوړولو سره رنځ او غم مه کوه.


۲-  د الله تعالی نښي نښانې هر چيري موجودي دي.


۳-  د سيدنا موسی (عليه السلام) او د فرعون قصه. 


۴-  د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) او د پلار تر منځ ئې مجادله.


۵-  د سيدنا نوح (عليه السلام)، حضرت هود (عليه السلام)، حضرت صالح (عليه السلام)، حضرت لوط (عليه السلام) او حضرت شعيب (عليه السلام) قصې.


۶-  شيطانان پر ګناهکارو او درواغ ويونکو کسانو نازليږي.


۷-  د ظالمانو او درواغ ويونکو انجام به ډېر بد وي.


په سورة الشعراء کي د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه مختصراً ذکر سوې دئ، کله چي الله تعالی و حضرت موسی (عليه السلام) ته وفرمايل چي ظالم (يعني د فرعون ) و قوم ته ورسه او ور ته ووايه چي د الله تعالی څخه وبېرېږئ. موسی (عليه السلام) و الله تعالی ته داسي دعا وکړه چي: اې زما ربه، دوی به ما ته درواغجن ووايي نو به مي زړه مات سي او ژبه به مي بنده سي، د همکار په ډول زما ورور حضرت هارون (عليه السلام) را سره واستوه.


او موسی (عليه السلام) و الله تعالی ته دا هم وويل چي پر ما خو د يوه نفر د مرګ خبره هم تړلې ده، داسي نه چي مړ مي کي. نو الله (عزوجل) ور ته وفرمايل، هيڅ کله نه، زه ستاسو سره يم، هر څه اورم.


نو سيدنا موسی (عليه السلام) و فرعون ته ورغلي او ورته وې ويل چي بني اسرائيلو ته اجازه ورکه چي د دې ځايه څخه ولاړ سي.
فرعون و موسی (عليه السلام) ته پيغور ورکئ، چي ته دلته په دې کور کي وې او ستا روزنه مو دلته وکړه او بيا دي يوه غلطه پېښه هم وکړه (يعني يو کس دي مړ کئ.)، په جواب کي سيدنا موسی (عليه السلام) ورته وفرمايل چي هغه وخت زه نه پوهېدلم. خو اوس زما رب زه د حکمت او علم سره راواستولم.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته