تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة هود لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 3, 2023
  0

د سورة هود لنډه پېژندنه 


لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة هود د قران کريم د مصحف په اعتبار ۱۱ سورة دئ، چي د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة هود ۱۲۳ آية او ۱۰ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۵۰ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:

 

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ


دا سورة د الله (رب العزة) يو معزز او با وقاره نبي حضرت هود (عليه السلام) په نامه نومول سوې ده.


حضرت هود (عليه السلام) عرب پیغمبر وو او د خپل قوم (يعني د عاد قوم) له پاره را استول سوی وو.


 په دې مبارک سورة کي د نورو انبياء (عليهم السلام) او د هغو د قومونو ذکر سوی دئ.

 

په سورة هود کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-   د الله تعالی ربوبيت او وحدانيت.


۲-   الله (رب العزة) آسمانونه او مځکه په شپږو ورځو کي پيدا کړه او عرش ئې پر اوبو باندي وو.


۳-   الله (تبارک و تعالی) انسانان آزموئي (امتحان ځني اخلي).


۴-   انسان د نعمتونو په زوال سره نااميده او کافر سي او په رحمتونو ورکولو سره خوشحاله او فخر کوونکی سي، نو که چيري دی صبر وکي دا ئې په خير ده.


۵-   که مشرکين دا قرآن کريم نه مني، نو د دې په مثل لس سورتونه دي راوړي.


۶-  د سيدنا نوح (عليه السلام) او د قوم قصه، د عذاب راتګ او د ده مبارک (عليه السلام) زوی چي کنعان وو، د هغه هلاکت.


۷-   د حضرت هود (عليه السلام) قصه چي د عاد و قوم ته را استول سوی وو.


۸-   د حضرت صالح (عليه السلام) قصه چي د ثمود و قوم ته را استول سوی وو.


۹-   د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) قصه چي ملائکي ور ته راغلې او د حضرت اسحق او حضرت يعقوب (عليهما السلام) زېری ئې ورکئ، او بي بي سارا (رضي الله عنها) د باندي ولاړه وه او اورېدل ئې.


۱۰-   د حضرت لوط (عليه السلام) قصه چي ملائکي ور ته راغلې او د ده پر قوم د هلاکت د راتلو حال ئې ور ته راوړی.


۱۱-   د حضرت شعيب (عليه السلام) قصه چي د مدين د خلګو له پاره را استول سوی وو، کوم چي په ناف او طول (اندازه ګيري) کي د انصاف څخه کار نه اخستی.


۱۲-   د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه چي الله (عزوجل) دی مبارک د فرعون و خوا ته د ښکاره نښانو سره ور واستوی، خو فرعون او لښکر ئې ايمان نه باندي راوړی.


۱۳-   نېک او صالح اعمال بد اعمال د منځه وړي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته