تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا اوس به اور ورته اچـــــــوو؟!
 
  November 5, 2013
  0

 رالېږونکی: رحمت الله شیرزوی هیبتې

ملا صاحب په غمګین ارامه غږ سره پداسي حال کې وعظ  او نصیحت کاوه چې د لرګي تسبیح یې اړ ولې . موږ ورته غوږ وو، هغه ویل دا دنیا مسافرخانه ده ، خو ځیني خلک یې خپل کور بولي کله کله به د ملا صاحب له غږ سره چیغې هم ګډي سوې . زموږ ځوان ګاونډۍ مړ وو توره پرده پري خوره وه " كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ" پر لیکل سوې وو.


 ما ویل چې رښتیا هر ژوندی  به  د مرګ څکه کوي خو زموږ هیر دی . زه د نورو په څیر لاس تر زني د فکرونو په نړۍ کې ډوب وم . خلک د و لاړیدو په حال کې وه ترڅو د جنازي تیاری ونیسي. د مړی وړوکی وراره د پلار سره راغی په ماشومانه نیمه ژبه يې وویل پلال جانه (پلار) اوس به اور ورته اچـــــــوو؟!

 پلار یې داسې وښوده چې هیڅ یې نه دي اوریدلي خو د تریو تندی ګونځي يې له ورایه ښکاریدي .  ښایي د نوموړی ماشوم  په ذهن او فکر زهر لړلو سیریالونو اغیزه کړي وي . 
 

زما ذهن ډیرو تیرو کلونو ته لاړ ، هغه ورځ ته چې زموږ سپین  ږیرې ښوونكي په تخته ولیکل د ماشوم روزنه بیایي داسي وویل: د ماشوما نو ذهنونه دسپینې پاڼي په څیر دي هرڅه چې پر ولیکل سي هغه پري پاتي کیږي  که ماشوم ته ښه نظر په ذهن کی ورکړل سي په پاتي عمر کې یې دلاسته راوړلو لپاره هڅه کوي . اسلام د ماشوم په روزنه ‌ډیر تاکید کړي دی وړوکي ته باید سالمه روزنه ورکړل سي ترڅو د دوی په ذهنو کې د اخلاقي فساد زمینه برابره نسي بیا یې زیاته کړه چې" یعقوب علیه السلام د حضرت یوسف علیه السلام په ورکه ډیر ژړل له ده مبارک څخه پوښتنه وسوه ، اي د خدای جل جلاله رسوله دومره ولي ژاړې د دنیا دوې ورځي ژوند به تیر سي په اخرت کی به له خپل زوی سره وویني؟ یعقوب علیه السلام  ورته وویل ر‌ښتیا ده چی هلته به سره  ووینو مګر زه په دي ژاړم چې زوی مې وړوکی راڅخه بیل سو داسي نه چې تربیت يې خراب سي بیا به تل راڅخه جلا سي که ژوندی وي د هغه سالمه روزنه به څوک  کوي؟
 
--------------------
د اولاد د تربیې په اړه نوري لیکني:
د اولاد د بدي تربې څو مثالونه
د پلار بهترینه تحفه اولاد ته (الحدیث)
بیان- د اولاد د تربې په اړه مهم کارونه
مرکه- د اولاد حقوق
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته