تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوه طالب قرباني!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 17, 2022
  0

 لیکنه : ش.ن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په هندوستان کي یوه انجلۍ چي د نواب لور وه ، ماښام یا ماسختن کي په یوه لاره روانه وه ، وه يې لیده چي لاره کي فسادیان ناست دي په خپل عزت وبیریدله، مسجد ته یې پناه راوړله مسجد کي طالب کتاب ته ناست دئ مطالعه کوي ، شمعه یې ځان ته لګولې . طالب جینۍ ته وویل خدای ته وګوره مسجد نه ووزه زه هم ځوان یم اوته هم ځوانه یي!
 
انجلۍ وویل د الله لپاره دلته شپه راکړه بیرون فسادیان دی عزت مي لوټوي . انجلۍ مسجد ته زور کوي طالب یې اوباسې، آخر طالب پوه شو چي جینۍ نه وزې ، ورته یې وویل چي د مسجد په یوکونج کي کښېنه ، نه به زما خواته راځې اونه به خبرې کوې جینۍ هم ومنله.
مګر ټوله شپه طالب خپله ګوته دې شمعی ته نیوله او سوځوله یې بیایې ژر بیرته خوله کې ونیوله.
 
شپه تیره سوه سهار طالب جینۍ ته وویل ځه لاړه سه اوس رڼا ده کورته دي لاړه شه! جینۍ وویل کورته ځم خو ما په دې راز خبره که چې ولي ټوله شپه تا خپله ګوته په اورسوځوله؟
 
طالب وویل: دا زما شخصې کار دی قراره سه رانه ، خو نجلۍ بیخي کلکه سوه، طالب وویل ماته به بار بار شیطان راتلی او ویل به یې چې انجلۍ درسره یو ځای ده ورسه خپله تقاضا پوره که، نو مابه خپله ګوته اورته ونیوله چې د اورتحمل لرم ؟ چې یوه ګوته پرې وسیزم ؟ مابه حس کړه چې یوه ګوته ددې دنیا اورته نشم نیولای نو د آخرت هغه شدید اور او عذابونه به په ټول بدن څنګه تحمل کړم نو بیرته به مي شیطان باندي لعنت وویلو او نفس به مي قابو کړ.
 
نجلۍ هم کورته لاړه پلار ته یې کیسه وکړه او وه يې ویل زه نه د نواب زوی کوم اونه د خان ، ما دغه غریب اوتقواداره طالب ته په نکاح کړه.
فائده: طالب یوه شپه نفس کنټرول کړی هم یې د اور څخه ځان وساته هم ورته الله جل جلاله حلاله بې بې ورکړه. ددې کیسې مطلب ډیرصفا دی خو که د ګناه په وخت موږ هم دغه فکر وکړو چې آیا ددې ګناه سزا چې مونږ ته لیکل سوی زور یې لرو که نه؟ 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته