تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خزندې هم له درواغو کرکه کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2018
  0

ژباړه: غوث الدین "بختي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یوه ورځ علامه ابن قیم رحمه الله تر یوې ونې لاندې ناست وو، یو مېږی یې ولید چې د غوزاڼې (ګونګټ) د وزره خوا ته راغی او د هغه د وړلو په هڅه کې شو خو ویې نشو کړای، له څو ځله هڅو وروسته په بېړه د خپل ښاره (مېږیتون) لور ته ولاړ او لږ ځنډ وروسته د مېږيانو له یوه لښکر سره را څرګند شو او له هغوی سره هغه ځای ته راغی چېرته چې یې هغه وزر موندلی و، داسې ښکارېده چې هغوی غواړي هغه وزر په ګډه تر خپل ښاره پورې یوسې خو د مېږیانو تر راتګ وړاندې ابن قیم رحمه الله هغه وزر له هغه ځایه پورته کړو، هغوی ټولو په ګډه هغه وپلټو خو چې ونه موندل شو ټول بېرته ولاړو.

 

خو یوازې یو مېږی هلته په خپله پلټنه بوخت پاته شو، چې ښایي هماغه مېږی به و چا چې ړومبی ځل وزر موندلی و.

 

پر دې مهال ابن قیم رحمه الله بېرته هغه وزر همالته کېښود، مېږي یو ځل بیا هغه وزر پیدا کړو او بیا په بېړه بېړه د خپل ښاره خوا ته ولاړ، خو دا ځل یې د لومړي ځل په پرتله لږ مېږیان له ځانه سره راوستل او داسې ښکارېده چې ډېری مېږیانو یې په خبره باور نه و کړی دا ځل هم کله چې هغوی هغه ځای ته نږدې شوو نو علامه هغه وزر بیا له هغه ځايه پورته کړو، او هغوی یو ځل بیا تر ډېره په ګډه وپلاټه خو کله چې ونه موندل شو ټول بېرته ولاړو او د تېر په څېر یوازې یو مېږی د وزره په پلټنه بوخت پاته شو.

 

علامه یو ځل بیا هماغه وزر هلته کېښود او هماغه مېږي بیا هغه وموند او یو وار بیا په منډه منډه تر خپل ښاره پورې ولاړ، خو دا ځل یې له اوږده ځنډه وروسته یوازې اووه مېږیان له ځانه سره را وستلو، هماغه ګړی ابن قیم صاحب یو ځل بیا هغه وزر له هغه ځایه پورته کړو او مېږیان تر خورا ډېره د وزره په لټه بوخت وو، خو کله چې یې ونه موند نو په ډېره خواشېنتیا (غوصه) سره یې پر هغه مېږي برید وکړ او هغه یې ټوټې ټوټې کړو، داسې څرګندېده چې هغوی د هغه پر درواغو ویلو له هغه څخه خوابدي شوي دي، هماغه ګړی ابن قیم صاحب هغه وزر د هغه مېږیانو په منځ کې کېښود، د وزر په لیدو سره هغوی سمدستي پر مړه مېږي را ټول شول او داسې ښکارېده چې هغوی ټول پر دې پښېمانه دې چې هغوی خپل ملګری پرته له کومې ګناه وواژه.

 

ابن قیم رحمه الله وایي، چې د دې هر څه په لیدو ډېر پښېمانه شوم ولاړم او دا پېښه مې ابوالعباس ابن تیمیه (رحمه الله) ته واوروله- هغه را ته وویل، الله تعالی دې تا وبښي ولې دې داسې وکړه؟ بیا هېڅکله داسې ونه کړې!

 

سبحن الله، له درواغو کرکه کول د فطرت برخه ده، خزندې هم له درواغو کرکه کوي.

 

اخستنه: مفتاح دارالسعاده/ د علامه ابن قیم رحمه الله

 

سرته