تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ملا څوک دی؟
 
  May 24, 2017
  0

سمیع الحق حماس

پام کوه چې ملا پسې څه و نه وایې! 

د ملا په سر کې میم ده 

مولوي په سر کې میم ده 

مفتي په سر کې میم ده 

مسجد په سر کې میم ده 

محراب دې له میم نه ده 

ممبر دې له میم نه ده

مدرسه دې له میم نه ده 

مجاهد دې له میم نه ده 

مرکز دي له میم نه 

مرشد دې له میم نه ده

مرید دې له میم نه ده

مور دې له میم نه ده

مومن دې له میم نه ده 

مسلمان دې له میم نه ده

مسأله دې له میم نه ده

مونځ دې له میم نه ده 

میم ډېر مبارک ده او

مبارک هم له میم نه ده

چې میم دې په سر کې نه وي مسلمان هم نه یي ځکه

مسلمان هم له میم نه ده 

مستقیم هم له میم نه ده 

مینه هم له میم نه ده 

محبت هم له میم نه ده 

ماذدیګر ډېر ښه وخت وي ځکه ماذدیګر هم له میم نه ده 

ملګری دې هم له میم نه ده

الله جل جلاله ډېر مهربانه ده ځکه 

مهربان هم له میم نه ده 

مغفرت تر ټولو لوی نعمت ده ځکه 

مغفرت هم له میم نه ده

او په آخر کې به دومره درته اووایم چې زمونږ خوږ نبي حضرت [محمد] صلی الله علیه وسلم مبارک نوم هم له میم نه ده 

نو انسانه! پام کوه چې ملا پسې څه و نه وایې! ځکه چې ملا د همدې پېغمبر صلی الله علیه وسلم حقیقي وارث دی ستاسو تر غوږونو د الله تعالی احکامات او د هغه ددین ترجماني کوي 

نو چې کله دي له میم سره محبت پیدا شو نو مزې کوه ځکه
 
مزه هم له میم نه ده او مکمل انسان به شې او پام چې 

مکمل هم له میم نه ده 

بس نور مو په خدای جل جلاله سپارم که څه ترخه درته لګېدلي وي معافي کوئ ځکه چې 
معافي هم له میم نه ده 

نو ریښتیا او وایاست چې میم څومره محترم او مکرم حرف دی؟ چې محترم او مکرم دواړه له میم نه دي

د الله جل جلاله له مخلوق سره ښه کوه ځکه چې 

مخلوق هم له میم نه ده او ستا شایسته مخ هم له میم نه ده.
 
----------------------
ملا څوک دی؟ تعریف

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته