تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د رسول الله ﷺحقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 20, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د نبي کريم ﷺ حقوق
دا چي په ذات او صفاتو او د الهي مرضياتو او ناراضګيو پېژندل موږ ته د حضراتو انبياوو علیهم السلام  په توسط سوي دي او  هغوی ته ملائکه وحي راوړي دي، په همدې ډول ډيري زيات دنيوي ګټي او زيانونه د انبياوو  علیهم السلام  په ذريعه انسانانو ته معلوم سوي دي نو ځکه د حضراتو انبياوو علیهم السلام  حقوق د الله عزوجل په حق کي داخل سول. په ځانګړي ډول د سرورِ عالم  صلی الله علیه وسلم  پر موږ تر ټولو زيات احسان دی ځکه نو  دده مبارک حقوق هم تر ټولو زيات دي.


هغه څو حقوق دا دي:


۱- دده مبارک د رسالت عقيده به لري.
کله چي د حضرت محمد ﷺ نبوت او رسالت ثابت سو نو پر هغه ايمان راوړل او د راوړي پيغام تصديق يې کول فرض سول، الله تعالی فرمايي: (
فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ...) سورة الاعراف: ۱۵۸
نو پر الله او ددغه (الله) پر رسول ايمان راوړئ چي اُمي نبي دی.

 

که څوک د هغه رسالت ونه مني ايمان او اسلام يې مردود دی، الله جل جلاله فرمايي:
(
وَمَنْ لَمْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَعِيرًا.) سورة الفتح: ۱۳
اوهرهغه چې ايمان يې نه وي راوړی په الله او په رسول ددغه ( الله ) نو بيشكه مونږ تياركړى دى كافرانو ته تود اور(د دوږخ)

ايمان پر راوړل دا دي چي د نبوت او رسالت تصديق يې وسي او هر هغه شی چي ده راوړي يا يې فرمايلي وي رښتني وبلل سي او دا به په زړه سره تصديق کوي او په ژبه به شاهدي اداء کوي چي محمد ﷺ د الله رسول دی خو که په خوله تصديق کوي مګر په زړه کي ايمان نه پر لري دا منافق دی لکه په سورت المنافقون کي چي الله تعالی تصريح کړې ده.(۱)

 

۲- په ټولو احکامو کي به دده اطاعت کوي ځکه چي هر څه يې د الله له طرفه راوړي دي، الله تعالی په قرانکريم کي فرمايي:


(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ.) سورة محمد: ۳۳
اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى (اى مؤمنانو) اطاعت كوئ د الله او اطاعت كوئ د رسول الله او تاسې ( په معاصيو سره ) خپل عملونه مه باطلوئ.


علماء وايي چي د الله تعالی اطاعت په فرايضو کي وکړئ او د نبي کريم ﷺ اطاعت په سنتو کي وکړئ.

 

۳- دده  صلی الله علیه وسلم  عظمت او محبت ته به په زړه کي ځای ورکوي.
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايي :
(لَا يُؤْمِنُ عَبْدٌ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ.) (۲)
يعني يو بنده تر هغه پوري مؤمن کېدلاى نه سي ترڅو چي زه ده ته تر خپل اهل  ، تر خپل  مال  او تر  ټولو خلګو زيات محبوب نه سم .

 

۴- پر ده مبارک به  صلاة (درود) وايي.(۳)


د قرانکريم ارشاد دی:
(
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا.) سورة الاحزاب: ۵۶
بيشكه الله او د الله پرښتې پر نبي باندې درود وايي ( رحمت ليږي ) . اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى درود ووايئ پر هغه ( نبي ) باندې او سلام ( پرې ) ووايئ په سلام ويلو سره .

 

۵: او ضروري خبره دا ده چي د بدعت څخه به په کلکه ځان ساتي ځکه دا د نبي کريم ﷺ د راوړي پيغام او د هغه د ټولو زحمتونو سره د مقابلې کولو په معنی ده او دا بدعت به د الله په دربار کي هيڅ ځای ونه لري.

 

ددې ترڅنګ د نبي کريم ﷺ په محبت کي به تر حد تيری هم نه کوي چي نعوذ بالله د خدايی صفات ورته ثابت کړي.

 

۶: د نبي کريم ﷺ سيرت به مطالعه کوي څو په پوره ډول د نبي کريم ﷺ مقام او فضيلت وپېژني او د هغه د بې شمېره معجزو څخه خبر سي.

 

۷: د هغه په شريعت به تمسخر نه کوي، د نبي کريم ﷺ په سنتو به پسخند نه وهي، نه به ورباندي خاندي ځکه په دې سره انسان د ايمانه وځي او نه به په سپکه او حقارت ورته ګوري. د نبي کريم ﷺ په سنتو استهزاء او پسنخند وهل د منافقانو يو لوی صفت وو. الله تعالی د سورت توبې په ۶۵ ايت کي د منافقانو اړه فرمايلي دي:


(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ .) سورة التوبة: ۶۵

 

۸: د نبي کريم ﷺ يو حق دا دی چي د هغه راوړی شريعت بايد د ژوند په هره برخه کي عملي کړو. د شخصي ژوند څخه پيل بيا د ټولنيز ژوند په هره ډګر کي د هغه د نافذ کولو پوره کوښښ وکړو لکه سياست، اقتصاد، قضاء او داسي نور. او د هغه ټولو قوانينو څخه ځان وساتو چي د شريعت خلاف وي.

_____________________

۱: الشفاء بتعریف حقوق المصطفی  صلی الله علیه وسلم : ص ۵۳۷
۲: صحیح مسلم: ج۱، ص۴۹
۳ : حقوق الاسلام: مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله، ناشر: مکتبة البشری، ص ۶

 

 

پنځمه برخه


په دې بحث کي د قران کريم او احاديثو څخه د رسول الله ﷺ د نبوت دلايل او همدارنګه د مخکنيو اسماني کتابونو زيري او نور عقلي دلايل ذکر سول چي په قاطع ډول دا ثابتوي چي محمد ﷺ د الله اخرنی نبي او رسول دی چي د ټولو انسانانو د لارښووني لپاره په واضح حق سره را لېږل سوی دی. او الله تعالی خپل اخرنی نبي په ډيرو پرېکندو حجتونو او روښانه برهاينو سره تائيد کړی دی. همدا خاتم الانبياء دی، تر ده وروسته بل نبي نه راځي.

 

نو هدايت موندونکی هغه دی چي دده پر لاره ولاړی او ګمراه هغه دی چي دده ﷺ د هدايت او لارښووني څخه يې انحراف وکړی.

 

او يقيناً قران عظيم الشان الله تعالی د هر شي بيانونکی رالېږلی دی او د انسانانو لپاره يو همېشنی او هراړخيز لارښوود دی. په دې کتاب کي د رسول الله ﷺ د نبوت ډير عقلي دلايل سته چي سليم الفطرت انسان ته قناعت بخښي.

 

 کوم دلايل چي په دې بحث کي ذکر سول د نبوت د انوارو يو څرک وو. هغه څوک چي د خپل صفا ضمير او عقل په رڼا ليدل کولايسي او عقل يې ګرو سوی نه وي د هغه لپاره همدومره کفايت کوي خو که د چا عقل خپلواک نه وي او نه د منصفانه پريکړي صلاحيت لري نو د هغه لپاره په زرګونو مقنع دلايل هم لږ دي.

 

نو په بې شمېره کره عقلي او نقلي دلايلو ثابتیږي چي رسول الله ﷺ خاتم النبيين، خاتم الاخلاق او خاتم المعجزات دی!

 

وړانديزونه
الحمدلله موږ مسلمانان يو، پر رسول الله ﷺ باندي د غيبو ايمان لرو او د رسول الله ﷺ سره د زړه مينه لرو خو دا مينه د وخت او حالاتو په تېرېدو او دنيوي مصروفيتو سره کميږي حال دا چي زموږ بايد د رسول الله ﷺ سره دومره مينه وي چي د هغه د مقام سره ښايي او زموږ ورته ضرورت وي!

 

ددې ليکني يو اغېز شخصاً پر ما دا دی چي د نبي کريم ﷺ سره مي تر پخوا مينه څو چنده زياته سوې ده، د هغه د نوم په اورېدو سره د ایمان او میني یو بیل احساس کوم، د رسول اکرم ﷺ د شفاعت حاصلولو او د رسول الله ﷺ د ژوند او معجزو د خپرولو فکر راته پيدا سوی دی. کله چي يو حديث شريف اوس اوروم يا لولم زړه مي تر پخوا لا ډير متاثر کيږي.

 

ددې د پاره چي همېش د رسول الله ﷺ سره زموږ مينه تازه وي، د هغه د لارښوونو څخه د فتنو په دې دور کي برخمن اوسو نو بايد کوښښ وکړو چي د نبي کريم ﷺ د سيرت مطالعه خپل د ورځني مهال ويش يوه برخه وګرځوو ځکه په سيرت کي د نبي کريم ﷺ زياتي معجزې، دلايل او نجات ورکوونکي لارښووني شتون لري.

 

موږ بايد د نړۍ ټولو مسلمانانو ته عموماً او غيرمسلمانانو ته خصوصاً د نبي کريم ﷺ د نبوت دغه بې شمېره دلايل ورسوو ځکه مسلمانان د ټول انسايت د رهبري کولو لپاره غوره سوي دي.

 

همدارنګه د نبي کريم ﷺ د سنتو پيروي او د هغه د راوړي شريعت اتباع د دنيوي او اخروي سعادت ذريعه ده چي هر مسلمان بايد د هغه د عملي کولو او نفاذ لپاره خپل ټول مال، ځان او علمي استعداد مصرف کړي.

 

الله تعالی دي پر نبي کريم ﷺ کامل او نه بېلېدونکی ايمان او پوره اتباع رانصيب کړي او الله عزوجل دي د افضل الانبياء ﷺ شفاعت زموږ په برخه کړي. 

 

واخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام علی سيد المرسلين خاتم النبيين وعلی اصحابه الهادين المهتدين ومن تبعهم الی يوم الدين.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته