تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د بسائطو د عالم معجزې
  تعلیم الاسلام
  April 7, 2017
  0

 ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د بسائطو د عالم معجزې
 
د مځکي اړوند معجزې
 
په يو مټ شګو کفارو ته ماتې
 
الله  تعالی  فرمايي: 
(وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى...) (۱)
 
او ( اى محمده!) تا ويشتل نه دي كړي په هغه وخت كې چې تا ( ظاهري ) ويشتل كړى وو ليكن الله دغه ويشتل كړي وو.
 
علامه شبير احمد عثماني صاحب ددې ايت په تفسير کي ليکي چي کله د بدر په ورځ جنګ سخت سو: نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د کفارو د لښکرو په لور يو موټى شګې وشيندلې او درې ځلې يې ( شاهت الوجوه ) ( قبيح شول مخونه د دښمنانو ) وويل، د الله تعالى جل جلاله په قدرت ددغو شګو ذرې د هر يوه کافر په سترګو کې ولوېدلې اوټول د خپلو سترګو په مښلو باندې لګيا شول، له بل لوري مسلمانانو سمدلاسه يرغل ور ووړل ، بالاخره ډېر کفار ( لکه شين فصل ) ورېبل او ووژل شول، په همدغه نسبت فرمايي چې اګرکه په ښکاره ډول سره شګې تا په خپل لاس سره وشيندلې، لېکن عادتاً هېڅ بشر داسې کار نه شي کولاى چې ديوه موټي شګې ذرې د هر يوه کافر محارب سترګو ته ورسوي، او د يوه مسلح لښکر د تيښتې سبب وګرځي، دا يواځې د الله تعالى قدرت و چې يو موټى شګې يې د ټولو کافرو محاربينو په سترګو کې وغورځولې ... هو! دا خبره ښکاره ده چې ظاهراً دغه کار ستا د لاسونو په وسيله شوى او ستا په لاسونو کې داسې يو فوق العاده قوت او قدرت پيدا کړ شو چې تا هغه په خپل کسب او اختيار سره حاصلولى نه شو...(۲)
 
 ورته واقعه د حنين په غزا کي هم رامنځ ته سوې ده.(۳)
 
د سراقه بن مالک اس په مځکه ننوتل
 
کله چي نبي کريم ﷺ د خپل ملګري ابوبکر رضي الله عنه سره مخ د مدينې په لور ځي، سراقه بن مالک پر اس سپور ورپسې کيږي څو د دوی په نيولو هغه انعام تر لاسه کړي چي قريشو ټاکلي وو، خو چي ور نژدې سو د اس پښې يې په مځکه ننوتې څو ځله يې کوښښ وکړی خو هر ځل به همدغه واقعه پېښه سوه بالاخره تسليم سو او د راز ساتلو وعده يې وکړه . د سراقه بن مالک سره نبي کريم ﷺ  د کسری د وښيو وعده کړې وه چي دا وعده هم پر ځای سوه. دلته مځکه د نبي کريم ﷺ د رسالت او نبوت د تائيد لپاره مسخره کړل سوه.
 
 
 
مرتد مځکي نه قبلوي
 
حضرت انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي چي د بني نجار د قبيلې يوه سړي د رسول الله ﷺ په وړاندي ليکنه کول بالاخره وتشتېدي او د يهود او نصاراوو سره يوځاي سو، هغو يې ډير قدر کاوه چي دا هغه سړی دی چي محمد ﷺ د پاره ليکني کولې، هغوی خورا په خوشحاله وه، لږ مده وروسته دستي الله  تعالی د هغو په منځ کي د هغه غاړه ماته کړه (مړ سو) نو هغوی په مځکه کي ښخ کړی کله چي سهار سو که ګوري چي مځکي هغه دباندي غورځولی دی، هغوی بيا په مځکي کي پټ کړی خو سهار ګوري چي مځکي بيا دباندي غورځولی دی، بيا يې ښخ کړی سهار بيا مځکي دباندي غورځولی وو بالاخره هغوی هم دغسي غورځولی پرېښوی.(۴)
 
 
د اوبو اړوند معجزې
 
د مبارکو ګوتو څخه د اوبو چينې راوتل
 
دا د عجايباتو څخه يوه عجيبه د نبوت نښه ده لکه د حضرت موسی عليه السلام هغه معجزه چي په لکړه يې ډبره ووهل او چينې ځيني وبهېدې خو دا په حيرت کي تر هغه ډيره لوړه ده ځکه د غوښو او هډوکو د منځ څخه د اوبو راوتل نسبت ډبري ته ډيره هيښونکې ده.
 
امام بخاري رحمه الله د جابر رضي الله عنه  څخه روايت کوي: چي د حُديبيې په ورځ خلک ډېر تږي سوه او د رسول الله صلي الله عليه وسلم  سره فقط يوه مشکوله اوبه ور سره وې چي په هغو اوبو يې اودس تازه کاوه، خلک په تلوار سره راغله او د رسول الله صلي الله عليه وسلم پر شا وخوا را وګرځېدل، رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: څه در ته پېښه ده؟ دوى ويل: يا رسولَ الله! موږ نه د څښلو د پاره او نه د اوداسه دپاره اوبه لرو په ټول لښکر کي فقط دغه اوبه موجودي دي چي دغه ستا سره دي، رسول الله صلي الله عليه وسلم  خپل مبارک لاس دغه د اوبو په مشکوله کي کښېښاوه او د ده صلی الله عليه وسلم  د ګوتو څخه داسي اوبه را بهېدلې لکه چينې چي را بهيږي نو وايي موږ هم و څښلې او هم مو اودسونه په تازه کړه، يو چا د جابر رضي الله عنه  څخه پوښتنه وکړه چي تاسي څو نفره واست؟ جابر رضي الله عنه  و ويل: که موږ سل زره نفره هم واى دغه اوبه مو بسېدلې، خو موږ يو زر او پنځه سوه (۱۵۰۰) نفره ؤ. 
 
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د مبارکو ګوتو څخه د اوبو بهېدل دغه يو وار نه بلکه په مختلفو وختو او مختلفو ځايو کي څو واره تکراراً پېښ سوي دي. (۵)
 
په حوض کي د اوبو ډيرېدل
 
د بخاري شريف په روايت کي راځي چي: هلته په حديبيه کي د مسلمانانو د اړولو ځاى ته نژدې د اوبو يو حوض يا څا ؤ، په دغه حوض يا څا کي دومره لږ اوبه وې چي خلکو په لپه ځني را اخستلې او ډير ژر هغه اوبه خلاصي سوې، خلکو بيا د اوبو د نيستۍ او تندي څخه و رسول الله  ﷺ ته شکايت وکړى، رسول الله صلي الله عليه وسلم  د خپلو غشو د جعبې څخه يو غشى را وايستى او ويې فرمايل: دغه غشى په دغه حوض کي ودروى، راوي د حديث وايي: په والله د دغه غشي د ځايه څخه تر هغو اوبه را وتلې يا بهېدلې چي موږ د دغه ځايه څخه بارېدلو چي دا هم دلته په حديبيه کي د رسول الله ﷺ بله معجزه وه.(۶)
 
د اور اړوند معجزې
 
رسول اللهﷺ د خندق د کندلو په وخت کي د لوږي په سبب پر مبارک نس ډبره تړلې وه، کوم وخت چي جابر بن عبدالله رضی الله عنه  د رسول اللهﷺ ډېره لوږه و ليدل چي سيد البشرﷺ پر نس ډبره تړلې ده... نو جابر بن عبدالله رضی الله عنه  و خپلي ښځي ته و ويل: چي ستا سره د خوړلو د پاره کوم شئ سته چي و رسول اللهﷺ ته يې ور وړم؟ ښځي يې  ورته و ويل: والله زموږ سره بل شئ نسته بېله يوه کوچني وري يا سېرلي او يوه کاسه اوربشي، بس دغه دوه شيه زموږ ټوله هستي او دارايي ده او دغه کوچنئ سېرلى فقط د درو يا څلورو نفرو بسيږي او دغه د اوربشو اوړه هم د دغه لږو نفرو کفايت کوي، جابر رضی الله عنه وويل: صحي ده رسول اللهﷺ به د درو څلورو نفرو سره مېلمه کړو چي زموږ سره خواړه و خوري، نو جابر رضی الله عنه  و رسول اللهﷺ ته ورغلى او پټ په غوږ کي يې ورته و ويل: يا رسولَ الله! زما  سره دومره خواړه سته چي د درو يا څلورو نفرو بسيږي نو هرڅوک چي  ستا د اصحابو څخه ستا خوښه وي هغه درسره ملګري کړه او زموږ کور ته راسى چي دغه خواړه زموږ سره و خورى. 
 
رسول اللهﷺ د مسلمانانو په منځ کي په لوړ آواز سره ږغ وکړی:  ای قومه! جابر تاسي مېلمانه کړي ياست. 
 
اوس نو د صحابۀ کرامو شمېر په يوه  روايت کي درې سوه نفره دی او په بل روايت کي زر نفره دی چي دغه دوهم روايت قوي دى او هلته د جابر رضی الله عنه  په کور کي يو سېرلئ پخيږي، جابر رضی الله عنه  وارخطا سو، رسول اللهﷺ يې پرېښاوه او دئ په تلوار مخ پر کور رهي سو، کورته ورغلى ... او ويې ويل: زر نفره را رهي دي... 
 
کوم وخت چي رسول اللهﷺ د اصحاب کرامو سره د جابر رضی الله عنه کور ته ورغلى وې ليده چي دېګ باندي دى او اوړه د پخولو د پاره تيار دي نو يې و فرمايل: تاسي اور د ځايه مه ايسته کوئ خواړه زه ځني را باسم، د انصارو ښځي يې د ډوډۍ د پخولو د پاره را وغوښتې، اصحاب کرام لس لس نفره کور ته ورځي، رسول اللهﷺ د تناره څخه ډوډۍ اخلي او د دېګ څخه غوښي را باسي په ډوډۍ کي يې ايږدي يوه يوه نفر ته يې ورکوي ترڅو چي و ټولو نفرو ته (زرو کسو ته) غوښي او ډوډۍ ورسېدل نه د دېګ څخه شئ کم سو او نه د اوړو څخه، دېګ هم پر هغه حال ؤ اوړه هم هغومره وه.  د دغه حديث شريف روايت امام بخاري رحمه الله کړى دى. )۷)
 
دلته د الله تعالی په اِذن سره د رسول الله ﷺ تصرف پر اور باندي ليدل کيږي. د اور د معجزو په اړه نور مختلف روايات هم سته.(۸)
 
د آب و هوا معجزې
 
په دعاء سره سمدستي باران کېدل
 
حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي يو وخت د رسول الله ﷺ په زمانه کي پر خلګو قحطي راغله، يو ځل نبي کريم ﷺ د جمعې خطبه فرمايل يو اعرابي ولاړ سو او ويې ويل: يا رسول الله! مال هلاک سو او عيال د لوږي مري زموږ د پاره د الله څخه دعاء وغواړه. ده مبارک دواړه لاسونه پورته کړل خو موږ په اسمان کي د وريځي يوه ټوټه هم نه ليدل. په هغه ذات قسم چي  زما روح يې په لاس کي دی چي ده مبارک لاسونه نه وه ايښي چي د غرو په شان اوريځي راغلې، ده مبارک لا د منبر څخه نه وو کښته سوی چي د ږيري مبارک څخه يې د باران څاڅکي تويدل شروع سوه نو ددغه ورځي څخه تر بلي جمعې پوري باران واورېدی. بله جمعه همدغه صحرايي يا بل کس ولاړ سو او ويې ويل چي کورونه ونړېدل، مالونه غرق سول تاسو دعاء وکړی چي بارانونه ودريږي رسول الله ﷺ لاسونه پورته کړل او ويې ويل: زموږ شاخوا يې واوروې پر موږ يې مه اوروې. 
 
او د کومي وريځي خوا ته چي به رسول اکرم ﷺ اشاره کول هغه به سره خلاصي سوې نو پر مدينه خو بيخي اورښت ودرېدی خو د مدينې پر شاخوا اورېدی، د اطرافو څخه چي به خلګ راتلل هغوی به د باران اورېدلو خبري کولې.(۹)
 
د کفارو ائتلافي ځواک (احزاب) په هوا سره ماتېدل
 
کله چي رسول الله ﷺ بني قريضه يهود د مسلمانانو پر خلاف د شيطاني دسيسو لکبله خيبر ته وشړل نو دوی انتظار کاوه چي د مسلمانانو او مشرکانو دښمني پر کومه خوا ځي؟ څو داسي پلان جوړ کړي چي مسلمانان د هميشه لپاره د مځکي د مخه پورته کړي. بالاخره د بني قريضه يهود مشرکانو ته ورغلل او  هغوی يې د مسلمانانو پر خلاف جنګ ته تيار کړل. 
 
د يهودو په لمسون د مشرکانو د مختلفو قبيلو په ګډ ائتلاف يو لس زره کسيزه لښکر تيار سو او د مدينې په لور روان سو. بالاخره مسلمانانود اسلام، پاک رسول ﷺ ، خپل ځان، ښځو او اولادونو د دفاع د پاره د خندق کار شروع کړی چي څو ورځي وخت يې ونيوی. په دې وخت کي د مشرکانو لس زره کسيزه لښکر رارسيږي که ګوري يو لوی خندق يې مخي ته خنډ ګرځي، څو ځله د تېرېدو هڅه کوي خو مسلمانان د غشو په ويشتلو  هغوی شاته کوي.
 
دا هغه د مسلمانانو خلاف هغه ستر ائتلافي ځواک وو چي تر اوسه مسلمانانو نه وو ليدلی، په همدې سختو حالاتو کي د مسلمانانو  ښځي او ماشومان هم يوازي وه، مسلمانان پر هغوی بېرېدل. مشرکانو او يهودو کوښښ کاوه چي دغو مظلومانو ته ځان ورسوي. په دې وخت کي يوه نوي مسلمان نعيم بن مسعود بن عامر الاشجعي رضي الله عنه يو پلان نبوي دربار ته وړاندي کړی چي د قريشو او يهودو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي، بالاخره همداسي يې وکړه، د مشرکانو او يهودو ترمنځ بې باوره رامنځ ته سوه. 
په دې وخت کي مسلمانانو دا دعا کول: 
 
(اللهم استر عوراتنا وآمن روعاتنا)
اي الله! پر موږ پرده واچوه او د ستونزو څخه مو وساته.
 
رسول اکرم ﷺ به دا دعاء کول: 
(اللَّهُمَّ مُنْزِلَ الْكِتَابِ سَرِيعَ الْحِسَابِ اهْزِمِ الأَحْزَابَ اللَّهُمَّ اهْزِمْهُمْ وَزَلْزِلْهُمْ.)
اي د کتاب نازلوونکې او ژر حساب کوونکې خدايه!  دا قوتونه مات کړه، اي الله! مات يې کړه، او د ستونزو سره يې مخ کړه!
 
الله پاک د خپل نبي ﷺ او مسلمانانو دعاء او زارۍ واورېدې، الله پاک باد ته امر وکړی څو (د مشرکانو او يهودو د اختلافاتو په موجوديت کي) پاته کار وکړي. 
 
خورا تېز او تند باد راوالوتی د دوی ټولي خيمې ونړېدې، ديګونه او کټوي يې چپه سوه، د خيمو مزي يې وشکېدې او دوی ته بېله دې چي د تيښتي پروګرام جوړ کړي بله لاره نه وه. په آخر کي الله عزوجل خپل بل لښکر ملائکو ته امر وکړی چي ورسئ او د کفارو په زړونو کي بېره او ډار دننه کړئ څو تيښتي ته مجبور سي. حذيفه بن اليمان رضي الله عنه حال راوړی چي د دښمن حالات ګډوډ دي او په تښته دي. 
 
سهار رسول الله ﷺ ګوري چي دښمن د لسو زرو لښکرو سره تښتېدلی، ميدان خالي او يوازي الله پاک دښمن ته ماته ورکړه.(۱۰)
 
تاسو وګوری چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت لپاره مځکه، د مځکي اجزاء لکه شګي، خاوره، همدارنګه اوبه، باران، اور او آب او هوا ټول ورته مسخر دي څو خپل رسالت تر نړیوالو ورسوي. دا د نبوت د ډیرو سترو دلایلو څخه دي.

 

 
 
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
اړوند لیکني:
د نبوت دلایل: د ۱،۹ میلونه پاونډو ساینسي څېړنه
د نبوت دلایل: د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونه
 
 
---------------------------------
۱: سورة الانفال: ۱۷
۲: کابلي تفسير: ج۱، ص۹۹۶
۳: صحيح مسلم: ج۵، ص۱۶۹
۴: مخکنی مصدر: ج۸، ص۱۲۴
۵: د سرورِ کائنات  ژوند: ج۱، ص۷۱۸
۶: مخکني مصدر 
۷: د سرورِ کائنات  ژوند: ج۲، ص۶۲۳
۸: خصائص الکبري: ج۲، ص۳۱۷
۹: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۳۵۹ 
۱۰: رحيق المختوم: ص ۴۳۷، ۴۳۸ او ۴۵۵ 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته