تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د موضوع په اړه مخکنۍ ليکني
  تعلیم الاسلام
  March 1, 2024
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام


د رسول الله د نبوت په اړه متقدمينو او متاخرينو علماء کرامو ډير زيات کتابونه ليکلي دي چي د هغو څخه يو څو په لاندي ډول دي:


أمارات النبوة: أبو اسحاق ابراهيم بن يعقوب الجوزجاني (المتوفي: ۲۵۹ هـ)
دلائل النبوة: أبو بكر جعفر بن محمد بن الحسن بن المُسْتَفاض الفِرْيابِي (المتوفى : ۳۰۱هـ)
تثبيت دلائل النبوة: قاضي القضاة عبد الجبار بن أحمد الهمذانى ( المتوفي: ۴۱۵ هـ)
دلائل النبوة: أبو نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد الاصبهاني (المتوفى : ۴۳۰هـ)
أعلام النبوة: أبو الحسن علي بن محمد بن حبيب الماوردي (المتوفي: ۴۵۰ هـ)
دلائل النبوة: للإمام أبي بكرأحمد بن الحسين البيهقي (المتوفي: ۴۵۸ هـ )
كتاب دلائل النبوة: إسماعيل بن محمد بن الفضل التيمي الأصبهاني (المتوفي: ۵۳۵ هـ)
خصائص الکبري: جلال الدين عبدالرحمن ابي بکر السيوطي (المتوفي: ۹۱۱ هـ)
الادلة الجلية علي صدق خيرالبرية
: د. عبدالمحسن بن زبن المطيري
دلائل النبوة: د. منقذ بن محمود السقار
دلائل النبوة: سعيد بن عبدالقادر باشنفر
نبوة محمد
من الشک الي اليقين. د. فاضل صالح السامرائي
الکلام المبين في آيت رحمة للعالمين: مولانا مفتي عنايت احمد (اردو) او داسي نور...

لومړني ذکر سوي کتابونه اکثره  قوي ماخذونه بلل کيږي په ځانګړي ډول د متقدمينو علماء کرامو ليکني چي ډير زيات دلايل يې را ټول کړي دي. ځينو د سيرت په ترتيب ليکلي او ځينو بيا د موضوع په ترتيب دلايل او معجزات را جمع کړي دي.

د نبوت دلايل اکثره په عربي، اردو او انګليسي ژبو ليکل سوي دي او په پښتو کي داسي تفصيلي کتاب زما تر سترګو نه سو چي موضوع يې هراړخيزه څېړلې وي او د نورو ژبو کتابونه ډير ضخيم دي  نو د الله  تعالی  په فضل سره مي په زړه کي دا خبره راسخه سول چي په پښتو ژبه يوه داسي لنډه ليکنه وکړم چي څومره ممکن وي هغومره دلايل د مختلفو برخو څخه د نوي معلوماتو په اضافه کولو سره را جمع کړم.

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معجزو او د نبوت د اثبات د دلایلو شمېر، ډولونه او په (٩) عالمونو کي د معجزو ظهور او د علمي، ادبی، ساینسی، تاریخی، معنوي، اخلاقي، پیش بیني، اخباري او سماوي ادیانو له حیثه د معجزو ښکارندوي. همدارنګه د نورو انبیاوو علیهم السلام د معجزو سره د نبی علیه السلام د معجزو مقایسه او ځانګړتياوي په لاندي مقالو کښي لوستلای سی:

 

د نبوت دلایل (اوله برخه)

د نبوت دلایل (دوهمه برخه)

د نبوت دلایل (دریمه برخه)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته